د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د غزې له جګړهییزو سیمو د فلسطیني ولسي وګړو د ایستلو پلان د دغه هېواد جنګي کابینې ته وړاندې کړی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور په حواله، د نتانیاهو دفتر دوشنبه د فبرورۍ پر ۲۶مه د دغه وړاندیز د پخلي ترڅنګ ټينګار کړی چې د غزې تړانګې پر سویلي ښار رفح باندې ځمکنۍ برید «اړین» دی.
دغه دفتر په یوې ویناپاڼې کې ویلي: «د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې له جګړهییزو سیمو څخه د ولسي وګړو د اېستلو او عملیاتي پلان، جنګي کابینې ته وړاندې کړی دی.»
نتانیاهو بیا د دې پلان په اړه جزییات نه دي ورکړي.
اسراییلو څرګنده کړې نه ده چې ولسي فلسطیني وګړي چېرته لاړ شي.
له بلې خوا، دا پلان د امریکا په ګډون د اسراییلو د مهمو ملاتړو له غندنې سره مخ شوی دی.
دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوې دي. دغه راز له دې وړاندې په جګړه کې د ښکېلو لورو ترمنځ له روژې وړاندې د اوربند د رامنځته کېدو د احتمال په اړه هم ګونګوسې خپرې شوې دي.
له دې وړاندې د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي و چې که هېواد یې له حماس سره په غزه کې اوربند او د اسیرانو د ازادېدو په برخه کې هوکړې ته هم ورسېږي، پر حزبالله به خپلو بریدونو ته دوام وکړي