۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه له یو بل سره خبرېاترې کړې دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دوشنبه سهار د سلواغې پر لسمه نېټه روسیې ته په یوه رسمي سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې ښاغلي لاوروف خپل پاکستاني سیال ته ویلي، چې پاکستان او روسیه به افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
لاوروف همداراز زیاته کړې، چې طالبان له واکمنېدو وروسته ژمن شوي وو، چې یو ټولګډونه دولت جوړ کړي او اوس نړیواله ټولنه د دغه کار ترسره کېدو ته په تمه ده.
د لاوروف په وینا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل شوی رژیم له دې ډلې سره د مسکو د هر اړخیزو خبرواترو پروړاندې خنډ نه شي کېدای.
په دې لیدنه کې ښاغلي زرداري هم ویلي، چې پاکستان د انرژۍ له کموالي سره مخ دی او مسکو باید په دې برخه کې له اسلاماباد سره همکاری ولري.
د ویلو ده، چې د راپورونو له مخې مسکو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر د سرګي لاوروف په رسمي سفر ترسره شوی دی.