شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ګڼې سیمې سختې زلزلې ولړزولې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان او د استوګنې سلګونه کورونه ونړېدل.
د دغې زلزلې له امله د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې شاوخوا اته کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي وو.
د مزار درې زلزله ځپلي وایي، د زلزلې له امله یې پر ځاني زیانونو سربېره سخت مالي زیانونه هم لیدلي چې پوره کول یې د دوی له وسه وتلي دي.
دوی زیاتوي، د زلزله ځپلو په نوم ګڼو خیریه بنسټونو مالي مرستې کړې؛ خو دوی ته نه دي رسېدلې.
د سیمې یوه اوسېدونکي حیات الله ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د زلزلې له امله د زیانمن شویو په نوم د راغلو بېړنیو مرستو زیاته برخه طالبانو د خپلو جنګیالیو کورنیو ته ورکړې او یوازې د خلکو د تېر ایستلو په موخه یې ډېره کمه برخه زیانمنو کسانو ته ورکړې.
نوموړی وایي، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او طالبان د ستونزو د حل پرځای د مرستو پر حیف و میل بوخت دي.
حیات الله وړاندې وایي: «زمونږ په نوم باندې خیریه بنسټونو ډېرې زیاتې بېړنۍ مرستې کړې دي؛ خو ډېری یې طالبانو خپلو کسانو ته ورکړې، ډېره کمه برخه خلکو ته رسېدلې؛ هغه هم طالبانو خلکو ته د دوکې او غولولو په خاطر. سیمه ییز او ولایتي طالب مسوولانو د زلزله ځپلو د مشکلاتو هواري پرځای په دې بوخت دي، چې څنګه د خلکو په نوم مرستې تر لاسه او پټې کړي.»
د مزار درې بل اوسېدونکی ښایسته ګل ځایي طالبان تورنوي چې د زلزله ځپلو کورنیو د کورونو اساسي رغونې په موخه په شویو سروې ګانو کې هم طالبانو مداخله کړې.
د هغه په خبره، طالبانو د سروې په ټیمونو کې تر ډېره بریده هغه کسان نیولي چې د طالبانو په لیکو کې دندې ترسره کوي او کورونه یې هم نه دي وېجاړ شوي.
ښایسته ګل زیاتوي، مزار دره کې لا هم خلک بېړنیو بشري مرستو او د استوګنې کورونو اساسي رغونې ته اړتیا لري او پر مرستندویه ادارو غږ کوي چې تر هر څه وړاندې دې زیانمنو خلکو ته لاس ورکړي.
ښایسته ګل ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زموږ په سیمه کې له زلزلې څو ورځې وروسته ډېر خیریه بنسټونه راغلل او سروې ګانې یې شروع کړې چې د کورونو په جوړونه کې درسره مرسته کوو؛ خو حق حقدار ته نه دی رسېدلی او طالبانو ټول خپل نږدې کسان لیکلي، چې کور خو پرېږده یوه کوټنۍ یې هم نه ده خرابه شوې، مزار دره کې زیات کورونه خراب شوي او پر خیریه بنسټونو غږ کوو چې مونږ سره دې کافي شفافې مرستې وکړي؛ ځکه زمونږ برخه نورو ته ورکړل شوې ده.»
د نورګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي ذبیح الله (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې ځایي طالبانو د سیمې خلک د دوی له لوري د حیف و میل شویو مرستو د افشا کېدو په صورت کې په مرګ ګواښلي.
ذبیح الله وایي، خلک له یوه لوري د طبیعي آفت ښکار شوي او له بل لوري طالبان د دوی په نوم پر راغلو مرستو خېټې اچولې چې دې چارې د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
ذبیح الله وویل: « کله چې طالبانو خلکو ته رالېږل شوې مرستې خپلو کسانو ته ورکړې؛ بیا یې اخطارونه ورکړل که هر چا په دې اړه شکایت وکړ مړی او ژوندی به یې ورک کړو. یو طرف ته خدایي آفت خلکو ته سخت زیان رسولی او بل طرف طالبان د خلکو له خولې مړۍ اخلي او خپلو کسانو ته یې سپاري، دې کار د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.»
دا لومړی ځل نه دی چې خلک د طالبانو له لوري دوی ته په راغلو مرستو کې د حیف و میل له امله شکایت کوي؛ بلکې دې ډلې تر دې وړاندې هم د کونړ ولایت په ګڼو سیمو کې د سیلاب ځپلو په نوم راغلې مرستې ځان ته کړې دي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کونړ په مرکز اسعد آباد او ګڼو ولسوالیو کې سختو سیلابونه خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه واړول.
د کونړ خلک وایي، چندان مرستې ورسره نه دي شوې او د کورنیو خیریه بنسټونو ترڅنګ پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غږ کوي چې له سیلاب ځپلو او د زلزلې له امله زیانمن شویو وګړو سره بیړنۍ مرستې وکړي، ترڅو یې تر یو بریده اقتصادي ستونزې حل او پر پښو ودرېږي.