۸صبح، کابل: د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو اعلان کړی، تر څو چې ښځینه محصلینو ته پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي، ټولګیو ته به نه ځي.
د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د محصلینو پرانیستی لیک د دوشنبې په ورځ (کب ۱۵مه) د دغه پوهنتون ریاست ته استولی.
په دغه لیک کې راغلي دي: «موږ د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو د ۱۴۰۱ کال د مرغومې په درېيمه د نجونو پر زده کړو د بنديز د پرېکړې پر ضد اعتراضیه لیک کې اعلان کړی و، تر څو چې د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ خلاصي نه شي، موږ به ټولګیو ته حاضر نه شو.»
د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو د دغه پوهنتون رييس ته په خپل لیک کې ويلي، چې پر خپلې پخوانۍ ژمنې به ودرېږي او تر څو چې نجونې د زده کړو حق ونه لري، ټولګيو ته به نه ځي.
بلخ پوهنتون وروسته له هغه د سختو اعتراضونو شاهد و چې طالبانو د ښځو پر زده کړو بندیز اعلان کړ؛ هغه لاریونونه چې یو شمېر لاریون کوونکي محصلین یې د زندانونو د تورو تنبو شا ته ورسول.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر اوسه په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانيستلو ته چې په کور د ننه او نړۍوالو انتظار ته، هېڅ شین څراغ نه دی ورکړی.