د طالبانو د بیاځلي حاکمیت وروسته، د ترهګرو په نړۍوال مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه اوازې زیاتې شوې دي. په دې منځ کې، داعش یو له پېژندل شویو نومونو نه دی چې په تېرو دوو کلونو کې تل د ژبو پر سر و او د واک د پیاوړتیا په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دي. دغې ډلې تر دا مهاله پر بېلابېلو ښارونو وژونکي بریدونه کړي دي. د ۸صبح د ورځپاڼې د ارزونې پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې په مجموعي ډول ۸۸۱ تنه چې ډېری یې ملکیان وو، د داعش په بریدونو کې وژل شوي او یو زرو او ۴۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د خراسان داعش څانګې د طالبانو د بیاځلي واک ته له رسېدو وروسته، د لږترلږه ۵۷ بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دې بریدونو کې، ښوونیز مرکزونه، جوماتونه، غونډې، ډیپلوماتیک ځایونه، بهرني ښاروندان او په کابل، بلخ، هرات، کندز، ننګرهار، کنړ، فراه، سمنګان او بدخشان کې د طالبانو مواضع تر هدف لاندې نیول شوې دي. له هغه سره هممهاله، د دغو بریدونو د زیاتوالي په اړه ډېرې اندېښنې او ګواښونه شته، په تېره دا چې داعش د پولې هاخوا بریدونو په اړه چمتوالی ښودلی دی. دغه راز د ترلاسه شویو مالوماتو پر بنسټ، د طالبانو له کړنو نه ډېری ناراضي جګړه ماران (انصارالله) چې شمېر یې شاوخوا زرو تنو ته رسېږي، تازه د خراسان داعش تشکیل سره یو ځای شوي دي. سربېره پر دې، چې دا مهال د داعش له شتون نه انکار هم نه شي کولای، داعش کمزورې ډله بولي او باور لري چې یو شمېر هېوادونه دغې ډلې لپاره تبلیغات کوي.
۲۰۲۱ میلادي کال؛ د طالبانو بېرته راتګ او د داعش د بریدونو د تازه پړاو پيل
د ۸صبح ورځپاڼې ارزونه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، داعش د یاد کال تر پای پورې په کابل، ننګرهار، کندز او کندهار کې لږترلږه ۱۵ بریدونه ترسره کړل. د راټولو شویو شمېرنو پر بنسټ، په یادو بریدونو کې د طالبانو د ځواکونو او غیر پوځیانو په ګډون ۳۸۱ تنه چې ډېری یې شیعه مذهبه هزاره ګان وو ووژل شول او ۵۲۷ نور ټپیان شول. د ۱۵ بریدونو له ډلې، لږترلږه اووه بریدونه یې پر طالبانو ترسره شول. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د کابل په سقوط سره، د کابل هوايي ډګر په دروازه کې یو ځانمرګی برید رامنځته شو چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست او بریدګر کس عبدالرحمان لوګري نومېده. په یاده پېښه کې د ۱۸۷ غیر پوځیانو په ګډون ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او نېږدې ۳۰۰ نور غیرپوځیان ټپیان شول.
