د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز په دغه هېواد کې پر چینايي انجینرانو د برید په تور د ۱۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
نوموړي مرکز دوشنبه د وري پر ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ادعا کړې چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايانو د برید مسوول یو افغان وګړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغه خونړي برید له چاوديدونکو توکو ډک موټر په افغانستان کې چمتو او د چمن له لارې پاکستان ته لېږدول شوى و.
د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلونکی ووژل شول.
ورسره جوخت، د چین د بهرنیو چارو وزارت په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر خپلو وګړو برید په کلکه وغانده او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې ژرترژره د دې پېښې په هکله هراړخیزه څېړنه وکړي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
ټيټيپي هم د چینايانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.