د پاکستان بلوچستان ایالت په دوکي سیمه کې د دوو غبرګو چاودنو په پاېله کې یو کس وژل شوی او ۱۹ نور ټپيان دي.
د سما ټيوي د راپور په حواله، لومړی چاودنه پنجشنبه د مې پر ۲مه د سړک غاړې پر خښ شوي ماین د یو موټر د وربرابرېدو پرمهال شوې او دویمه چاودنه د پېښې ځای ته پر راټولو شویو خلکو شوې ده.
د ژغورنې ډله سیمه ته رسېدلې او د پېښې ټپيان یې مدني روغتون ته رسولي دي.
تراوسه د دغو چاودونو پړه چا یا کومې ډلې منلی نه دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ کچه لوړه شوې ده.
څو ورځې وړاندې ناپېژانده وسلهوالو په خیبرپښتونخوا کې یو قاضي تښتولی و.