طالبانو تر ډېر وخته پورې په خپلو خبري ناستو کې په هېواد کې د خراسان داعش څانګې له شتون نه انکار کاوه تر دې چې د یاد کال د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې، ننګرهار کې د طالبانو په پوځي موټرو پینځه پرلپسې بریدونه ترسره شول چې په ټوله کې شپږ تنه ووژل شول او ۲۰ نور چې ډېری یې د طالبانو ځواکونه وو، ټپیان شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوې خبرې ناسته کې وویل چې د ننګرهار بریدونه به په افغانستان کې د داعش وروستي بریدونه وي، خو په دقیق ډول د یادې میاشتې په ۲۲مه، د طالبانو د سرحدي لوا پوځي موټر په جلال اباد کې تر برید لاندې راغلل. دغه راز د اکټوبر په ۳مه نېټه، د کابل ښار پر عیدګاه جومات ځانمرګی برید ترسره شو چې په هغه کې لږترلږه اته تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول. د ذبیح الله مجاهد د مور د ځنازې پر مراسمو چاودنه وشوه. له هغې وروسته د اکټوبر په ۵مه نېټه، د طالبانو ډلې په پغمان ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړل چې په لړ کې یې څلور تنه له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شول. په یاد عملیات کې چې پر یوه هستوګنیز کور ترسره شول، د یوې کورنۍ اته تنه غړي هم ووژل شول. په دې ترتیب سره طالبان د داعش د انکار له مرحلې تېر شول او ددې ډلې پروړاندې د عملیاتو ترسره کولو ته یې مخه کړه.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر شیعیانو/هزاره ګانو د داعش لومړنی برید د اکټوبر پر ۸مه نېټه، د ګذرسیداباد په جومات کې ثبت شو. دغې ډلې د کندز ولایت په خان اباد بندر کې د جمعې د لمانځه په وخت کې د تشیع په عبادت ځای ځانمرګی برید ترسره کړ چې د بې پولې ډاکترانو د شمېرنو پر بنسټ، په یاد برید کې ۵۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شول. د کندز له برید یوه اوونۍ وروسته، د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه، کندهار هم د دوو خونړیو بریدونو شاهد و. دا ځلي هم هدف شیعه لمونځ کوونکي وو. د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه فاطمیې د برید په پایله کې، د ۶۸ تنو لمونځ کوونکو وژل کېدل او د ۶۰ تنو ټپي کېدل تایید شول. طالبانو پر دغه ځای د برید ترسره کول «لوی جنایت» وباله او هغه یې وغنده. داعش انس خراساني او ابوعلي البلوشي ددغه برید د مهاجمانو په توګه معرفي کړل.
د دې پر دوام د داعش ډلې د کندهار له پېښې سره له ۱۸ ورځو واټن وروسته، په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون هم تر برید لاندې راوست. د داعش وسله والو مهاجمانو چې شمېر یې پينځه تنه اعلان شو، د سې شنبې په ورځ، د نوومبر په ۲مه نېټه، په دې روغتون برید وکړ او د روغتون په انګړ کې د دوو ځانمرګو بریدونو له ترسره کولو وروسته، له طالب جګړه مارانو سره ونښتل. د رویترز د راپور پر بنسټ، په کابل کې د طالبانو د قول اردو د قوماندان مولوي حمدالله مخلص په ګډون، ۱۵ تنه پکې ووژل شول او ۲۳تنه طالبان پکې ټپیان شول.
دغه راز په یاد کال کې د داعش ډلې د نوامبر په ۱۷مه د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د نقاش د موټرو په تم ځای کې د دوو چاودنو چې د تلفاتو دقیق شمېر یې خپور نشو او د ۲۰۲۱ کال د دسامبر په ۱۰مه نېټه په درېیمه او شپږمه حوزه کې د درېیو چاودنو چې طالبانو یې د دوو تنو د وژل کېدو او څلور تنو ټپیان کېدلو شمېر اعلان وکړ، پر غاړه واخیست.
۲۰۲۲ میلادي کال او په مرکزي اسیا برید
د ۲۰۲۲ کال له پیل سره، په هېواد کې شاوخوا ۳۴ بریدونه ترسره شول چې یو شمېر یې په داعش ډلې پورې اړوند شول یا دغې ډلې یې مسوولیت پر غاړه واخیست. د شمېرنو پربنسټ، ۱۰ بریدونه په کابل، پنځه بریدونه په هرات، څلور بریدونه په بلخ، درې بریدونه په کندز او یو یو برید په فراه، بدخشان، کنړ او زابل ولایتونو کې رامنځته شول. ددغو بریدونو له منځ نه یوازې ۱۰ بریدونه په هرات، بدخشان، زابل، فراه، کندز او کنړ ولایتونو کې د طالبانو په پوځي اهدافو ترسره شول او پاتې نور ټول په غیر پوځیانو ترسره شول. په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې د داعش د بریدونو په پایله کې، د ۴۲ طالبانو په ګډون ۴۳۲ ته ووژل شول او د ۸۵ طالبانو په ګډون ۷۴۷ تنه ټپیان شول.
