په داسې شرایطو کې چې لا هم د « زندهجان» د زلزلې له امله د کنډوالو لاندې د قربانیانو جنازې بهر کړای شوي نه دي او د لا هم د مرګ سیوري پر هرات خپل سیوری اچولی دی، داعش هم د انسان وژنې له کاروان نه شاته نه دی پاتې او په بغلان کې د خلکو په وژنه یې لاس پورې کړ. ګواکې د افغانستان په نوم د ناورین ځپلې خاورې بدبخته خلک یوازې ددې لپاره زېږول کیږي ترڅو د طبیعت له امله یا هم د تروریستي ډلو له لوري قرباني شي. یوازینی توپیر چې د دغو دواړو ترمنځ شته دی، د وژنې په موخه کې دی. طبیعت د خلکو له وژنې هېڅ موخه او انګېزه نه لري، خو تروریستي ډلي چې خلک وژني د یوې موخې په لټه کې دي. هغوی د خلکو د وژنې له لارې د خپلو دښمنانو پر وړاندې د فشار د اهرم په توګه کار اخلي؛ که د هغوی دښمنان په ښه وضعیت کې وي او که په کمزوري او زیان رسونکي وضعیت کې. هغوی انسان وژني ترڅو خپل سیال له ننګونو سره مخ کړي او په پایله کې یې مات کړي.
اوسمهال چې د طالبانو ډله پر ټول افغانستان واک لري، داعش هغه رول ترسره کوي چې یو مهال طالبانو د لویدیځوالو تر ملاتړ لاندې د دولت پر وړاندې ترسره کاوه: لوی دښمن چې له هرڅه نه ډېر پر تاوتریخوالي او تروریزم ټینګار لري ترڅو په ټولې بې رحمۍ خپل مخالف له ننګونې سره مخ کړي. دا ډول، طالبان چې د « زندهجان» د ناورین د بد مدیریت له امله تر نیوکې لاندې دي – په بغلان کې د شیعه لمونځ کوونکو د امنیت په ټینګښت کې د کمزورتیا له امله، تر ډېره تر فشار لاندې نیول کیږي او بیا داسې مهال چې د امنیت ټینګښټ یې د خپلې مهمې لاسته راوړنې په توګه تل د افغانستان د خلکو او نړۍوالو ته ښودلې ده. داعش دا مهال له ټولو نه مهم، د « امنیت ټینګښټ» د طالباني لاپې له ننګونې سره مخ کوي او ترڅنګ یې، په داسې حال کې چې د شیعیان په وژلو سره خپله د شیعه ځپلو غچ اخلي، د طالبانو پر وړاندې د شیعه ټولنې غوسه نوره هم ډېروي.
د طالبانو ډله هم هغه مهال چې د پخواني دولت د اصلي دښمن په توګه یې عمل کاوه، تر کومه کچه یې چې زور رسېده د هغه دولت پر کمزورو ټکو یې برید کاوه ترڅو تر ډېره د ولسي فشار لاندې راشي چې په دې کار کې ډېر بریالي هم وو. طالبان هم لکه د داعش په څېر د خلکو په تېره د شیعه مذهبه هزاره ګانو په وژلو سره د څو اړخیزو موخو په لټه کې وو. هم یې غوښتل خپله د هزاره او شیعه ضد تنده ماته کړي او هم پخوانی دولت تر ډېره د خلکو تر نیوکې لاندې راولي چې د ښاروندانو پر وړاندې د تروریستي بریدونو د مخنیوي وړتیا نه لري او له همدې امله، یو ماتې خوړونکی او لمنځه وړونکی دولت دی. یاد دولت د طالبانو د جګړې په پایله کې نسکور شو او خپل ځای یې داسې رژیم ته ورکړ چې د لویدیځ والو تر ملاتړ لاندې د دولت په څېر په دروغ ویلو او لاپو وهلو کې ډېر مهارت لري.
