۸صبح، کابل: یوه باوري سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې سعودي عربستان په افغانستان کې خپل سفارت تړلی دی.
دغه سرچینه یکشنبه د سلواغې پر ۱۶ وایي، چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت دیپلوماتان د طالبانو له خوا د دغه سفارت د ښځینه کارکوونکو د فعالیت د دوام له منع کولو وروسته د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر دوولسمه نېټه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي: «داسې برېښي چې عربانو خپلو دندو ته د ښځینه کارکوونکو پر دوام د بندیز په غبرګون کې دا کار کړی دی؛ خو ویل کېږي چې دا کار د یوه منظم پلان له مخې شوی دی.»
سرچینې دا اټکل هم کوي، چې ښایي په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله تړل شوی وي.
د سرچینې په وینا د سعودي عربستان د سفارت کارکوونکي د کاماېر هوایي شرکت له خوا په یوه الوتنه کې ریاض ته لېږدول شوي دي.
له بل لوري سرچینه واییي: «ظاهراً سعودي عربستان د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ وروسته د طالبانو له خوا د ریاض تعاملاتو ته د نه پاملرنې له امله په غسه شوی دی…»
د سرچینې په وینا طالبان تمه لري چې په راتلونکو څو ورځو کې له یو لړ خبرواترو وروسته کابل کې د سعودي عربستان سفارت فعالیت بیا پيل شي.
ویل کېږي، داسې برېښي چې طالبان سعودي عربستان ته د سفارت د بیا پرانیستو لپاره ځینو تضمینونو ته چمتو شوي دي.
په دې لړ کې، د سعودي عربستان دولت او د طالبانو ډلې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
عربستان په ۹۰ لسیزه کې لومړنی هېواد وو، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژنده؛ خو اوسمهال د متحده عربي اماراتو او قطر په څېر هېوادونو په پرتله له طالبانو سره چندان تعامل نه لري.