داعش د جنوري په ۲۲مه د هرات په لویدیځه سیمه کې د حاجي عباس په هزاره/ شعیه مېشتې سیمې برید ترسره کړ چې په هغه کې اوه تنه ووژل شو او ۱۰ نور ټپیان شول. د پېښې ډیری قربانیان، ښځې او ماشومان وو. په دې ترتیب، د ۲۰۲۰ میلادي کال د تشیع پر اهل په برید سره پیل شو. دغه راز د فبروري د میاشتې پر دوام، ملګرو ملتونو د سندونو په خپرولو سره وویل چې داعش په افغانستان کې څلور زره جنګیالي لري چې ډېری یې د طالبانو له واکمنېدو سره د زندانیانو له ازادۍ سره، له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي. د امریکا د متحده ایالتونو د پخواني پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال کنت مکنزي، هم د مارچ په ۱۴مه نېټه، ددغه هېواد د سنا د وسله والو ځواکونو کمېټې ته افغانستان کې د راتلونکي کال په دوبي کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل په اړه ګواښ ورکړ.
کوچني بریدونه ددغه میلادي کال په لومړیو مېاشتو کې دوام پیدا کړ. ځايي سرچینو جمعې شپه د مارچ په ۱۸مه نېټه د کندهار په ارغنداب کې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د تري کلي په سرخ سنګک سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې د داعش په برید کې لږترلږه د طالبانو څلور جګړه ماران ووژل شول او یو تن بل ټپی شوی دی. دغه راز فراه کې ځايي سرچینې وویل چې د مارچ په ۳۰مه د چهارشنبې په شپه، غیاث جیجه پر کور د داعش ډلې پورې اړوند د کسانو په برید کې، ددې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان او ددغه قوماندان څو تنه ساتونکي ووژل شول.
د اپریل په لومړۍ نېټه جمعې ورځ د ماښام په ۰۶:۰۰ بجو هم د هرات د نهمې ناحیې په جبرییل ښارګوټي کې دوه چاودنې ترسره شوې چې د سرچینو د شمېرنو پربنسټ، له یادو بریدونو نه لږترلږه پنځه تنه وژل شوي کسان او ۱۳ نور ټپیان روغتون ته ولېږدول شول. چادونې هغه مهال رامنځته شوې چې ددغې سیمې هزاره مېشتي اوسېدونکي د جبرییل ښارګوټي اړوند په یوه پارک کې د میلې لپاره سره راټول شوي وو. دغه راز په یوه اقدام کې، د داعش خراسان څانګې د اپریل په ۱۸مه نېټه د لومړي ځل لپاره ۱۰۷ ملي متري ۱۰ راکېټونه د اوزبیکستان او ترمذ خاورې یو شمېر سیمې په نښه کړې. سربېره پر دې، د تلفاتو شمر خپور نشو او د اوزبیکستان دولت هم دغه بریدونه تایید نکړل.
ددې پر دوام د اپریل په ۱۹مه نېټه، د سې شنبې په ورځ د کابل د دیارلسمې حوزې اړوند د دشت برچي د تانګ تیل په سیمه کې پر عبدالرحیم شهید ښوونځي او د ممتاز په ښوونیز ځای، لوی برید، پر داعش ډلې پورې منسوب شو. په یادو چاودنو کې لږترلږه ۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۵۰ نور ټپیان شول. ډیری قربانیان د ښوونځي زده کړیالان وو. ویل کیږي چې طالبانو د یادو خونړیو چاودنو د تلفاتو د شمېر د دقیقو اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې د خبریالانو لاسونه ورتړلي وو او رسمي بنسټونه چې تر دې وړاندې یې د تلفاتو شمېر خپاره کړي وو، سانسور شول. سربېره پردې، د پخوانیو سیاسي د مشرانو له ډلې محمد محقق، وویل چې په یاد برید کې نېږدې ۱۳۰ زده کړیالان ووژل شول.
