۸صبح، کابل: په غور کې د طالبانو د دوو قوماندانانو له وژل کېدو څو ساعته وروسته داعش د یو قومندان د وژل کېدو مسوولیت ومانه.
داعش ته اړوند تلیګرام چینل یکشنبه د غبرګولي پر ۱۳مه، شپه مهال ویلي چې د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په «شینیه» سیمه کې د دغې ډلې جنګیالیو یو طالب قومندان او ساتونکی یې وژلي دي.
داعش په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې ناپېژاندو وسلهوالو د دولتیار ولسوالۍ د ټولي قومندان ملا حسن په ډزو وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د سرچينې په خبره، دا پېښه د «کوتل شينيه» په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو دا پوځي مسوول د غور ولايت له مرکز فيروزکوه څخه د دولتيار ولسوالۍ پر لور روان و.
د طالب چارواکو د ادعا سربېره چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی، دغې ډلې د څو میاشتو په موده کې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.
داعش ډلې د غويي پر ۳۰ مه په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید مسوولیت هم منلی و.
په دغه بريد کې د درېيو بهرنيانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د څلورو بهرنيو سيلانيانو په ګډون اووه نور ټپيان شوي دي.