۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې سیمهییزو سرچینو د دغه ولایت په فضا کې د یوې بېپیلوټه الوتکې له ګزمې خبر ورکړی دی.
سرچینو سهشنبه ماښام د غويي پر ۱۱مه ویلي چې دغې بېپیلوټه الوتکې څو شېبې مخکې ګرځېدل راګرځېدل پېل کړي دي.
بل پلوه، یوې بلې سرچینې هم منلې چې نن ماسپښین هم د څو شېبو لپاره یوه بېپيلوټه الوتکه د نیمروز په فضا کې لیدل شوې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه له کوم ځایه او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته ننوتې ده.
په نیمروز کې ځايي طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ډرون الوتکو د ګزمو په تړاو راپورونه خپاره شوي و.