له هغه برید وروسته، د اپریل په ۲۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د بلخ ولایت په پلازمېنه مزارشریف په ښار کې د شیعیانو اړوند د سه دکان په نوم یوه جومات کې او د کندز په ښار د سر دورې په جومات کې یو لړ خبرونه خپاره شول. په لومړي برید کې د شیعیانو پورې اړوند په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال، سرچینو تایید کړل چې لږترلږه ۵۰ تنه پکې ووژل شول او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شول. په همدې حال کې په دوهم برید کې لږترلږه څلور تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. دوهمه پېښه د طالبانو د نقلیې د وسایطو په یوه ورکشاپ کې د ځای پرځای شوي ماین د چادونې له امله وه. د بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیستل. طالبانو د یادې ورځې پر سبا یې اعلان وکړ چې د بلخ لپاره د داعش والي عبدالحمید سنګریار چې پر سه دکان جومات د خونړي برید د چاودنې اصلي طراح و په چهاربولک ولسوالۍ کې نیولی دی.
همچنان گروه داعش روز جمعه، ۲۲ اپریل، حمله انتحاری دیگر بر خانقاه مولوی سکندر در منطقه چنار سیدجلال ولسوالی امامصاحب کندز انجام داد. در آن حمله که در میان حلقه ذکر پیروان اهل طریقت رخ داد، براساس اطلاعات منابع دستکم ۴۰ تن، به شمول کودکان کشته و بیش از ۵۰ تن زخمی شدند.
په یوې بلې پېښه کې د اپریل په ۲۷مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د بلخ- دره صوف په لاره کې په یوه موټر کې پنځه تنه ناست کسان ووژل شول. په دې ترتیب سره، یوه ورځ وروسته، په مزارشریف ښار کې د مسافروړونکو په موټرو د پرلپسې دوو چاودونو په اړه راپور خپور شو. لومړنۍ چاودنه د سخي روضې سره نږدې پر یوه تونس ډوله موټر او دوهمه چاودنه مزارشریف د لسمې حوزې اړوند د لومړۍ سجادیې په سیمه کې په یوه فلان کوچ ډوله موټر ترسره شوه چې په هغې کې نهه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. ډیری مسافرین هزاره او شیعه وو.
د اپریل په ۲۹ د جمعې د ورځې مازیګر، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په سه راهي علاوالدین کې، د «خلیفه صاحب» په نوم پر خانقا دوهمه چاودنه ترسره شوه. د پېښې شاهدانو د ۵۰ تنو د وژل کېدو او د شاوخوا د ۷۰ تنو د ټپي کېدو چې ټول د یوه طریقت ښوونځي لارویان وو، تایید کړل. طالبانو بیا وویل چې په یاده پېښه کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
په همدې حال کې، داعش په کورنیو بریدونو بسنه ونکړه او یو ځل بیا یې له پولې ورهاخوا خپل دوهم برید د مې په ۱۱مه ثبت کړ. د «اعماق» انټرنیټي سایټ داعش مدعي شو چې دغې ډلې د تاجیکستان پر خاورې څو راکېټي بریدونه ترسره کړي دي. دغه بریدونه د تخار د خواجه غار ولسوالۍ له سیمې ترسره شول او وروسته د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېتې رسنیز مرکز ددغه هېواد په خاوره د ام-۱ په لاس جوړ شویو څلورو راکېټونو د ویشتلو په تایید سره وویل چې راکېټونه په تصادفي ډول او د داعش او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته ویشتل شوي دي.
داعش یوځل بیا د مزارشریف په ښار کې د مسافر وړونکو موټر تر خپل هدف لاندې ونیول. د مې په ۲۵ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د مزارشریف ښار په پینځمو او لسمو سیمو کې درې بریدونه ترسره شول او په هغو کې نهه تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. دد پر دوام د چهارشنبې په ماښام د مې په ۲۵مه نېټه، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو په څلورلاري کې د زکریا جومات هم تر برید لاندې راوست. د ایمرجنسي د روغتون د شمېرنو پر بنسټ، شپږ مړي او ۱۶ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. یاده پېښه د جومات په منبر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله وه.
