د ۸صبح ورځپاڼې معلومات ښيي، چې د اشرف غني، عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور استازو ته به کابل کې د قطر سفارت له لوري د چک په بڼه د میلیونونو ډالرو د ورکړې په اړه خپاره شوي سندونه او مدارک، جعلي دي.
د ایټالیا جي ټي ۱ ټلوېزیون د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، د ۸ دقیقو او ۳۳ ثانیه يي ټلوېزیوني پروګرام په ترڅ کې داسې سندونه خپاره کړل، چې له مخې یې د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت د مرکزي بانک پخواني رییس اجمل احمدي، د ۲۰۲۱ کال د جولای په اوومه نېټه، له تروریزم سره د مبارزې او د شخړو د حل په چارو کې د قطر د دولت ځانګړي استازي، ډاکتر ماجد القحطاني، په شتون کې یو سلو لس میلیونه او څلور سوه او اته اویا زره امریکايي ډالر، په کابل کې د یاد هېواد له سفارت نه ترلاسه کړي دي. په هغه سند کې چې د جي ټي ۱ تلویزیون خپور کړی و، له دغه چک نه اشرف غني ته د «قطر د امیر د ډالۍ» په توګه یادونه شوې ده.
سربېره پر هغه د یاد ټلوېزیوني پروګرام په ترڅ کې دوه ورته نور سندونه هم خپاره شول چې له مخې یې د عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور، استازو هم د «قطر د امیر ډالۍ» په توګه میلیونونه ډالر په کابل کې د قطر له سفارت نه ترلاسه کړي دي. په یوه سند کې چې د سولې د عالي شورا پخواني مرستیال، عنایت الله بابر فرهمند لاسلیک پکې جعل شوی دی، راغلي دي چې «په شمال کې په تېره بیا د فاریاب او جوزجان د جګړو له ډګر نه» د عبدالرشید دوستم له شاتګ کېدو هرکلی کېږي او د «هوکړې پر بنسټ» د بانکي چک په بڼه پنځه میلیونه ډالره ښاغلي بابر ته تسلیم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې سند کې د شمېر له مخې ارقام پنځوس میلیونه او نهه سوه زره امریکايي ډالره درج شوي دي.
د عطا محمد نور د استازي په توګه د بلخ د پخواني والي، محمد فرهاد عظیمي جعلي لاسلیک شوي دریېم سند کې راغلي دي چې د «سولې د پروسې او د سیاسي نظام په بدلون کې» او دغه راز «په افغانستان کې د نوي دولت د رامنځته کېدو د همکارۍ برخه کې» د «قطر دولت د همکارۍ د حس پر بنسټ» د عطا محمد نور له هڅو هرکلی کېږي او نوموړي ته د «قطر د امیر د ډالۍ» په توګه شپېته میلیونه او نهه سوه زره امریکايي ډالر ورکول کېږي.
دغه سندونه د فلیپو روسي په نوم د یوه ایټالیايي خبریال چې کلونه کېږي د افغانستان په اړه یې ډېر شمېر راپورونه خپاره کړي دي، د جي ټي ۱ ایټالیايي ټلوېزیون له لارې د معتبره او اصلي سندونو په توګه، خپاره شول. ښاغلي فلیپو روسي د جي ټي ۱ ټلوېزیون په یوه پروګرام کې په ګډون سره، د خپلو دغو سندونو پر اصالت ټینګار وکړ، او دغو سندونو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه د پروګرام د پر مخ وړونکي د پوښتنې په ځواب کې وویل: «کلونه مې په افغانستان کې کار کړی او په دې موده کې مې د شخصي اړیکو لویه شبکه رامنځته کړې، چې په مرسته مې دغو سندونو ته لاسرسی موندلی دی. روښانه ده چې هغوی خلک دي او زه کولای شم او ومې کړای شول ددې خلکو په منځ کې ډېر باور ترلاسه کړم او هغوی ماته اجازه راکړه چې نن دغه سندونه تاسو ته راوړم.»
یاد سندونه د خپرېدو له هماغه لومړیو شېبو وروسته د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له شک سره مخ شول او د هغو اصالت یې تر پوښتتنې لاندې راوست. ددغه راپور له خپرېدو ساعتونه وروسته، د جي ټي ۱ ایټالیايي رسنۍ کې د یاد راپور ویډیو، پرته له هېڅ کوم لامل نه له خپل سایټ نه لرې او د لي ریپابلیکا ایټالیايي نامتو ورځپاڼې چې یاد خبر یې د جي ټي ۱ ټلوېزیون له قوله خپور کړی و، هم له خپل سایټ نه لرې کړ خو د یاد راپور لینک څه باندې ۲۴ ساعتونو لپاره د جي ټي ۱ په توېټر پاڼه او لي ریپالیکا ورځپاڼې په سايټ کې خپور و، تر دې چې یو شمېر ټولنیزو شبکو د هغو په اړه لیکلي وو، چې یاد لینک ولې کار نه کوي او یا هم پرته له کوم لامل نه لرې کړای شوی دی.
د دغو سندونو د خپرېدو له هماغه لومړیو شېبو ۸صبح ورځپاڼې د څېړنیزو راپورونو ټیم، له هغو سره د شک په بڼه چلند وکړ او د هغو د اصالت پر وړاندې یې شک درلود. هماغه و چې د سولې د عالي شورا له پخواني مرستیال عنایت الله بابر فرهمند سره هغه څوک چې د عبدالرشید دوستم په استازیتوب یې په دغو سندونو کې لاسلیک جعل شوی و اړیکه ونیوله. ښاغلي بابر، خپاره شوي سندونه جعلي وبلل. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «یوې لوېدیځې رسنۍ، د ژورنالېزم د موازینو او اساسي اصولو تر پښو لاندې کولو، زما او د یو شمېر نورو هېوادپاله سیاسیونو په وړاندې یې یو بې اساسه، بې بنسټه او جعلي خبر خپور کړ. زمونږ نومونه یې د اشرف غني او د ملاتړ کوونکو په څېر، د خاینو هېواد پلورونکو په ډله کې راوست.» ښاغلی فرهمند زیاتوي: «د ایټالیا جي پي ۱ رسنۍ ته مو یوه میاشت فرصت او وخت ورکړ، که چېرې خپلې بې اساسه ادعاوې ثابتې نه کړي دغه مسأله به تر څېړنو لاندې ونیسم د جي ټي ۱ رسنۍ دغه رسنیزه سرغړونه به د رسنیو د سرغړونو نړۍوالو محکمو کې د قانوني او اصولي لارو وڅارم.»
