۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې دا مهال په قطر کې فعالیت کوي، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې مطبوعات د خلکو غږ پیاوړی کوي.
دغه بنسټ یکشنبه د غويي پر ۹مه «د مطبوعاتو ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی» هشتګ په کارولو سره په خپل اېکسپاڼې کې لیکلي چې د مطبوعاتو ازادي د ټولنې «حیاتي ستنه» ده.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په هېواد کې د مطبوعاتو پر ازادۍ ټینګار کړی دی.
د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده.
افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې نیولي، بندیان او شکنجه کړي دي.
څه موده وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی و چې په روان کال کې په هېواد کې رسنۍ او خبریالان د خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو د ازادۍ له پلوه سختو محدودیتونو سره مخ دي او له حقونو یې په پراخه کچه سرغړونه شوې ده.