۸صبح، غزني: په غزني، فراه او کونړ کې د طبیعي پېښو په پاېله کې درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ سهشنبه د وري پر ۲۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د جاغوري ولسوالۍ په «سنګماشې» سیمه کې د کوټې چت پرېوتو له کبله یو سړی مړ شوی دی.
دغه راز، په غزني کې پېښو ته د چمتووالې ادارې ریاست ویلي چې د دغه ولایت په اجیرستان او زنخان ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې ۳۰ څاروي یې له منځه وړي دي.
ورته مهال، په کونړ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې یو کس سېلابي اوبو کې له راګیرېدو وروسته ژوند بایللی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې بیا یوه پېغله مړه شوې او یو هلک ټپي شوی دی.
اخوا، په فراه کې هم سرچینې وايي چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په نزګان سیمه کې سېلاو یو ۱۲ کلن ماشوم وړی دی.
په دغو درېیو ولایتونو کې سرچینې وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.