ښاغلی فرهمند دغه راز وايي په دې برخه کې کورني لاسونه په تېره «د افغانستان د پخواني جمهور رییس اشرف غني د ملاتړ کوونکو» د سقوط په برخه کې د خپلو تورو شویو څېرو د سپین والي په خاطر او یو شمېر بهرني استخباراتي کړۍ شاملې دي.»
۸صبح ورځپاڼې دغه راز د بلخ ولایت له پخواني والي محمد فرهاد عظیمي سره چې په ورته سند کې د نوموړي لاسلیک هم جعل شوی دی، اړیکه ونیوله. ښاغلي عظیمي یاد سندونه جعلي وبلل. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خپله فیسبوک پاڼه د لیکل شوي متن ورته لیدلوری شریک کړ. نوموړی وايي: «له هغې نېټې چې د بلخ ولایت مسوولیت را په غاړه و (د ۲۰۲۰ اکتوبر) بیا د (۲۰۲۱ د اګست تر ۱۴ مې) د سقوط تر نېټې پورې حتی یوه ورځ مې هم کابل ته سفر نه درلود او دا چې له سقوط نه یوه میاشت مخکې زه کابل ته سفر وکړم او د قطر د دولت له سفارت سره لیدنه وکړم، روښانه او بې بنسټه دروغ دي.»
ښاغلي عظیمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په مستقیم ډول د اړیکې په ترڅ کې وویل چې نوموړی د خپل حیثیت د اعادې غوښتونکی دی او اروپا په تېره ایټالیا کې د قانوني مراجعو له لارې به یاده مسله تعقیب کړي.
ولې یاد سندونه جعلي دي؟
۸صبح ورځپاڼې پتېیلې ده چې د قطر د دولت رسمي سندونه ځانګړې بڼه لري چې د ایټالیايي جي ټي ۱ ټلوېزیون خپاره شوي سندونه له هغو بې برخه دي. مونږ په قطر دولت کې د باور وړ سرچینو له لارې وکولای شول تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې د قطر سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ ځانګړې کړنلاره تعقیبوي چې یوازې هغه وخت له رسمي سرلیکونو نه ګټه اخلي چې په هغه لیک کې یو له رسمي چارواکو کاپي شوی وي او یا هغه پورې اړوند وي. د بېلګې په توګه «د لومړي وزیر د مرستیال دفتر او د بهرنیو چارو وزیر» د یاد هېواد د رسمي سندونو تر لاندې په ښۍ برخه کې د «کاپي لپاره» لیکل کېږي. په ورته سندونو کې له نوم او یا د کورنۍ له نوم نه په رسمي لیکونو کې د دولتي چارواکي لپاره د کاپي کلیمې نه ګته نه اخیستل کېږي، بلکې پر ځای یې، کومې ادارې پورې چې سند اړوندېږي، یا کاپي نیول کېږي، نوم اخیستل کېږي.
له بل پلوه، د قطر د دولت رسمي ژبه، عربي ژبه ده. د دغه هېواد په ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو کې لیکونه او دولتي سندونو په عربي ژبه لیکل او ثبت کېږي. د قطر دولت یوازې په استثنايي مواردو کې په نورو ژبو د سند «د غیر رسمي ژباړه» د هغه له اصلي نسخې سره یو ځای کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیايي رسنۍ له لوري خپاره شوي درې جعلي سندونه په /فارسي/دري لیکل شوي چې دا هم د یادو سندونو د جعلي توب ښکاروندیي کوي.
د جي ټي ۱ ټلوېزیون په خپاره شویو جعلي سندونو کې له سرلیک نه ګټه اخیستنه، د قطر د دولت رسمي سرلیک ندی.
دغه راز د قطر د دولت په ټولو سندونو کې ځانګړې کړنلاره په پام کې نیول کېږي چې د ایټالیايي رسنۍ له لوري خپاره شوي جعلي سندونو کې له هغې نه کار ندی اخیستل شوی. د ۸صبح ورځپاڼې ارزونه ښيي چې د «سند رسید» یا د قطر د دولت په رسمي اصطلاح «سند الاستلام» په کاپي بڼه د باور وړ ندی او دغه راز د یادو سندونو کاپي هم د چا په واک کې نه ورکول کېږي. مګر دا چې په قصدي ډول له سند نه کاپي واخیستل شي او خپور شي.
د اطلاعاتو د برید په عصر کې جعلي او د درواغو خبرونو خپرېدل
جعلي خبر او د آوازو خپرول د بشر له تاریخ سره اوږده مخینه لري. له جعل او له آوازو نه ګټه اخیستنه بېلابېلې سیاسي، جګړییزې، اقتصادي، ټولنیز او دیني کارونې لري. د تاریخ په اوږدو کې، یو شمېر خلکو او ډلو له جعل او اوازو نه په ګټې اخیستنې، د خپلو ځانګړو موخو د تعقیب او خپلو حریفانو ته د زیان رسولو لپاره ګټه اخیستې ده.
چیني نامتو سټراټیجیسټ، سان تزو، چې د «د جګړې د هنر» په نوم نامتو کتاب لري، وايي: «د بریالیتوب لپاره د برید غوره حرکت دا دی چې دښمن د واقعي جګړې له رامنځته کېدو وړاندې له رواني پلوه له منځه یوسئ او هغوی په آرامۍ او له وژلو پرته، تر خپل واک لاندې راولئ.»
د «جعلي خبر» اصطلاح په وروستیو کلونو په تېره واک ته د امریکا د پخواني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته، په یوه ګټه اخیستونکي عبارت بدل شو. د پوهنتون ښوونکی او د سیاسي علومو او کمپیوټري مالوماتو کارپوه ډېوېډ ام جي لارز، د «جعلي خبرونو د پوهې» تر نامه لاندې په مقاله کې لیکي: «جعلي خبرونه له ساختګي اطلاعاتو نه عبارت دي چې په فورم کې د خبري رسنیو له محتوا تقلید نه کوي. کومې رسنۍ چې جعلي خبرونه خپروي، په خپل وار د خبري رسنیو د لیکنو پروسې په نظر کې نه نیسي. جعلي خبرونه، له نورو اطلاعاتي اختلالاتو سره ورته والی لري، لکه د تېروتنو اطلاعات یا هم بې لارې کوونکي، او هغه اطلاعات چې په عمدي ډول د خلکو د تېر ایستلو په موخه خپرېږي.»
