۸صبح، کابل: مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یو تالار له برید او د طالبانو له غبرګون وروسته داعش خراسان په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتخونو د بریدونو ګواښ کړی دی.
نیویارک ټایمز د شنبهشپه د وري پر ۴مه راپور ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو اړیکې له روسیې، چین او ایران سره تودې شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، داعش کرملین «په سوریه کې د مداخلې او پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل څخه لسیزې وروسته له طالبانو سره د روسي چارواکو تعامل غندلی دی.»
په اسلاماباد کې د «خاطرات خراسان» په نامه د یوه څیړنیز بنسټ څېړونکي مدیر ریکارډو واله ویلي: «اوازې دي چې داعش له پخوانیو دښمنانو سره د ملګرتیا له کبله طالبان له افغانستان او د اسلام له دین سره پر خیانت تورن کړي دي.»
د دغه راپور له مخې، داعش په ۲۰۲۲ کال کې هم په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او یو هوټل چې ګڼ شمېر چینایان پکې اوسېدل، بریدونه کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې وروستی برید «ترهګریز» وباله او په سختو ټکو یې وغنده.
طالبانو ویلي چې داعش په افغانستان او همداراز د نړۍ په نورو سیمو کې ملکيان په نښه کوي.
په مسکو کې د کروکس کنسرت په تالار کې د وروستي برید د قربانیانو شمېر ۱۳۳ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر روسي چارواکو ویلي چې د دې برید له عامیلینو به سخت او «وحشیانه» غچ واخلي.