که طالبان د لویو لارو د امنیت له ټینګښت نه خبرې وکړي، بیا هم نه شو کولای په دې برخه کې هغه ښه بېلګه وګڼو. ځکه یوازینی ځواک چې د بد امنیو په رامنځته کولو له ډلې په لویو لارو کې لاس درلود، طالبان وو. لویې لارې د پخواني دولت یو له لسګونو کمزورو ټکو نه وې او طالبانو ډېره ګټه له دغو کمزورو ټکو نه اخیستله. اوسمهال چې په لویو لارو کې د وژنو او غلاوو عاملین (طالبان) پر هېواد واکمن شوي دي، لوی امکانات او له لویو لارو سره د نه توپیر وړ سرچینې په واک کې لري او نور نو د تګ راتګ په لارو کې د شپې لخوا غلاوو ته اړتیا نه ویني. د لویو لارو پخواني غله اوسمهال د غلو په واکمنو بدل شوي دي او همدا ډول، تروریست تاوریخوالي کوونکي د دولتي تاوتریخوالي د امرینو پستونه یې یرغمل نیولي دي.
دا مهال هېڅ ځواک ددې وړتیا نه ده موندلې چې د لویو لارو د امنیت د خرابولو لپاره د طالبانو ځایناستی شي. داعش هم دومره ځواکمن شوی نه دی چې وکړای شي په لویو لارو کې ګواښ رامینځته کړي. سربېره پر دې، طالبانو په کافي توګه د غلاو د تورنو د صحرايي محکمې له لارې، وېره رامنځته کړې ده او کوي یې چې د دې لامل شوی چې ډېر لږ شمېر خلک له طالبانو سره له همغږي پرته په غلا لاس پورې کړي. خو دا د جرمونو له ډلې د ښارونو په کچه د وسلوالو غلاو د کموالي په مانا نده. د غلاو پېښې او نور جنايي جرمونه تل د افغانستان په کچه پېښیږي. دا چې رسنۍ د طالبانو له لوري اداره کېږي او په هېواد کې ازاده رسنۍ نشته، ډیری دغه پېښې نه رسنیز کېږي. پرته له هغه په داسې هېواد کې چې بېکاري او لوږه په کافي اندازه شته، د دې امکان ډېر دی چې خلک د ښارونو او لویو لارو په کچه غلاوې وکړي
هغه څه چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوه شو، دا دی چې طالبان او داعش دواړه خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره په هېواد کې په بېلابېلو جنایتونو لاس پورې کوي. که طالبان د داعش ځایناستي شي او که داعش د هغوی. دواړه له زیاتو ګډو ځانګړتیاو نه برخمن دي: تاوتریخوالی، شیعه ضد کړنې، بدوي حکومتولۍ، خلک د دوی له امرونو نه اطاعت ته اړ کول، د ښځو ځپل، د بشر د حقونو بې ارزښته ګڼل …..
یوازینی توپیر چې د طالبانو او داعش ترمینځ شته دی، د عمل د ترسره کولو په دریځ او افراطي افکارو په اړه باور لرل دي. د بېلګې په ډول؛ طالبان د داعش په پرتله له شیعه وګړو سره لږ ضد لري. طالبان په ظاهر ډول ځان د شیعه ضد نه بولي او داسې ښيي چې ګواکې شیعیان خپل وروڼه بولي. خو هغه چلندونه چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان له شیعه و سره وکړل، ثابتوي چې هغوی هم په ښکاره د شیعه و سره ضد لري، یوازې په هغه اعتراف نه کوي.
د طالبانو او داعش ډله یوازې د ګټو ضد لري نه ایدیولوژیک ضد چې یوبل سره نه پخلا کېدونکې دښمني ولري. که چېرې یوه ورځ د ګټو دغه ضد حل شي، نه یوازې به یو د بل دښمن پاتې شي، بلکې ترمنځ به یې د تل لپاره دوستي ټینګه شي. داعش یوازې د تروریستي ډلو نوې نسخه ده او داسې طرحه شوې ده چې وکړای شي له نورو نه په ښه ډول د حاضرې زمانې اړتیاوې پوره کړای شي. د داعش د جهاد نړۍواله چیغه باید تر نورو تروریستي ډلو ډېره وي ترڅو نړۍوال ګواښ په ښه ډول نندارې ته وړاندې کړي.