په وروستیو کلونو په تېره د معلوماتي او انټرنټ د ټکنالوجیو له پراختیا او ټولنیزو رسنیو ته د عامو خلکو د ساده لاسرسي سره هممهاله، د جعلي خبرونو خپرېدل هم پراختیا موندلې ده. د دې سربېره؛ د ټولو لپاره د اطلاع رسونې د فرصتونو زیاتوالی هم د دې لامل شوی چې د اطلاعاتو د رښتیاوالي د تایید امکان هم ورو ورو، د خبرونو د باور وړ سرچینو له کنټرول نه بهر کړي. اوسمهال چې هر وګړی ځیرک ټيلفون او انټرنټ ته لاسرسی ولري، په لږ وخت کې کولای شي د نړۍ له لیرې پرتو سیمو ډېر اطلاعات خپاره کړي او په ټوله نړۍ کې یې میلیونونو مخاطبینو ته ورسوي.
ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي زیاتوالي د شهرت ترلاسه کولو او د پام وړ ګرځېدلو دود یې د دغو شبکو د پر مخ وړونکو تر منځ زیات کړی دی. دغه وضعیت د دې لامل شوی چې خلک د شهرت او یا هم په انلاین ډول د پیسو ترلاسه کولو لپاره، داسې خبرونه خپاره کړي، چې له باور او اصالت نه بهر وي. خو د ډېوېډ ام جي لارز له قوله، د فورم او جوړښت له پلوه دغه اطلاعات واقعي اطلاعاتو ته ورته والی لري، عادي مخاطب لپاره، د هغوی د جعلي او اصلي پرته والی ستونزمن کېږي. له همدې امله له یوې مودې را په دېخوا، یو شمېر ټولنیزو شبکو له هغې ډلې فېسبوک او ټوېټر تل هڅه کړې تر څو د خبري او اطلاعاتي له مهمو بنسټونو او سازمانونو سره په همغږۍ، داسې میکانیزمونه رامنځته کړي چې د هغو له لارې کېدای شي په انټرنټ کې د خپرو شویو اطلاعاتو او معلوماتو اصالت او جعلي توب په اړه پوه شو. دغې کړنلارې ته «د واقعیت ازمایل» یا په انګلیسي کې ورته «face checking» ویل کېږي.
د اطلاعاتو او خبرونو د رښتیا ازمایل مخاطبینو سره مرسته کوي تر څو د خبرونو او معلوماتو صحت او رښتیا کشف کړي. د دې تر څنګ، رښتیا ازمایل رسنیو او د اطلاع رسونې رسمي بنسټونو سره هم مرسته کوي تر څو د جعلي اطلاعاتو او خبرونو په دام کې ونه لوېږي.
ورته مهال، رښتیا ازمایل د یو شمېر رسنیو په تېره «زېړو» رسنیو کې چې د دقت پر ځای سرعت ته لومړیتوب ورکوي، لږ لیدل کېږي. له بل پلوه، یو شمېر رسنۍ په بېلابېلو لاملونو، څېړنیزو راپورونو ته کافي وخت او انرژي نه ورکوي. څېړنیز راپور جوړونه، انرژي، وخت، تخصص او زیاتو سرچینو ته اړتیا لري چې له بده مرغه یو شمېر رسنۍ له هغو نه بې برخه دي.
د دغو سندونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان یو شمېر رسنیو د جي ټي ۱ ایټالیايي ټلوېزیون د خپرو شویو جعلي سندونو د اصالت پر وړاندې پرته له هېڅ ډول رښتیا ازمایلو، هغه یې په ډېرې بېړې خپاره کړل. البته وروسته له هغې چې د یادو سندونو جعلي توب روښانه شو، یو شمېر دغو رسنیو د هغو کسانو غبرګونونه چې په دې سندونو کې تورن پېژندل شوي وو، خپاره کړل، تر څو له دې لارې له خپلو اخلاقي او تخصصي مسوولیت له بار نه لږ کم کړي. دغه راز، یاد سندونه د رسمي رسنیو د کنټرول له دایرې نه بهر شوي وو او د څو ورځو لپاره، د ټولنیزو شبکو د ګټه اخیستونکو په تېره د افغانو ګټه اخیستونکو له لوري د معتبره سندونو په توګه خپاره او بیا ځلي خپرېدل.
سیالۍ، تور لګونه او د قطر د وجهې لمنځه وړل
د تېر میلادي کال په ډسمبر کې، د اروپا د پارلمان د رییس مرستیال او د اروپايي اتحادیې درې تنه نور چارواکي، قطر ته د فوټبال نړۍوال جام د ورکړې په بدل کې له قطري چارواکو د بډو اخیستلو په تور د بلژیک د پولیسو له لوري چې د اروپايي اتحادیې دفتر هم په یاد هېواد کې دی، ونیول شول. د قطر دولت، په دغې مالي رسوايۍ کې هر ډول لاس لرل رد کړل، خو اروپايي اتحادیې اعلان وکړ چې کېدای شي یاده اتحادیه اروپا ته د قطر د ښاروندانو د ورتګ شرایط وارزوي.
یو له هغو کسانو چې په دې قضیه کې یې خپل پارلماني خوندیتوب له لاسه ورکړ، اندریا کوزولینو Andrea cozzolino نومېږي چې د ایټالیا اوسېدونکی دی او د اروپايي پارلمان غړیتوب یې درلود. په ایټالیا کې پېژندل شوی سیاسي شنونکی ښاغلی کوزولینو له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د اروپا پارلمان غړیتوب لري.
له قطر نه د بډو اخیستلو په تور د اروپا پارلمان د چارواکو د نیول کېدو قضیه د «قطر ګیت» د قضیې په توګه پېژندل شوې ده. اوسمهال په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې له هغې ډلې په ایټالیا کې د ورځې له تودو بحثونو شمېرل کېږي. د ۸صبح ورځپاڼې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د ایټالیايي جي ټي ۱ رسنۍ هم د رسنیزې همدې تودې فضا ته پام چې په اروپا کې دوام لري، یاد جعلي سندونه له کومې ارزونې او رښتیا ازمایلو پرته خپاره کړي تر څو له دې لارې د یاد هېواد د ګټو د خوندیتوب په خاطر سیاسیونو ته د بډې ورکونې اړوند د قطر په دولت پر تورونو ورزیات کړي.
