۸صبح، زابل: د زابل یو شمېر اوسیدونکي د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د تاریخي بالاحصار د ړنګیدو اندیښنه څرګندوي.
دا بالاحصار چې د راویانو له قوله لرغونتیا یې د سکندر مقدوني زمانې رسیږي، د زابل یو مشهور پخوانی شاعر شېخ متي هم پکې خاورو ته سپارل شوی دی.
شیخ متي په ۶۲۳ هجري قمري کلونو کې زیږیدلی و، چې له مړینې وروسته د زابل بالاحصار کې ښخ شوی او اوس د هغه مقبره هم د ړنګیدو له ګواښ سره مخ ده.
د زابل یو شمېر اوسیدونکي نیوکه کوي، چې د بالاحصار او یادې مقبرې دواړو د رغونې لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز ریاست کومه پاملرنه نه ده کړې.
د دوی په خبره، له دغه تاریخي بالاحصار څخه دا مهال د طالبانو له لوري نظامي استفاده کیږي، چې له دې سره یې د ړنګیدو خطر نور هم زیات شوی.
۶۵ کلن سپین ږیر محمد الله وایي د کلات تاریخي بالاحصار یو وخت د سیلانیانو د پام وړ مرکز و او په ښه ډول یې ساتنه کیده.
محمد الله دا هم وویل، چې د جمهوري نظام پر مهال هم له دغه بالاحصار څخه نظامي استفاده کیده، خو ښه ساتنه یې هم کیده او دروازې یې د خلکو پر مخ خلاصې وې.
محمد الله زیاتوي:«زما چې یادیږي دا بالاحصار په هر حکومت کې په نظامي توګه استفاده کیده، خو په هغه وختونو کې به بهرني سیلانیان ورته راتلل، یا به د بازار خلکو تفریح کوله او لوړ به بالاحصار ته ختل، خو اوس بالاحصار په پوره ډول له نړیدو سره مخ دی. تاسې یې دیوالونو ته وګورئ نړیږي، هیڅ توجه نه ورته کیږي، دا تاریخي ځای دی، د دې ساتنه ډیره مهمه ده خو طالبان یې په ارزښت نه پوهیږي.»
د عبدالصمد په نوم د کلات ښار یو اوسیدونکی بیا وایي، چې د ډاکټر نجیب د حکومت پر وخت ده په بالاحصار کې د دروازې د ساتنې دنده او مسوولیت پرغاړه درلود.
د هغه په وینا، هغه مهال هر ډول ورتلونکو کسان ته د بالاحصار د لیدو اجازه ورکول کیده.
عبدالصمد زیاتوي:« دا بالاحصار چې دی، زه یې د ډاکټر نجیب وختونو کې د دروازې مسوول وم. په هغه وختونو کې ما هم سیلاني او هم تفریح کوونکي ته اجازه ورکوله، اوس طالبان چې راغلي دا کار یې هم بند کړی، هیچاته اجازه نه ورکوي چې له بالاحصار څخه لیدنه وکړي. زموږ دا غوښتنه ده چې اول دې دا بالاحصار جوړ شي بیا دې له نظامي استفادې خلاص شي او د ښاریانو تفریح ته دې ځانګړی شي.»
د زابل ولایت اوسیدونکی محمد امین بیا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې کلات ښار ځانګړی تفریحي او معیاري پارک نه لري او خلک د تفریح ځای له نشتوالي سره مخ دي.
د هغه په خبره، د زابل بالاحصار دې تفریح ته ځانګړی او د سیلانیانو د جذب زمینه دې ورته برابره شي.
محمد امین وایي:« موږ زابل کې یوازې د صحرانې په نوم سپیره غونډۍ لرو، نور نه تفریحي ځای او نه معیاري پارک شته. زموږ دا غوښتنه ده چې بالاحصار کې دې یو ښه پارک جوړ شي، یوه ګټه به یې دا وي چې دا پارک به وساتل شي، بله ګټه به یې دا وي سیلانیان به ورته را جذب شي او بل دا چې بالاحصار به د نړیدو له ګواښ څخه خلاص شي.»
د زابل له بالاحصار څخه یوه سرچینه وایي، چې په یاد شوي بالاحصار کې درې لویې ودانۍ، د شیخ متي بابا قبر او د بالاحصار ټوله احاطه له بشپړ نړیدو سره مخ دي.
د سرچینې په خبره، په بالاحصار کې ۲ ودانۍ په خاورو بدل شوي او نور په بشپړه توګه نړیدلي دي.
د زابل د فرهنګي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت بالاحصار یو ځل د ظاهر شاه او بیا د داود خان په حکومتونو کې رغول شوی دی.
سرچینې دا هم وایي، چې د زابل د بالاحصار پخوانۍ دروازه د طالبانو په تیر رژیم کې ویستل شوې او پاکستان کې خرڅه شوې وه، چې د طالبانو دا کار په هغه وخت کې د قومي مشرانو له سخت غبرګون سره مخ شوی و.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د رژیم نظر ولرو، خو ځایي چارواکي یې خبرو ته حاضر نه شول.