د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال یې په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره په مبارزې هوکړه کړې ده.
جیلاني دوشنبه د جنورۍ پر ۲۹مه په اسلاماباد کې له خپل ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان سره په یوې ګډې خبري ناسته کې ویلي چې ډېر ژر دواړه ګاونډي هېوادونه وتوانېدل، څو په خپل منځ کې رامنځته شوی ناسمپوهاوی حل کړي.
له بلې خوا امیرعبداللهیان ویلي چې تهران او اسلاماباد د دواړو هېوادونو پولې په اقتصادي او د پولې د دواړو غاړو خلکو د هوساینې پر پولو د بدلولو لپاره «ګډ لیدلوری» لري.
د نوموړي په خبره، پاکستان ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او ایران ترمنځ د وروستیو ترینګلتیا وروسته، تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی اسلاماباد ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.
د تهران او اسلام اباد اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې ایران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې توغندیز بریدونه وکړل او پاکستان بیا د ایران په سیستان بلوچستان کې ځواب ووایه.
دا روان زیږدیز کال پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر دویم سفر و.
ټاکل شوې چې نوموړی په دې سفر کې له سرپرست لومړي وزیر او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره هم وګوري.