البته د قطر دولت د خپل سیاسي او اقتصادي ګټو د ټینګښت لپاره د نورو هېوادونو د سیاسیونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو ابزارو ګټه اخلي. یاد هېواد په سیمه ییزو معادلو کې د حضور لپاره له افراطي ځواکونو کار اخلي. د بېلګې په توګه قطر د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرواترو د زمینې برابرولو له لارې وکړای شول، په هغو کلونو کې چې عربو رقیبانو یې د انزوا لپاره لاسونه سره یو کړي وو، په نړۍواله ډیپلوماسي کې خپل ځای پیاوړی کړی. له طالبانو او نورو افراطي ډلو سره د قطر اړیکه په واقعي ډول د یاد هېواد مالي او رسنیز رول ثابتوي. د قطر مشران په منځني ختیځ کې د دود شویو لوبو الګو تعقیبوي او پوهېږي چې له ګواښوونکو ابزارو له درلودلو پرته، د خپلو حریفو هېوادونو عربستان، متحده اماراتو، ترکیې او ایران سیمو له کړاوونو ډک ډګر ته به دننه نه شي.
څرنګه چې د قطر دولت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تر منځ د خبرواترو د کوربتوب په موده کې، د طالبانو د مذاکره کوونکو چارواکو ته لوکس کورونه او حتی څو زره ډالري تنخواوې ورکولې او تر اوسه یې هم ورکوي. سربېره پر دې، قطري شیخان له مودو راهیسې د کمیابه مرغانو د ښکار لپاره د افغانستان لودېځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي چې د دې کار او دا رنګه د خپل امنیت د ټینګښت لپاره د جمهوریت په وخت کې د افغانستان دولتي چارواکو او اوسمهال د طالبانو چارواکو ته پیسې ورکوي.
د دې تر څنګ، د فوټبال د نړۍوال جام د لوبو د تر سره کېدو په لړ کې، د بریټانیايي تیلي ګراف ورځپاڼې هغه راپور خپور کړ چې له مخې یې ویل کېدل چې د طالبانو چارواکو په قطر کې د ورزشي میلیون ډالري لوبغالو په جوړېدو کې د ودانیزو شرکتونو د رامنځته کېدو له لارې هم برخه درلوده.
د یادو شویو لاملونو او شواهدو سره سره، د افغانستان سیاسيونو ته د قطر له لورې د پېسو د ورکړې د جعلي سندونو سرچینه باید بل ځای وڅېړل شي.
د قطر دولت له ۲۰۱۷ کال راپدېخوا له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر سره له جدي سیاسي او ډیپلوماټیکو ستونزو سره مخ شوی دی. د ټولو هغو هڅو سربېره چې عربستان، متحده اماراتو، بحرین او مصر د قطر د محدودولو او هغه تند تحریمونه یې چې ولګول، قطر بیا هم وکولای شول چې له دغې غمیزې وژغورل شي او له امریکا، له یو شمېر اروپايي هېوادونو او د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي. په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په لاره اچول د دې لامل شول چې له عربي متحده اماراتو سره ددغه هېواد اړیکې نورې هم ترینګلې شي.
عربي متحده امارات کلونه راهیسې، د سیمې یو له لویو اقتصادي، ترانزیتي او تفریحي له کانونو نه دی او د هغه هېواد سیاسون هڅه کوي تر څو خپله دغه موقف وساتي. عربي متحده اماراتو په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو لارو هڅه کړې ده چې په نړۍواله کچه د قطر موقف کمزوری کړي او پرېنږدي چې یاد هېواد د سیمې د اقتصادي، ترانزیتي او تفریحي د بدیل په کانون واوړي.
د «قطر ګیت» د رسوايۍ په اړه ځینو سرچینو ادعا کړې ده چې په دې قضیه کې هم د عربي متحده اماراتو د استخباراتو لاس لرل باید تعقیب شي. له هغې ډلې، د اروپا په پارلمان کې خبریال جک پاروک، د تېر کال د ډسمبر په څوارلسمه نېټه په خپل ټوېټ کې ادعا کړې ده چې «د قطر حکومت کې واک ته یو شمېر نېږدې سرچینو» منلې چې ټول په دې باور دي چې د دغې قضیې ترشا دي.»
BREAKING: Confirmed sources close to power #Qatar have told me that in the government in Doha, "everyone believes the #UAE is behind it [hatching a conspiracy]”, in relation to the escalating corruption scandal engulfing the European Parliament. #Kaili #QatarGate
— Jack Parrock (@jackeparrock) December 14, 2022
د قطر دولت له لوري افغان سیاستوالو ته د پیسو ورکولو په اړه جعلي اسنادو کې هم کېدای شي متحده عربي امارات لاس ولري. د لندن د اقتصادي ښوونځي استاد ډاکتر اندریاس کریک لیکلي: «داسې ښکاري چې په ابوظبي (د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې) کې د قطر سیالانو په قصدي ډول ناسم مالومات افشا کړي ترڅو په افغانستان کې د دوحې ستراتيژي بې اعتباره کړي.»
It looks like #Qatar's competitors over #Afghanistan in Abu Dhabi have deliberately leaked disinfo to discredit Doha's Afghan strategy
Meanwhile, the UAE are engaging and courting both the Taliban and the old networks around the Ghani regime simultaneously https://t.co/sys2vJYBzY
— Dr Andreas Krieg (@andreas_krieg) February 2, 2023
۸صبح هم په دې باور ده چې پورتني جعلي اسناد په غیر مستقیم ډول او د متحده عربي اماراتو د استخباراتو لخوا د افغانانو په منځ کې یوه یا څو کسانو ته سپارل شوي چې د ایټالوي خبریال فیلیپو راسي سره اړیکې لري او هغه هم پر دې کس یا خلکو باور لري، چې اسناد ور سپارل شوي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د اشرف غني خلاف داسې جعلي سندونه په داسې حال کې خپرېږي چې هغه ته د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې پناه ورکړل شوې ده. البته عطا محمد نور هم په دوبۍ کې اوسېږي.
له متحده عربي اماراتو سره د اشرف غني اړیکې
متحده عربي امارات د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ په دواړو ټاکنو کې د محمد اشرف غني له اصلي ملاتړو څخه و. داسې راپورونه هم شته چې متحده عربي اماراتو په دواړو دورو کې د اشرف غني له ټاکنیزو کمپاینونو سره میلیونونه ډالره مرسته کړې وه. د افغانستان د ملي امنیت یوه پخواني جګپوړي چارواکي ۸صبح ته وویل: «متحده عربي اماراتو د ټاکنو پر مهال اشرف غني ته شاوخوا اتیا میلیون ډالر ورکړي وو، ترڅو دا پیسې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې وکاروي.»
