امریکا له ایرانه غوښتي چې د یمن حوثيانو ته د «لویې او بې ساري کچې» پوځي وسلو استول چې هغوی ته یې دا قوت ورکړی څو په سور سمندر کې پر کښتیو خپلو «نامسوولانه بریدونو» ته دوام ورکړي، ودروي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور پر بنسټ، دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د امريکا د استازي مرستيال رابرټ ووډ دوشنبه د مې پر ۱۳مه په دې شورا کې د يوې ناستې پرمهال کړې دي.
د هغه په خبره، که د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي چې په یمن کې کورنۍ جګړه پای ته ورسېږي، باید ایران ته په پوره هوکړې سره خبرداری ورکړي څو نور نه شي کولای «د حوثیانو تر شا پټ شي» او باید سملاسي له خپلې بې ثباتهکوونکې کړنې لاس واخلي.
رابرټ زیاته کړې: «ډېر شواهد شته چې ښيي ایران حوثیانو ته د بالستیک او کروز توغندیو په ګډون پرمختللې وسلې ورکوي او د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه کوي. له همدې کبله د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د وسلو د بندیز دوامداره سرغړونې ودروي او د بندیزونو له سرغړونکو سره د چلند لپاره نور اقدامات وکړي.»
حوثيان ادعا کوي چې په سور سمندرګي او د عدن خلیج کې پر نړۍوالو بېړیو د دوی د بریدونو موخه په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر اسرائیل فشار راوړل دي چې تر اوسه یې له ۳۵ زرو زیاتو فلسطینیانو ژوند اخیستی دی.
د متحده ایالاتو سمندري ادارې د اپرېل په وروستیو کې اعلان کړی و چې حوثيانو د تېرکال له نومبر راهیسې پر نړۍوالو بیړیو له ۵۰ ډېر بریدونه کړي او یوه بیړۍ یې نیولې او یوه بله یې هم ډوبه کړې ده.
ورته مهال د حوثیانو بریدونه په وروستیو اوونیو کې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف د اقداماتو په پایله کې په سره سمندر کې کم شوي دي.
امریکايي ځواکونو تر اوسه په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو ګڼ بریدونه کړي او د هغوی سلګونه بېپیلوټه الوتکې او توغندي یې له منځه وړي دي.





