۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې د یو ۱۲ کلن ماشوم ژوند اخیستی دی.
دا پېښه چهارشنبه د وري پر لومړۍ له غرمې وروسته د پنجشېر مرکز اړوند په بازارک کې شوې ده.
په پنجشېر کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ماشوم مبشر نومېده.
د خبرپاڼې په حواله، چاودنه د کور دیوال د کیندل کېدو پر مهال رامنځته شوې ده.
د هاوان دا مرمۍ له تېرو جګړو پاتې وه.
له دې وړاندې د هېواد په ډېرو سیمو کې له جګړو پاتې وسلو او ماینونو چاودېدو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د وروستیو راپورونو په حواله، د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلو متره ځمکه پر ماینونو پوښل شوې ده.
درې ورځې وړاندې هم د هرات د کهسان ولسوالۍ په اړوند کې د ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې د یو ماشوم ژوند اخیستی و.