د جون په ۲۸مه، د کابل په ښار کې د هندوانو په درمسال باندې د داعش خراسان څانګې پنځه تنو بریدګرو برید وکړ. په یاد برید کې چې د باغ بالا د ګردنې په سیمه کې ترسره شو، سرچینو د لږترلږه ۳۰ تنو وژل کېدل او ټپي کېدل تایید کړل. سربېره پر دې، طالبانو وویل چې په یاده پېښه کې د اهل هنود یو تن ښاروند او یو تن طالب جګړه مار ووژل شول او اوه تنه هندو هېوادوال ټپیان شول. داعش اعلان وکړ چې یاد برید یې د اسلام پیغمبر ته د هندي سیاستوالو د توهین په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د جولای په ۱ نېټه د جمعې په ورځ، د لویې جرګې تالار چې د طالبانو دینی عالمانو د ناستې کوربه و، د شدیدو امنیتي تدابیرو سربېره، د راکېټي بریدونو تر هدف لاندې راغی. لږ وروسته د هرات ښار د نمبر یک او سرجنګل د بلنداب په سیمو کې د هرات د هوايي ډګر اړوند سیمه کې د دوشنبې په سهار، د جولای په ۴مه، د طالبانو د الفاروق د ۲۰۷ قول اردو د کارمندانو د حامل درې کاسترونه او پولیسو د حامل یو کاستر تر برید لاندې راغلل. ۸صبح ورځپاڼې ته د سرچینو د شمېرنو پربنسټ، په یادو بریدونو کې لږترلږه ۱۸ تنه طالب جګړه ماران او غیرپوځي کارکوونکي ووژل شول او نېږدې ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
د داعش د بریدونو پر دوام، د پنجشنبې په شپه د یاد کال د جولای په ۱۴مه نېټه، د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجقه کلي کې یوه بله نښه د طالبانو او د داعش ډلې ترمنځ رامنځته شوه چې د شمېرنو پر بنسسټ، په هغه پېښه کې لږترلږه د بهرنیانو ښاروندانو په ګډون د داعش خراسان څانګې لږترلږه اته تنه او د طالب څلور جګړه ماران ووژل شول.
له هغه برید نه وروسته، د جمعې په ورځ د اګست په ۵مه نېټه، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په سرکاریز سیمې سره نېږدې د امام باقر جومات سره نېږدې یوه چاودنه رامنځته شوه. په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د یادې پېښې د تلفاتو شمېر اته تنه مړه او ۱۸ تنه ټپیان اعلان کړل، خو عیني شاهدانو وویل چې په هغه چاودنه کې لږترلږه ۲۰ تنه ووژل شول او نږدې ۳۰ نور ټپیان شول. هم مهاله، یوه بله چاودنه د یادې ورځې په مازیګر د کابل په پل سوخته سیمه کې رامنځته شوه چې په هغې کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول. د پخواني پارلمان غړي عارف رحماني، بیا وویل چې په یاده چاودنه کې لږترلږه ۲۵ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
له هغې پېښې یوه ورځ وروسته د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په کلي کې د داعش ډلې پر طالبانو برید وکړ چې په پایله کې درې طالب جګړه ماران ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. د یاد برید په تعقیب، یوه ورځ وروسته د کابل ښار د آسمايي جادې په سیمه کې د کاستر ډوله مسافر وړونکي پر موټر چې هزاره وګړي پکې سپاره و بله چاودنه وشوه چې د هغې پېښې د تلفاتو په اړه مالومات خپاره نشول. په هماغه مېاشت کې د داعش په درېیم برید کې د رحیم الله حقاني مدرسه، چې د طالبانو د حامي مبلغانو له ډلې و، د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۱۱مه، د کابل په شش درک سیمه کې تر برید لاندې راغله چې په هغه کې حقاني او ورور یې ووژل شول. رحیم الله حقاني د طالبانو له مهمو غړو نه و. طالبانو د داعش په ځانمرګي برید کې د نوموړي او د ورور مړینه یې تایید کړه.
سربېره پر هغې، ځایي سرچینې د جمعې په ورځ د سپتامبر په ۲مه نېټه، د هرات په ګازرګاه جومات کې د یوې لویې چاودنې له رامنځته کېدو خبر ورکړ. په یاد برید کې د یاد جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري په ګډون، ۴۵ تنه ووژل شول او ۸۶ نور لمونځ کوونکي چې ټول غیرپوځیان وو، ټپیان شول.
