۸صبح، کابل: پنجشېر کې د مقاومت جبهې عمومي قوماندان خالد امیري ویلي، چې د طالبانو له خوا تازه خپرې شوې شمېرې د پنجشېر په وروستیو جګړو کې د دې ډلې د ماتې د پټولو لپاره دي.
پنجشېر کې د مقاومت جبهې عمومي قوماندان خالد امیري چهارشنبه د وږي پر ۲۳ په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو له خوا خپرې شوې شمېرې تبلیغات بللي دي.
خالد امیري په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې طالبانو په پنجشېر کې په پراخو بریدونو کې چې د دوی په اند د کار پای دی ماته وخوړه.
هغه څرګنده کړې، چې طالبانو په وروستیو جګړو کې له ماتې وروسته د مقاومت جبهې د نیول شویو کسانو له دې جملې د قوماندان یارمحمد د وژلو ویډیو خپره کړه ترڅو خپلو ځواکونو ته روحیه ورکړي.
د خالد امیري په وینا، د طالبانو په وروستي برید کې د دې ډلې تر ۱۰۰ زیات ځواکونه وژل شوي دي.
امیري زیاتوي: «د طالبانو استبدادي او ظالم نظام به د خلکو پروړاندې د دوی له ظلم سره یو ځای ړنګ شي.»
طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه، چې د پنجشېر په څلور ولسوالیو کې یې د مقاومت جبهې د څلورو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۴۰ تنه پوځیان وژلي دي.