۸صبح، کابل: د بې پولو خبریالانو سازمان (RSF) وايي د فرانسوی-افغان خبریال مرتضی بهبودي له نیول کېدو شپږ میاشتې وروسته اوس د هغه د خلاصون وخت رارسېدلی دی.
دغه ژورنالیستیکي سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه) د پاریس د سنټر د تالار مخې ته د یوې الکترونیکي تختې په پرانیستلو سره چې د مرتضی بهبودي د توقیف موده په کې شمیرل کیږي، د هغه د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
د دې سازمان په بیان کې ویل شوي:«دا یوه غمجنه کلیزه ده چې موږ یې نن شاهدان یو، هره دقیقه چې دا خبریال د زندان په خونه کې تیروي یوه بې حده دقیقه ده.»
آراساف ټینګار کړی چې له طالبانو سره د بهبودي د آزادی لپاره د خبرو اترو لارې خلاصې ساتي او اوس د مرتضی د خلاصون وخت رارسیدلی دی.
د دغه خبريال لپاره د آزادی غوښتنې په مراسمو کې د پاریس د ښار ښاروال آریل ویل، د پاریس د ښاروال مرستیال ژان لوک رومرو میشل، د بهبودي میرمن الکساندرا مستوایا او د بې پولي خبریالانو سازمان عمومي منشي کریسټوف ډلور حضور درلود.
تر اوسه طالبانو د دغه فرانسوي-افغان خبریال د نیولو په اړه هیڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.
مرتضی بهبودي د روان کال د جنورۍ له اوومې راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
هغه چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط مخکې فرانسې ته تللی و، تېر ژمي کې له دغه هېواده له راستنېدو یوه ورځ وروسته په کابل کې ونیول شو.