له یاد برید دوه ورځې وروسته، دوشنبې د سپتامبر په ۵مه، په کابل کې د روسیې سفارت قونسلي څانګه تر برید لاندې راغله چې په هغه کې دوه روسي دیپلوماتان او لږترلږه د روسیې بورسیې شپږ تنه غوښتونکي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. روسیې هم مهاله په کابل کې د خپلو قونسلي خدمتونو د درېدو هدایت صادر کړ. په دې ترتیب داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید د مسوولیت پر منلو، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر یوه دیپلوماتیک ځای خپل لومړنی برید ثبت کړ. د هغې پر دوام، داعش د جمعې په ورځ د سپتامبر په ۲۳مه نېټه، د یوه موټر بم په مرسته د زیر محمد اکبر خان جومات لمونځ کوونکي تر هدف لاندې راوستل چې د طالبانو د شمېرنو پر بنسټ، په یاده پېښه کې اته تنه ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.
له هغې پېښې یوه اوونۍ وروسته، په یاد کال کې داعش پر غیرپوځیانو یو لوی برید ترسره کړ. د جمعې په ورځ د سپتامبر په ۳۰مه راپور ورکړل شو چې د کابل ښار په لویدیځ کې د کار پر ښوونیز مرکز چاودنه ترسره شوې ده. ځانمرګي بریدګر د ښوونیز مرکز د ساتونکي په وژلو، ځان ته یې د هغو زدکړیالانو په منځ کې چې د کانکور د آزمایشي ازموینې لپاره راټول شوي وو، چاودنه ورکړه. د شمېرنو پر بنسټ په یاد برید کې لږترلږه ۵۳ تنه ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول. د قربانیانو په ډله کې یوشمېر پېغلې نجونې او نوې پېغلې شوې نجونې چې عمرونه له ۲۰ کلونو ټیټ وو، شاملې وې.
له یاد برید ۲۲ ورځې وروسته، طالبانو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په بیني حصار سیمه کې د لړ عملیاتو په لاره اچولو سره، مدعي شول چې د وزیر محمد اکبر خان جومات او د کاج په ښوونیز مرکز د برید عاملین یې وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هغه مهال وویل چې له داعش سره ددې ډلې د نښتې په پایله کې، شپږ داعشي او یو طالب وژل شوي دي.
طالبانو په ځلونو د داعش پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو مدعي شوي دي، خو ددغې ډلې بریدونه لاپسې زیات شول. لږ موده وروسته په هرات کې د داعش د بل برید په اړه خبر خپور شو. پنجشنبې سهار مهال د اکتوبر ۲۷مه نېټه، د هرات ښار د پل خیمه دوزانو په سیمه کې د طالبانو د الفاروق د قول اردو د ډاکترانو لېږدونکی کاستر موټر تر برید لاندې راغی چې په هغه کې لږترلږه پنځه تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
پنجشنبې له غرمې وروسته د ډسمبر په لومړۍ نېټه، د سمنګانو ولایت مرکز د ایبک ښار د سرک بند اړوند په «الجهاد» مدرسه کې چاودنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې لږترلږه ۳۵ لمونځ کوونکي او د مدرسې طالبان ووژل شول او ۲۳ نور پکې ټپیان شول. د یاد برید مسوولیت هم داعش پر غاړه واخیست. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستیالۍ پلاوي د یاد برید د تلفاتو شمېر ۱۹ تنه مړه او ۲۳ تنه ټپیان اعلان کړل.
په سمنګانو کې پر دې مدرسې تر برید وروسته، د جمعې په ورخ د دسامبر په ۲مې نېټې، په کابل کې د پاکستان پر منصوب شوي تازه سفیر عبیدالرحمان نظاماني، ددغه سفارت په انګړ کې ډزې وشوې. سره له دې چې په یاد برید کې په خپله سفیر ته زیان ونه رسېده، خو د اسرارمحمد په نوم د نوموړي یو ساتونکی ټپي شو. پاکستان یاد برید «ډېره جدي امنیتي تېروتنه»ِ وبلله او په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړ. د داعش ډلې وروسته د ډزو د جریان د انځور په خپرولو سره، د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
له یاد برید څلور ورځې وروسته، د ډسمبر په ۶مه، د مزارشریف ښار د حیرتانو په سیمه کې د نفتي موادو د کارکوونکو لېږدونکی موټر، د داعش له لوري د ځای پرځای شوي ماین تر برید لاندې راغی. بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، محمد آصف وزیري، وویل چې په یاده چاودنه کې اوه تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
له هغې چاودنې یوه اونۍ وروسته، د کابل له شهرنو سیمې نه د چاودنې او ډزو غږونه واورېدل شول. داعش د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۱مه، د کابل د شهرنو د برج په کوڅه کې د چینایانو پر هستوګنځي (کابل هوټل) برید وکړ. د ایمرجنسي د روغتون له لوري د خپاره شویو شمېرنو پر بنسټ، د پېښې له ځای نه یاد روغتون ته درې مړي او ۱۸ ټپیان لېږدول شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ون بین، یاد برید ترهګریز برید وباله، او د خپلو پينځو تنو ښاروندانو وژل کېدل یې تایید کړه.