له بلې خوا متحده عربي اماراتو هم د اشرف غني د ملاتړ لپاره نور دلایل درلودل. دوبۍ په سیمه کې د یوه مهم سوداګریز او اقتصادي مرکز په توګه، په افغانستان کې د امریکا د شتون په کلونو کې، د فاسدو افغان سیاستوالو لپاره د تفرېح او پانګونې دواړو لپاره خوندي ځای شوی و. په افغانستان کې د فساد ډېرې پیسې په پای کې له هېواده وتلې او د اماراتو په اقتصادي برخه او املاکو کې پرې پانګونه کېده. په میلیاردونو ډالر نغدې پیسې هم د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې دغه هېواد ته لېږل شوې او ان د کابل بانک په دوسیه کې هم داسې اسناد خپاره شوي چې ښيي د خلکو په سپمول شویو پیسو د کابل بانک د شریکانو له خوا په دوبۍ کې د ځانونو لپاره کورونه او ودانۍ اخیستل شوې دي. د ویکي لیکس لخوا د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو د خپرولو په بهیر کې داسې اسناد هم خپاره شول چې ښيي د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوړپوړي چارواکي له میلیونونه ډالرو نغدو پیسو ډکو بکسونو سره دغه هېواد ته تللي وو، تر څو هغه پیسې چې له فساد او رشوت څخه یې لاسته راوړې هلته یې په بانکونو کې وساتي.
په افغانستان کې د امریکا د حضور په وروستیو کلونو کې د اشرف غني د ملګرو کړۍ غوښتل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره ځینې اساسي خدمات له متحده عربي اماراتو ترلاسه کړي. د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په څو ناستو کې ویلي، چې هڅه کوي د دوبۍ له لارې د پوځ د الوتکو د رغولو او ځینو لوجستیکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. دا کار هم د فساد او اقتصادي ناوړه ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېده. ځکه چې د دې هر یوه قرارداد اندازه په کال کې سلګونه میلیونه ډالرو ته رسېده او جوته وه چې اقتصادي ګټې یې نه یوازې د اشرف غني د ملګرو بانکي حسابونه چاغول، بلکې د اماراتو اقتصاد ته یې هم لویه ګټه رسوله.
له دې وراخوا له اشرف غني د متحده عربي اماراتو ملاتړ هم د متحده عربي اماراتو او قطر تر منځ په سیمه ییزه سیالۍ کې ریښه درلوده. قطر له ۲۰۱۰ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و او دا د متحده عربي اماراتو لپاره یو سخت ګوزار و چې ځان د طالبانو پخوانی او دودیز متحد ګڼي او له هغو درېیو هېوادونو څخه و چې د لومړي ځل لپاره یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې دغه ډله په رسمیت وپېژندله. هغو نېږدې اړیکو ته په پام سره چې متحده عربي اماراتو له حقاني شبکې او د طالبانو له یو شمېر سوداګریزو کړیو سره یې لرلې/لري یې، په طبیعي توګه، اماراتو تمه لرله چې په هغه هېواد کې به د طالبانو کوربتوب وکړي او د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په بهیر کې به جدي رول ولوبوي. خو داسې ونه شول او قطر په دې برخه کې برلاسی شو.
اوس په داسې حال کې چې د دوحې له هوکړې او د قطر په سیاسي او اقتصادي ملاتړ سره یو ځل بیا طالبان پر افغانستان واکمن شوي، متحده عربي امارات د امریکا او طالبانو تر منځ د سیاسي مذاکراتو په بهیر کې د قطر رول او دریځ د بدنامولو په لټه کې دي او له دې فضا د خپلې زیاتې ګټې پورته کولو هڅه کوي.
خو له تېښتې وروسته اشرف غني په ابوظبۍ کې پناه واخیسته او هیله یې لرله چې د طالبانو په حکومت کې به د اماراتي شهزاده ګانو په ملاتړ برخه واخلي او یا به د نړۍوالې ټولنې تر فشار لاندې پر طالبانو تپل شوي احتمالي ټولګډونه حکومت کې برخه واخلي. متحده عربي امارات ان غواړي چې اشرف غني په افغانستان کې د خپل رول لپاره د معامله کوونکي په توګه وکاروي. طالبان چې له متحده عربي اماراتو سره پخوانۍ اړیکې لري او په مالي او سیاسي ملاتړ کې د دغه هېواد له مالي ظرفیته خبر دي، دا ځل یې هم هڅه کړې چې د متحده عربي اماراتو رضایت ترلاسه کړي. د روان کال په غبرګولي میاشت کې د کابل، کندهار او هرات د هوايي ډګرونو مدیریت د متحده عربي اماراتو شرکت «ګاک» ته وسپارل شو، په داسې حال کې چې قطر او ترکیې هم د کابل د هوايي ډګر د مدیریت د ترلاسه کولو هڅې کولې. دا تړون د طالبانو له لوري ملا برادر لاسلیک کړی، چې ویل کېږي د جمهوري دورې له مشرانو سره تماس نیولو ته لېواله دی او له متحده عربي اماراتو سره هم اړیکې لري.
په پیل کې، کله چې د طالبانو ډلې په داخلي جوړښتونو کې لا نور شکونه موجود وو او د «ټولګډونه حکومت» د جوړولو او د جمهوریت په دوره کې زورواکو ته د ونډې ورکولو امکان موجود و دا د ډېرو معامله ګرو سیاستوالو تر منځ د هیله مندۍ لامل شو، اشرف غني هم هڅه کوله چې په خپله چوپتیا او ځینو څرګندونو سره طالبانو ته د پخلاینې پیغام ورسوي. هغه ګومان کاوه چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ، د جمهوریت په حکومت کې د هغه خپل ځای، هغه ملاتړي چې اشرف غني د غیر طالب غولېدونکې ډلې په منځ کې درلودل، که دوی د طالبانو په وړاندې د خپلی ډلې سره یو ځای شي، ښايي هغه یو ځل بیا د طالبانو په «ټولګډونه حکومت» کې په یوه مهمه سیاسي مهرې بدل کړي. نوموړي د طالبانو د جنایتونو او دې ډلې ته د هېواد د تسلیمولو پروژې په وړاندې د اوږدې مودې لپاره چوپ پاتې شو او کله یې چې د خبرو کولو لپاره خوله خلاصه کړه، نو په طالب ډوله مخ (اوږدې ږیرې) سره راښکاره شو. د وخت په تېرېدو څرګنده شوه هغه ملاتړ چې فکر یې کاوه سیاسي صحنې ته د راستنېدو لپاره مهم دی، خیالي و او د یوه نفوذ لروونکي سیاستوال په توګه د هغه فرصت په هغه ورځ پای ته ورسېد چې پرېکړه یې وکړه خپل ژوند ته په خپل ماموریت ترجېح ورکړي او هېواد پرېږدي؛ یا هم ښايي ډېر پخوا، کله چې یې د جمهوري نظام وروستۍ خښتې هغه په یوازیتوب او نه انعطاف منلو سره ونړولې او د جمهوریت د پلویانو تر منځ یې د اجماع رامنځته کولو پر ځای له حقانیانو سره تماس ته ترجیح ورکړه، خپل فرصتونه یې وسوځول. دا خبره به وخت ثابته کړي چې ایا متحده عربي امارات به په راتلونکي کې د قطر پر وړاندې په سیمه ییزه سیالۍ کې له اشرف غني کار واخلي او کنه.
