د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين تېره چهارشنبه د شمالي وزيرستان په دته خيلو سيمه کې يوې لويې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې د افغانستان امن د نړۍ امن دی او د افغانستان د سولې په برخه کې که افغان حکومت او طالبانو وغواړي، ياد غورځنګ چمتو دی چې ترمنځ يې منځګړيتوب وکړي.
پښتين دغه څرګندونې د روان کال د غبرګولي په پنځمه د شمالي وزيرستان په دته خيلو سيمه کې د خړ کمر پېښې د قربانيانو په ياد جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
دوه کاله وړاندې د مې په ۲۶مه د شمالي وزيرستان دته خيلو سيمې په خړ کمر کې د پاکستان پوځ په ډزو کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۵ تنه ټپيان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې غونډه کې ويلي چې، «نن موږ نه يوازې د خړ کمر د پېښې د شهيدانو او شهيد سردار عارف وزير ياد تازه کوو، بلکې د خپل قام سره کړې هغه ژمنه هم تازه کوو چې د قام او وطن ژغورنه به کوو.»
په غونډه کې د ياد غورځنګ نورو مخکښو غړو په خپلو ويناوو کې وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به هېڅکله د خړ کمر پېښه او د عارف وزير وژنه هېره نه کړي.
د ياد غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په خپله وینا کې د سردار عارف وزیر د مبارزې او سرښندنو په اړه وينا وکړه او ويې ویل چې یو ځل بیا د افغانستان «د ماتولو هڅې کېږي». داوړ په خپلو خبرو کې په سيمه کې د امن او سولې پر ټينګښت ټينګار وکړ او له افغانستان سره د ټولو سوداګريزو پولو د پرانيستلو غوښتنه يې وکړه.
د يادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړی علي وزير هم له اوږدې مودې راهيسې د پاکستان پوځ له لوري د نامعلومو لاملونو له امله په زندان کې دی او د نوموړي د خوشې کولو لپاره د ياد غورځنګ هڅو تر دې دمه کومه پايله نه ده ورکړې.
پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د پښتنو د بشري حقونو د تر لاسه کولو او ژغورلو په موخه جوړ شوی غورځنگ دی چې په ۲۰۱۸ لمريز کال کې رامنځته شو. د دې غورځنګ مشر د وزيرستان اوسېدونکی منظور احمد پښتين دی.