وروستی برید په ۲۰۲۲ کال کې په بدخشان کې ترسره شوی و. دغه برید چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې ترسره شوی و. ددغه ولايت لپاره د طالبانو امنيه قوماندان عبدالحق عمري او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي وو. په دغه برید کې چې داعش ولسوالې ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخيستی و څلور تنه نور هم ژوبل شوي وو.
۲۰۲۳ میلادي کال او هغو میاشتو کې چې داعش خونړي بریدونه کوي
په ۲۰۲۳ میلادي کال کې داعش خپلو بریدونو کې کموالی راوست. دغه ډلې پر مهمو پوځي او ډیپلوماټیکو سمو موخه ییز بریدونه ترلاس لاندې ونیول. د هغو بریدونو په پایله کې شمېر اتو ته رسېږي، لږترلږه ۶۸ تنه له ډلې یې ۲۱ طالب جګړه ماران او ددې ډلې دوه قوماندانان ووژل شول او ۲۱۵ تنه نور ټپیان شول. ددغو بریدونو له ډلې درې یې د طالبانو په نظامي او ملکي ځایونو کې ترسره شوي دي.
د جنوري په لومړۍ نېټه، ځانمرګي بریدګر د کابل پوځي هوايي ډګر د وردي دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړه. سره له دې چې ټول قربانیان غیر پوځیان اعلان شول، خو په سیمه کې عیني شاهدانو وویل چې هغه مهال د پوځي هوايي ډګر د ورودي دروازې سره نېږدې د عامو خلکو تګ راتګ منع و. د داعش خراسان څانګې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه واخیست د ځانمرګي بریدګر د انځور په خپرولو سره، مدعي شول چې په یاد برید کې لږترلږه ۵۰ طالب جګړه ماران یې وژلي او ټپیان کړي دي. په همدې حال کې هغه مهال الجزیرې شبکې ته سرچینو ویلي وو چې په یاد برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ۱۱مه، د چیني ډیپلوماتانو د پلاوي د شتون سره هم مهاله، د کابل ښار اړوند د دوهمې حوزې په سیمه کې د ملګ اصغر په څلور لاري کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ورودي دروازې سره چاودنه رامنځته شوه. ۸صبح ورځپاڼې ته سرچینو وویل چې په یاد برید کې لږترلږه ۲۱ تنه ووژل شول او ۴۷ نور ټپیان شول. داعش د برید مسوولیت پر غاړه واخیست چې دا برید د خیبر القندوزي په نوم د یادې ډلې بریدګر ترسره کړ؛ یاد برید کې د طالبانو د بهرنیو چاروز وزارت ۱۸ تنه کارکوونکي او درې طالب جګړه ماران ووژل شول.
د داعش د بریدونو پر دوام، دا ځل د هرات ښار د تالار لاله زار په سیمه کې، د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه، په هرات کې د طالبانو د اوبو رسونې د ادارې رییس ترور شو. په یاد برید کې د ناپېژانده وسله وال بریدګر له لوري د محمد داوود کاکړ پر لېږدونکي موټر ډزې وشوې. ۸صبح ته د پېښې له ځایه سرچینو وویل چې په یاد برید کې د کاکړ په ګډون، دوه تنه نور هم ووژل شول او څلور تنه ټپیان شول.