ایټالوي خبریال ته به کومو کسانو جعلي اسناد چمتو کړي وي؟
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د جعلي خبرونو او افواهاتو کارول په بشري ټولنو کې اوږده مخینه لري. په افغانستان کې هم د «سرچوک خبرونو» په نامه یوه اصطلاح شته. د «سرچوک خبرونه» هغه معلومات دي چې د عامو خلکو په منځ کې خپرېږي او د یوه او بل له خولې اورېدل کېږي. اوس مهال د «سرچوک خبرونو» په ټولنیزو رسنیو او ان رسمي رسنیو کې نفوذ کړی. اوس د افغانستان د یو شمېر عامو وګړو تر منځ دا معمول شوی چې کله غواړي د «سرچوک خبرونو» په اړه خبر شي، دوی یو له بله پوښتنه کوي چې په «فېسبوک» کې څه تېرېږي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او له منځه تلو مخکې، افغان حکومت او طالبانو دواړو د خپلو ګټو لپاره له افواهاتو، جعلي خبرونو او جعلي شمېرو ګټه پورته کوله. په تېرو دوه ویشتو کلونو کې د خبریال په توګه زما تجربه ښیي چې د افغانستان د ملي امنیت په پخواني ریاست کې هم ځینو کړیو له افواهاتو او جعلي خبرونو د بېلابېلو موخو لپاره کار اخیست او ان د دې ادارې په د ننه کې ځینې کړۍ د دغه ډول فعالیتونو د برابرولو او اجرا مسوولیت درلود.
د تېرو تجربو له مخې د دغو اسنادو د جعل او خپرېدو په اړه څلور امکانات شته:
لومړی) د اشرف غني د ملګرو کړۍ یا د اشرف غني، محب او فضلي مثلث؛
دوېيم) امرالله صالح او هغه ته نېږدې کړۍ؛
درېیم) په امریکا پورې تړلې استخباراتي کړۍ؛
څلورم) طالبان؛
۱ـ د اشرف غني د ملګرو کړۍ: د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال دې کړۍ د صلاحیتونو او اساسي امکاناتو لویه برخه په لاس کې لرله او دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ناکامۍ او سقوط له اصلي عواملو څخه و. دوی د اشرف غني د باور په ګټلو سره، مهمې دولتي ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او ان د افغان حکومت یو شمېر ادارې یې د خپلو منځګړو په وسیله د پیسو په بدل کې افرادو او اشخاصو ته وسپارلې. دا چې دغه کړۍ اوس هم د عمر له پلوه ځوانه ده، نو فکر کوي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په صورت کې دوی ته لا هم د سیاست کولو چانس شته. دا کړۍ داسې انګېري چې اشرف غني که هر څومره په عامه ذهنیت کې لا بدنامه شي دا د دوی په ګټه ده او دا کار یې مسوولیت کموي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د فساد او بې کفایتۍ اصلي تورونه اصلي کس ته متوجه کوي چې اشرف غني دی. البته لیکوال په هېڅ صورت د اشرف غني د برائت اراده نه لري. اشرف غني په فساد او درغلیو مشهور و او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په زوال او سقوط کې یې له رول لوبولو انکار نشي کېدای.
د دغو اسنادو له خپرېدو وروسته لیکوال د افغانستان د ملي امنیت له دوو پخوانیو چارواکو سره چې د اسنادو د جعل او افواهاتو د خپرولو اصلي طراحان وو، تماسونه ونیول. د موضوع د حساسیت له امله د دغو کسانو د نومونو او شهرت له ویلو ډډه کوم. يادو دواړو چارواکو د اشرف غني د حوارینو له خوا د دغو اسنادو جعل کول رد کړل. د دوی څخه یو یې وویل: د اشرف غني د حوارینو «د پارسي/دري سواد تر دې حده نه دی چې د داسې غښتلي متن لیکلو توان ولري.» دغو دوو سرچینو همدا راز ټینګار کړی، چې له ښاغلي اشرف غني سره د دوی د نېږدې پیژندګلوۍ له امله که قطر یا نورو سرچینو ورته پیسې استولې، «خپله ښاغلي غني یا د هغه میرمنې به ترلاسه کولې». د دوی په وینا، «اشرف غني د پیسو لالچی وو او د پیسو په معامله کې یې له خپلې مېرمنې لورا غني پرته په بل چا باور نه کاوه».
په زړه پورې دا ده چې د عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور له خپلوانو سره د خبرو پر مهال هم د ورته ځواب سره مخ شوم. د ښاغلي عطا نور د نېږدې کسانو څخه یوه یې راته وویل: «که د قطر حکومت عطا محمد نور ته پیسې هم ورکړي وي، ښايي ښاغلي نور دغه پیسې د خپل زوی خالد نور له لارې ترلاسه کړې وي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم غړی و او د خبرو اترو پر مهال یې ډېره موده په دوحه کې تېره کړې وه.» د عبدالرشید دوستم دوو نېږدو ملګرو هم راته وویل چې کله به خبره د «استخباراتي پیسو، سیاسي سوغاتونو او اوپراتیفی پیسو» شوه، ښاغلی دوستم به یې د ترلاسه کولو لپاره په خپله تللو او یا به یې د اخیستلو لپاره خپل زامن لېږل.
۲- امرالله صالح او هغه ته نېږدې کړۍ: امرالله صالح چې د اشرف غني په وخت کې د ولسمشر مرستیال و، هم د حقایقو په جعل کولو او د افواهاتو په جوړولو مشهور و. له دې امله چې ښاغلی صالح په استخباراتي فعالیتونو کې اوږده تجربه لري، ځینې په دې باور دي چې د قطر د حکومت له خوا د پیسو د ورکړې په تړاو جعلي اسناد ښايي د ده او د هغه د نېږدې ملګرو له خوا جوړ شوي وي.
