۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو په دوام کې، د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال په دې وروستیو کې د دې ډلې پر وړاندې د بایډن حکومت پر تګلارې او غیر فعاله کړنو نیوکه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې مک کال د جمعې په ورځ د اګست په ۱۲مه لیکلي چې د بایډن اداره د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د “غیر انساني” او “وحشتناک” چلند او له افغاني ټولنې څخه د هغوی د لرې کولو په وړاندې چوپه خوله پاتې ده.
مک کال په دغه لیک کې ویلي دي: «د بایډن له ژمنې سره سره چې له طالبانو به حساب اخلي، د طالبانو د چارواکو لپاره د ویزو محدودیتونه د طالبانو له خوا له ښځو او نجونو سره د وحشتناک چلند په وړاندې یوازینی ځواب و. زه له حکومت څخه غواړم چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د غیر انساني چلند په وړاندې د ځواب ویلو لپاره نور مهم ګامونه پورته کړي.»
نوموړي په دغه لیک کې پر طالبانو د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د استازو جرګې مشر هم ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو بې برخې دي او په زور ودونو ته اړ کېږي.
د مک کال په وینا په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعان د طالبانو له خوا ځورول کېږي، زنداني کېږي او وژل کېږي.
په هر صورت، هغه زیاته کړه: “زه د طالبانو لخوا له ټولنې څخه د افغانو مېرمنو او نجونو د ایستلو په اړه د حکومت د خاموش غبرګون په اړه اندېښمن یم.”
د يادونې وړ ده، چې دا مهال اته طالب چارواکي امريکا ته له ننوتو منع شوي دي. په داسې حال کې چې د دغه امریکايي چارواکي په وینا، د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا پر هغو ۵۰۰ چارواکو سفري بندیزونه ولګول چې د ډیموکراسۍ د تحقق خنډ وو.
طالبانو تر اوسه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د امریکا د ولسي جرګې د رییس د دغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او د نجونو د ښوونځیو دروازې یې له نېږدې دوو کلونو راهیسې تړلې دي.
باید وویل شي، چې امریکا او طالبانو په وار وار یو بل د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
په دې وروستیو کې د دې هوکړې د درې کلنې کلیزې په تېرېدو سره طالب چارواکو ویلي چې امریکا د دوی له رژیم سره د هېوادونو د اړیکو مخه نیسي.