۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې د جاپان حکومت له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یونیسف د جمعې په ورځ (د جولای په ۷مه) اعلان وکړ چې دغه مرستې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې ترسره شوې دي.
ټاکل شوې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي او د هېواد د ۷۱ زره ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
ددغه سازمان په وینا، آن کله چې زده کونکي ښوونځي ته ځي، دوی تل زده کړه نه کوي ځکه چې د لسیزو جګړو ښوونځي د زده کونکو لپاره ناامنه کړي، او ډیری دولتي ښوونځي قوي بیخبنا، وړ ښوونکي او روغتیایي اسانتیاوې نلري.
د جاپان د حکومت دغه مرسته یونیسیف ته توان ورکوي چې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې په دولتي ښوونځیو کې د ۵۵۰۰۰ ماشومانو لپاره د زده کړې چاپیریال برابر کړي.
په دې مرسته یونیسف د دغو ولایتونو په ښوونځیو کې درسي ټولګي ترمیموي او د مینځلو وسایل ورته برابروي.
پر دې سربېره به ۱۶ زره ۵۰۰ ماشومان تر راتلونکو دوو کلونو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او ۹۹۰ ښځینه ښوونکي به هم وروزل شي.
جاپان یو له هغو ګوتو په شمېر هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته یې له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې مرستې ته دوام ورکړی.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پرون وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه هېواد څلور ورځې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې افغان محصلینو ته د لسګونو تحصیلي بورسونو د ورکولو اعلان وکړ.