۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له اروپايي هېوادونو سره د «مثبت تعامل» غوښتنه کړې ده.
ارګ چهارشنبه د سلواغې پر ۱۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د مولوي عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې طالبان له نړۍ په ځانګړي ډول له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې سره «نېکې اړیکې» او «مثبت تعامل» غواړي.
نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه شته.
هغه ادعا کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې جګړه، فساد او نشهيي توکي له منځه تللي.
ورته مهال، په دې لیدنه کې نیکلاسن په قرغیزستان کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د غونډې جوړېدو خبر ورکړی دی.
د نوموړي په خبره، دا ناسته به په نږدې راتلونکې کې جوړه شي او د افغانستان په اړه هم پکې بحث کېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دې غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده په داګه کړې.
مولوي عبدالکبیر داسې مهال له اروپايي هېوادونو سره د تعامل غوښتنه کړې چې نن د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد «د اسلامي نظام پیاوړتیا او ملي وحدت» په نوم یوې غونډې ته ویلي چې پر طالبانو سیاسي فشارونه اغېز نه لري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو سره د «تعامل» د څرنګوالي په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړی چې پکې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ګومارنې غوښتنه شوې ده.