ښاغلي صالح ته د نېږدې سرچینو په وینا، نوموړی هم هڅه کوي چې د افغانستان د عامه کړکېچنې فضا څخه په استفادې د دغه ډول کړنو په ترسره کولو سره خپل «سیاسي مخالفین» بدنام کړي. لکه څنګه چې عطاء محمد نور هم په خپله ټوېټر پاڼه کې د دغو اسنادو د خپرېدو په غبرګون کې ښاغلی صالح او د هغه نېږدې کړۍ په غیر مستقیم ډول تورنې کړې. هغه لیکلي: «زه په دې کې شک نه لرم چې په دې دسیسو کې د ځینو بهرنیو کړیو ترڅنګ، د جمهوریت دروغجن او فاسد د اطلاعاتو څښونکو لاسونه هم شامل دي.»
د «اطلاع نوش» کلمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې مشهوره شوه او په ډېرو مواردو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او یو شمېر افغان سیاستوالو لخوا د امرالله صالح لپاره د پېغور د لقب په ډول کارېدله.
په داسې حالت کې چې ښاغلي صالح ته لاس رسی ممکن نه دی او سره له دې چې د دې احتمال څېړل چې ښاغلی صالح یا د هغه نېږدې ملګري د دغو اسنادو په جعل کولو کې لاس ولري او یا نه، همدا رنګه د ښاغلي نور ادعا ته د غبرګون تر څنګ زه په دې و نه توانېدم چې په دې هکله کره معلومات ترلاسه کړم. البته، که د دې احتمال هم وي چې ښاغلی صالح او هغه ته نېږدې کړۍ د دغو اسنادو په جعل کولو کې لاس ولري، داسې نه ښکاري چې هغه به یې تایید او یا رد کړي. یوازینی کس چې په دې برخه کې مرسته کولی شي ایټالوی ژورنالیست فیلیپو روسي دی چې د څو ځلي ټلیفونونو سره سره زه ونه توانیدم د کیسې حقیقت د هغه څخه وپوښتم.
۳- په امریکا پورې تړلې استخباراتي کړۍ: د وضعیت یو شمېر څارونکي او د افغانستان د مخکیني حکومت ځینې چارواکي تصور کوي چې په امریکا پورې تړلې ځینې استخباراتي کړۍ د اسنادو د جعل له لارې هڅه کوي چې له یوې خوا عامه افکار د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د هوکړې په پایله کې او دغه راز له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په پایله کې له رامنځته شوي وضعیته چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سقوط لامل شو او طالبان واک ته ورسېدل، واړوي. له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د یوه غړي په وینا، دغه کړۍ هڅه کوي د «فساد د مسألې په پلمه کولو» سره د خپل مسوولیت بار کم کړي او د طالبانو بیا واکمنېدل د «فساد» په مسألې پورې وتړي. د مرکچي پلاوي دغه غړي چې نه غواړي هويت یې په ډاګه شي، وويل: «دا سمه ده چې اداري فساد د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط يو لوی لامل و، خو اصلي لامل يې د دوحې هوکړه وه ،چې د ټرمپ ادارې لخوا لاسلیک شوه او د بایډن ادارې لخوا پلي شوه.»
د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دولت کې د اداري فساد موضوع یو لوی او جدي بحث دی او د افغانستان د حالاتو یو شمېر څارونکي او شاهدان یې هم په چټکۍ سره د افغان حکومت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼي. بل خوا، د افغان حکومت یوه پخواني چارواکي راته وویل: «په افغان دولت کې فساد د سقوط لامل نه، بلکې د یووالي او دوام لامل و.»
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو هم د خپلو خاطرو د کتاب په خپرولو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د سقوط لوی لامل اداري فساد وباله. په دې لړ کې، هغه اشرف غني د «ستر درواغجن یا مطلق غولوونکي» په توګه معرفي کړ او هغه یې «د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ» وباله.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکايي پوځیانو د ملاحظې په پام کې نیولو پرته له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د اېستلو پرېکړه کړې وه. د نيويارک ټايمز په ګډون امريکايي رسنيو رپوټ ورکړى و، چې ټرمپ د دغه هېواد جګپوړو پوځي قوماندانانو ته امر کړى و چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې له ټاکل شوي وخته مخکې له دغه هېواده ووځي. د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړه د ټرمپ د ادارې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په حضور کې لاسلیک شوه. که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال ترسره نه شول، بلکې دا بهیر واک ته د جوبایډن په رسېدو سره پېل او د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای او د اشرف غني له تېښتې شپاړس ورځې وروسته په ناوړه ډول سره پیل او پای ته ورسېد.
ټرمپ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو پرېکړه ان د سویلي اسیا د هېوادونو لپاره د واشنګټن د سټراټېژۍ خلاف کړې وه. په داسې حال کې چې دغه هېواد په هغه وخت کې په افغانستان کې د خپل حضور تګلاره څوارلس کلنه تعریف کړې وه او ویلي یې وو، چې امریکا متحده ایالتونه ترهګرۍ شبکې په ځانګړې توګه طالبان جدي ګواښ ګڼي او که دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره نه شي، نو د دغې تګلارې پر بنسټ به له منځه یوړل شي.
ډیری کسان د دوحې هوکړه او ورپسې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د امریکا باور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط اصلي لامل ګڼي. اوس چې د یو نیم کال په تېرېدو سره دا څرګنده شوه چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی او د دوحې د هوکړې برعکس هغه کسان چې د اسلامي امارت په غار کې یې پناه اخیستې ده، ښايي په نېږدې راتلونکي کې د سیمې او نړۍ لپاره لوی سرخوږی رامنځته کړي. په لوېدیځ کې ځینو کړیو د خطر زنګ وهلی دی. له همدې امله او په افغانستان کې روانې غمیزې ته د جوبایډن د ادارې نه لېوالتیا او دغه راز د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو هڅو ته په پام سره چې له افغانستانه د وتلو په اړه د جوبایډن پریکړه په رسمي توګه څېړي، ښايي ځینې امریکايي استخباراتي کړۍ هڅه وکړي چې په جعل کارۍ او د عامه افکارو په اړولو سره، د افغان حکومت ړنګېدل او د طالبانو بیا واکمنېدل په افغان حکومت کې په «فساد» او دغه راز د اشرف غني د مشرتابه په ځانګړتیاوو پورې وتړي. ښکاره ده، چې د نظام سقوط او د طالبانو راستنېدل ناببره نه وو او ملامتي یې پر یوه کس نه شي اچول کېدای، ان که هغه کس اشرف غني وي یا جوبایډن. دا ډول سیاسي بدلونونه د ډیرو کورنیو او بهرنیو ټولنیزو-سیاسي عواملو په پایله کې د کلونو په اوږدو کې رامنځته کېږي. پر بهرنیو لوبغاړو سربېره، ټول ځواکونه، بنسټونه او سیاسي قشرونه چې د اسلامي جمهوریت په اډانه کې یې کار او سیاست کړی، په ناکامۍ کې ښکیل وو.
