۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې سیمهییز ټرانزیټ او نښلون له افغانستان پرته ناشونی دی.
مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې سهشنبه د غويي پر ۱۱مه د کابل پولیتخنیک پوهنتون زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې کاسا زر او ټاپي په څېر لویې پروژې او سیمهییز ټرانزیت له افغانستان پرته ناشونی دی او دوی د دغو پروژو د عملي کېدو غوښتونکي دي.
نوموړي هېوادونو او لویو شرکتونو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یو شمېر کورني او بهرني سوداګر له افغانستانه ووتل.
طالبانو له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له بهرنیو شرکتونو د پانګونې غوښتنه کړې وه.