پروان کې د ځينو دولتي ادارو کارکوونکي په ځانګړې توګه د پوهنې ریاست کارکوونکي او ښوونکي له یوې څخه تر څلورو میاشتو معاش د ځنډ له کبله په دغه ولایت کې د عزیزي بانک پر جوپړ نیوکه کوي. هغوی وايي، د معاشونو ترلاسي لپاره يې په ورځو ورځو د عزیزي بانک څانګې مخته اوږده لیکه جوړه کړې وي. دغه کارکوونکي په پروان کې د عزیزي بانک کارکوونکي له مراجعه کوونکو سره پر ناوړه چلن هم تورنوي؛ خو پروان کې د عزیزي بانک مسوولان دا ادعاوې نه مني. پروان کې د عزیزي بانک څانګې مدیر سیدمنصور سادات وايي، چې د افغانستان بانک هغوی ته د اړتیا وړ فزیکي پیسې په واک کې نه ورکوي، له همدې کبله د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې ځنډ رامنځته کېږي.
محمدذاکر شاوخوا ۲۰ کاله کېږي د پروان یوه ښوونځي کې ښوونکی دی. هغه له تېرو دوو ورځو راهیسې په بایسکل اوږده لار کچ کوي، تر څو وکړای شي خپل معاش د عزیزي بانک له څانګې ترلاسه کړې. د دوو ورځو په تېرېدو ذاکر نه دی توانېدلی خپل معاش ترلاسه کړي. دغه ښوونکی چې له نورو ډېرو کارکوونکو سره سهشنبه د وري پر ۱۶ د عزیزي بانک مخته په اوږده لیکه کې ولاړ و، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دغه بانک د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې د بېلابېلو لاملونه له کبله ناغېړي کوي. محمدذاکر زیاته کړه: «دوه ورځې کېږي ښوونځي ته نه ځم او زدهکوونکي له زدهکړو پاتې کېږي. راځم چې معاش واخلم؛ خو نوبت نه رارسېږي. ان د ډېرې ګڼه ګوڼې له کبله بانک ته نه شم ننوتلی. له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو. د بانک کارکوونکي هم له مراجعه کوونکو سره ناوړه چلن کوي. په ټوله کې له دغه وضعیته نور ستړي یو.»
د یادونې وړ ده، چې پخوا پروان کې د ځینو ښوونکو معاشونه د معتمد له لوري یا د مبایل له لارې ورکول کېدل؛ خو له څو میاشتو راهیسې سرپرست حکومت د هغوی معاشونه د عزیزي بانک له لوري ورکوي. پروان کې ښوونکي وايي، چې د طالبانو دې چارې د معاشونو د ورکړې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د سالنګ ولسوالۍ د «اورتي درې» ښوونکي شېراحمد هم د معاش ترلاسي لپاره شاوخوا ۲۰ کیلومتره لار کچ کړې ده. نوموړي د عزیزي بانک له لوري د ښوونکو د معاشونو پر ورکړې د ځنډ له کبله وویل، چې هر ښوونکی د ولایت له لرو پرتو ځایونو څخه د معاشونو ترلاسي په موخه هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ مصرفوي؛ خو ډېری ورځې تش لاس کور ته ستنېږي. دغه ښوونکي د پروان له ځايي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې معاشونه یې د معتمد له لوري ورکړي. د شېراحمد په خبره، هېواد کې د مخابراتي او بانکولۍ ستونزو ته په کتو د معتمد له لارې د معاشونه ورکړه ګڼې اسانتیاوې لري. دغه ښوونکي زیاته کړه: «پخوا چې معاشونه د معتمد له لوري ورکول کېدل، ډېر ښه و؛ ځکه له هر ښوونځي یو استازی د پوهنې ریاست ته ورته او معاشونه یې ښوونځيو ته راوړل. په دې ډول که له یو خوا کم اقتصادي لګښت لري له بلې خوا ښوونکي زدهکوونکو ته له زدهکړو نه پاتې کېږي. اوسنی سیسټم د هغو هېوادونو لپاره دی، چې لږ تر لږه بانکي ستونزې ونه لري. زموږ بانکونه ډېری وخت نقدې پیسې نه لري.»
ورته مهال پروان کې د عزیزي بانک څانګې مسوولان له مراجعه کوونکو سره د بانک د کارکوونکو د ناوړه چلن ادعاوې نه مني. پروان کې د عزیزي بانک څانګې مدیر سیدمنصور سادات د دولتي ادارو او ښوونکو په ځنډ د معاشونو د وکړې لامل د دولتي ریاستونو ترمنځ نه همغږي او د ډېرو پیسو غوښتنه او د فزیکي پیسو کمښت یاد کړ. سادات زیاته کړه، د افغانستان بانک په ټاکلي وخت کې د پروان د عزیزي بانک څانګې ته د اړتیا وړ فزیکي پیسې په واک کې نه ورکوي. نوموړي ټينګار وکړ، چې ډېر ژر به د ښوونکو او نورو دولتي ادارو د بانکونو د ورکړې په تړاو ستونزې هوارې شي.
په دې تړاو مو وغوښتل د افغانستان بانک نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.
د رسمي شمېرو له مخې پروان کې د ۶۱ مدرسو په ګډون ۵۱۹ ښوونځي فعال دي، چې د مېرمنو په ګډون شاوخوا نهه زره ښوونکي په دغو ښوونځیو کې پر تدریس بوخت دي.