۸صبح، کابل: افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر د تورخم د لارې د تړل کېدو په غبرګون کې په دغه لاره کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو راپورونه د اندېښنې وړ بللې.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان سه شنبه د کب پر دویمه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د ناروغانو په ګډون د خلکو تګ راتګ او همدارنګه د سوداګریزو توکو لېږد زیانمن شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې طالبان او پاکستاني چارواکي باید د یو بل اندیښنې درک کړي، ترڅو نورمال تګ راتګ پیل شي.
د هغه په وينا، دا د دواړو غاړو د خلکو اړتيا ده.
د یادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه د طالبانو د مشرانو په لارښوونه یکشنبه د سلواغې پر ۳۰ نېټه د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې ده.
تېره ورځ يوې باوري ځايي سرچينې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچينې په وينا، د دواړو لورو ترمنځ وسلهواله نښته وروسته له هغې پيل شوه، چې وسلهوال طالبان د پاکستانيو پوځيانو يوې پوستې ته نږدې شول.