د پاکستان په ټولټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله، د دغه هېواد لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ ټاکنو ته په لوی شمېر د رای اچوونکو راوتل ستايلي دي.
د ایکسپرېس ټربیون د راپور په حواله، کاکړ پنجشنبه د فبرورۍ پر ۸مه پاکستاني وګړو ته په «بریالي» ډول د ټولټاکنو د ترسراوي مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې په ټاکنو کې د لوی شمېر رای اچوونکو راوتل د هېواد راتلونکې ته د هوډ څرګنده نښه ده.
نوموړي زیاته کړې: «د پاکستاني وګړو ګډون او لېوالتیا د دغه ډموکراتیک تمرین بنسټ و.»
د هغه په خبره، په ټولټاکنو کې د ګډون دوام د هغو ځواکونو پر مخ درنه څپېړه وه چې په وینا یې، د پاکستان د بې ثباته کولو په لټه دي.
د یادونې ده چې په پاکستان کې د رایې اچونې بهیر نن په ځايي وخت شاوخوا ۸:۰۰ بجې له کلکو امنیتي تدابیرو سره پېل شو.
ورته مهال، په دغه هېواد کې د رایې ورکولو په لومړیو ساعتونو کې د بلوچستان په کهلوي سیمه کې ماین چاودنې د یو نوماند د ورور په ګډون درې کسان ټپيان کړل.
دغه راز، په بله پېښه کې د بلوچستان په ټانک سیمه کې د رایې اچونې پر یو مرکز د وسلهوالو د ډزو له کبله یو پولیس ووژل شو.