د یادې پېښې په تعقیب، د طالبانو په یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی برید ترسره شو. داعش بریدګر چې شاوخوا یوه مېاشت د قلابي ملکیت پر سر د مدعي شخص په توګه د بلخ ولایت مقام ته تګ راتګ کاوه، په پایله کې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۹مه نېټه، د طالبانو د والي د دفتر په دهلیز کې خپل چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او محمد داوود مزمل یې ترور کړ. په یاد برید کې د مزمل سربېره، دوه تنه نور هم ووژل شول او ۳۰ تنه ټپیان شول. د داعش اعماق سایت ددغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست او بریدګر یې د عبدالحق الخراساني په نوم یاد کړ. وروسته طالبانو په اپرېل کې اعلان وکړ چې پر محمد داوود مزمل د برید عاملین یې په فاریاب کې نیولي دي. بل لوري ته، دغې ډلې اعلان وکړ چې د ضیاالدین په نوم د داعش دوهم نمبر غړی چې د بلخ ولایت لپاره د یادې ډلې والي او قضايي مسوول و له دوو نورو غړو سره یې وژلي دي.
له یاد برید لږ ځنډ وروسته شنبې د مارچ په ۱۱مه، د مزارشریف ښار په تبیان مرکز کې چاودنه رامنځته شوه. چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر خبریالان د خبریال د ورځې د نمانځې لپاره په دغه مرکز کې راټول شوي وو. په یاد برید کې لږترلږه دوه تنه خبریالان ووژل او د ۱۵ نورو خبریالانو په ګډون ۳۰ تنه ټپیان شول. داعش د یاد برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت له برید دوه مېاشتې وروسته، ددغه وزارت ډیپلوماتان یو ځل بیا تر برید لاندې راغلل. داعش ډلې د دوشنبې ماسپېښین د ۲۰۲۳ د مارچ په ۲۷ مه، ددغه وزارت کارکوونکي یې ترخپل هدف لاندې راوستل چې په پایله کې لږترلږه شپږ تنه ووژل شول او د طالب جګړه مارانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شول. ویل کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو ځانګړو ځواکونو په کابل، هرات، بلخ او نیمروز ولایتونو کې د داعش پر پټنځایونو بې شمېره شپني بریدونه په لاره واچول چې د طالبانو په وینا ددغو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې لسګونه تنه غړي وژلي او ټپیان کړي دي.
سربېره پر دې، په بدخشان کې د جون په ۶ او ۷ د پرلپسې بریدونو په پایله کې، د یاد ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي او یو بل قوماندان یې ووژل شول. د بدخشان ولایت لپاره د طالبان مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي پر موټر په چاودنه کې، نوموړی او ډرېور یې ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول. د دواړو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه واخیست.
دا پراخ بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ۸صبح د ورځپاڼې د مالوماتو پر بنسټ، د داعش خراسان تشکیل دغې ډلې سره د بهرنیو جګړه مارانو یوځای کېدو ته پام، د هرې ورځې په تېرېدو پیاوړي کېږي. ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د جندالله ډلې زیات شمېر غړي له طالبانو نه د نارضایتي له امله، د داعش خراسان له شبکې سره یوځای شوي دي. په دې سره د جندالله ډله د داعش خراسان په تشکیل کې ځای پر ځای شوي چې مسوولیت یې هم ملا سعد او د عثمان غازي زوی اسامه پر غاړه لري. ددغې ډلې غړي دوه زرو تنو ته رسېږي او د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شوي دي. داعش سره ددې ډلې یو ځای کېدو ته پام، د طالبانو پر وړاندې د داعش خراسان د بریدونو د زیاتوالي په اړه اوازې ډېرې شوي دي.
ویل کېږي چې د سرچینو د مالوماتو پر بنسټ، طالبان د داعش د فعالیت له پراختیا نه وېره لري. سره له دې چې دغې ډلې په مطبوعاتي ناستو کې د داعش کړنې جدي نه بولي، خو په اصل کې ددغې ډلې د پیاوړي کېدو په اړه اندېښمن دي او هڅه کوي چې د عملیاتونو په لاره اچولو سره، د داعش خراسان د بریدونو مخه ډپ کړي. سربېره پر دې، څرګنده نده چې طالبان به د کومو ابزارو په مرسته د داعش په تېره د داعش خراسان له لوري د هغوی پر وړاندې د پر لاره اچول شویو برنامو څخه بریالي راووځي.