۸صبح، کابل: لانګوار ژورنال نشریې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د زیاتېدونکي ظرفیت او ځواک په هکله یوې خپره کړې مقاله کې خبرداری ورکړی چې دا ډله کولای شي د اسیا او اروپا لپاره خطرناکه وي.
دې نشریې دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه ویلي چې د طالب چارواکو وروستي اعترافونه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د نفوذ او د دغې ډلې د فعالیتونو د ګړندیتوب کچه څرګندوي.
نوموړې نشریې داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو د کارونې ستراتیژي ناقصه بولي، ځکه دغه ډله د افراطیت ضد ځواک په توګه ځان ښودنې سره د مختلفو هېوادونو د مشروعیت او ملاتړ د ترلاسه کېدو په لټه کې ده.
دې نشریې زیاته کړې :«یوې ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره د بلې ترهګرې ډلې کارول، یوه بنسټيزه ناقصه ستراتیژي ده، ځکه دا چلند طالبان دې ته هڅوي څو داعش ته د یو اصلي ګواښ پر ځای د یوې ستراتیژیکې شتمنۍ په سترګه وګوري.»
د دې نشریې په وینا، په دې صورت کې ښايي طالبان د داعش له شتوالي څخه د غربي هېوادونو د مشروعیت او ملاتړ د ترلاسه کېدو لپاره کار واخلي او په پایله د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ لړۍ به دوام ومومي.
دې نشریې همداراز د داعش د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په هکله خبرداری ورکړی او د نېشنال ورځپاڼې د یو وروستي راپور په حواله یې ویلي چې د دغې ډلې له خوا په پارېس کې د المپیک پر لوبو ډرون برید احتمال شته دی.
ورته مهال، طالب چارواکي چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي رسنیو ته ویلي، له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سم د داعش سلګونه جنګیالي له زندانونو خوشې شوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه نور جنګیالي استخدام کړي دي.
د دوی په خبره، د داعش اصلي مرکزونه په ننګرهار او کونړ کې دي؛ خو وسلو او وسایطو ته د دغې ډلې د فعالیت اسانه لاسرسی د افغانستان په ولایتونو کې د دغې ډلې د امنیت نفوذ ښودنه کوي.
تر دې مخکې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې په یو راپور کې ویلي و چې داعش په افغانستان کې ۹ زره جنګیالي لري او شمېر یې مخ پر زیاتېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل داعش په افغانستان کې یوه ماته شوې ډله بولي او وايي چې د هېواد هېڅ قلمرو د دغې ډلې په واک کې نشته.
تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و چې مسکو د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره تماس ته دوام ورکوي.