بې له شکه چې د دولت د مشرتابه او هغو کسانو رول چې صلاحیت او پر وضعیت یې د اغېز کولو لپاره پراخ او ژور امکانات لرل، د خپلو مقامونو او صلاحتونو په اندازه څرګند دی. په ځانګړې توګه کله چې یو ملت د سقوط او درېدو پر دوه لارۍ ولاړ وي، د مشرتابه رول مهم دی. هغو مشرانو چې خپل ټولنیز او سیاسي اعتبار یې لیلام کړی نه و او په عین حال کې له لازمې وړتیا او ځیرکتیا هم برخمن وو، د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې یې په حساسو پړاوونو کې کولای شول چې د دسیسو او سترو خطرونو پر وړاندې ودرېږي او د افغانستان خلک د ژغورنې لارې ته رهبري کړي. خو اشرف غني نه لازم ټولنیز او سیاسي اعتبار درلود او نه د خطر د درک کولو وړتیا او د رهبرۍ هوښیارتیا.
۴- طالبان: بله احتمالي سناریو دا ده چې په ایټالوۍ ټلوېزیوني شبکې جي ټي ۱ کې خپاره شوي جعلي اسناد د طالبانو د استخباراتي کړیو لخوا ایټالوي خبریال ته لېږل شوي وي. د طالبانو د استخباراتو ریاست، چې د طالبانو په جوړښت کې یو مهم بنسټ دی، په تېرو دوو لسیزو کې دا ډول پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي. د بېلګې په توګه، د طالبانو له راتګ وروسته د دغې ډلې غړو د افغان حکومت د پخوانیو چارواکو د کورونو ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل او له دغو کورونو نه یې د میلیونونه ډالرو پيسو او لسګونه بوتله شرابو د ترلاسه کولو ادعا کړې وه. په دې ټینګار سره چې د جمهوريت په دوره کې فساد یوه عامه پدیده وه او د جمهوريت ځینو فاسدو چارواکو ممکن د دې توان نه درلود چې نغدې پیسې له خپلو کورونو نه خوندي ځای ته ولېږدوي، هغه ویډیوګانې او عکسونه چې طالبانو د دوی له د ننه کېدو وروسته د پيسو د موندلو په تړاو خپارل کړل، هم د عامه افکارو د اړولو او جعل کارۍ یوه برخه ګڼل کېدای شي.
لیکوال په دې باور دی چې د نړۍوالو فشارونو ورځ تر بلې زیاتېدو او د طالبانو له تګلارو او کړنو د نړۍوالو نا خوښۍ ته په پام سره، د داسې اسنادو خپرول چې وکړای شي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او په هغه کې د ښکېلو کسانو فساد او نا کارندوالی رابرسېره کړي، د طالبانو د واکمنۍ په ګټه دي. لکه څنګه چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم په یو لړ ټوېټونو کې ویلي دي: «زه وروستۍ افشاګرۍ په ټوله کې د جمهوري نظام د بدنامولو او د طالبانو امارت ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې د هغوی د سپینولو لپاره د استخباراتي لابي ګریو یوه برخه ګڼم.»
له بلې خوا په هغو ورځو کې چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ اختلافونه زیات شوي وو او د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو د نړیوالې ټولنې بې ساری پام ځان ته اړولی و او افغانستان د خبرونو سرټکی ګرځيدلی و او په کورنیو کړیو او د افغانانو په منځ کې د طالبانو د ارتجاعي تګلارو په تړاو بحثونه تاوده شوي وو، د داسې اسنادو خپرېدل د تفریح د زنګ په څېر دي چې پر طالبانو تبلیغاتي فشار کمولای شي. په تېرو څو ورځو کې د افغان حکومت د هغو پخوانیو چارواکو نوملړ هم خپور شو چې په شېرپور سیمه کې یې ځمکې اخیستې وې او افغان رسنۍ دوه اوونۍ په پرلپسې توګه پرې بوختې وې.
له همدې امله د جي ټي ۱ ټلویزیون د جعلي اسنادو په خپرولو کې د طالبانو یا د دې ډلې د ملاتړو کړیو د لاس لرلو احتمال تر نورو احتمالانو زیات ښکاري. احتمال لري هغه بهرنۍ کړۍ د دغو اسنادو په خپرولو کې لاس ولري، چې په واک کې د طالبانو ډلې پاتې کېدو ته لېوالتیا لري او غواړي چې شته وضعیت د یوې منځمهالې دورې لپاره دوام ولري او یا ځينې طالبان چې منځلاري یې بولي، د هېواد اداره په لاس کې واخلي. هغوی د جمهوریت د دورې د مشهورو مشرانو د فساد او پیسو سپينولو د مسألې په راپورته کولو سره، پر طالبانو د فشارونو په اوج کې هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو او د طالبانو د مخالفینو تر غوږونو دا خبره ورسوي چې هغوی چې نن د طالبانو بدیل ښکاري، هم د دفاع وړ کارنامه نه لري.
ښکاره خبره ده چې سیاستوال او استخباراتي کړۍ په دې ډول تبلیغاتي کمپاینونو کې ډېر مهارت لري او پوهېږي چې د ښکاره جعلي خبر خپرول هم په هغه صورت کې چې تجربه شوي او لیدل شوي واقیعت ته اشاره وکړي، د ذهنونو په بدلولو کې اغېزناک پرېوځي. له همدې امله، د جي ټي ۱ په ټلویزیوني شبکه کې د خپرو شویو اسنادو چې د قطر په ډیپلوماسۍ کې په غیر معمولي ژبه او ډول چمتو شوي وو او د نه ريښتینوالي ګڼې نښې پکې پيدا کېدای شوې، واقیعت ته د ورته والي او دا چې د جمهوريت دورې د سیاسي مشرانو تر منځ د بډې اخیستو او اختلاس خبره عامه وه، ډیر هرکلی وشو او په رسنیو کې یې ګرم بحثونه راپورته کړل چې د طالبانو په ګټه تمام شول.