ځيني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ایران ته تښتېدلي وايي چې په دغه هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دا خبریالان له ایرانه د پناهغوښتونکو او کډوالو د شړلو له تازه لړۍ اندېښمن دي. هغوی وايي که په جبري ډول وشړل شي، له ګڼو امنیتي ننګونو په ځانګړي ډول د طالبانو د استخباراتي ادارې د نیولو له ګواښ سره به مخ شي. دوی ټينګار کوي چې ایران کې یې څه باندې دوه کاله تېر کړل؛ خو په خبره یې، ځينو اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول فرانسه یې د کډوالۍ دوسیو په څېړلو کې سستي کوي. دا خبریالان له هېوادونو او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په بېړه دې هغوی له ایرانه وباسي.
له ایرانه د افغان کډوالو د شړلو نوې لړۍ له پېل وروسته، لسګونه خبریالان چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یاد هېواد ته تللي د اجباري شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
افغان خبریال مصطفا برهاني چې له دوو کالو ډېره موده کېږي د امنیتي ستونزو له کبله له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی وايي، سره له دې چې میاشتې وشوې د فرانسې په سفارت کې یې مرکه کړې؛ خو په خبره یې، تراوسه سفارت ځواب ورکړی نه دی. نوموړي له ایرانه د کډوالو او پناهغوښتونکو د شړلو له تازه لړۍ اندېښنه څرګنده کړې ده.
مصطفا برهاني زیاتوي: «له بده مرغه په ایران کې د کډوالو ځورونه ډېره شوې او د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو رد مرز کول او طالبانو ته یې سپارل د خبریالانو ځاني امنیت لپاره اندېښنې ډېرې کړې دي.»
د برهاني په خبره، که دا خبریالان په جبري ډول وشړل شي له ډېرو امنیتي ننګونو په ځانګړي ډول ښايي د طالبانو د استخباراتي ادارې له نیونې سره مخ شي.
امین ارمان په ایران کې یو بل افغان خبریال دی. نوموړي پنځه کاله د افغانستان په رسنیو کې د خبریال او سیاسي څېړونکي په توګه دنده کړې ده. ارمان هم شاوخوا دوه کاله وړاندې ایران ته تللی دی. نوموړي د اوسېدو اسناد او بانکي کارټ نه لرل او دغه راز په ایران کې د کاري بوختیاوو نشتوالی د افغان خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې بللې دي.
ارمان زیاتوي: «په ایران کې د افغان خبریالانو حالت ډېر ناوړه دی. موږ هر یو په دې ځای کې د ځان او خپلې کورنۍ برخلیک ته اندېښمن یو. موږ خبریالان نه بېرته افغانستان ته تللای شو او نه هم دغه هېواد کې پاتېدای شو.»
نوموړی ټينګار کوي چې په دغه هېواد کې ډېری افغان خبریالان خپلو دوسیو ته د رسېدګۍ په برخه کې د سستۍ له کبله پر ګڼو رواني ناروغیو اخته شوي دي.
ځينې ښځينه خبریالانې هم وايي چې ایران کې روان حالت تر ډېره دوی اغېزمنې کړې دي.
لیدا خرمي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې بیا د طالبانو تر واکمنۍ پورې د سمنګان په سیمهییزو رسنیو کې د خبریالې او ویاندې په توګه کار کاوه، له یوولسو میاشتو راهیسې په ایران کې مېشته ده.
نوموړې وايي: «په دې موده کې له کورنۍ پرته د نجونو یوې لیلیې کې ژوند کوم او له ګڼو ستونزو سره لاس ګریوان یم. د ویزې له نه تمدېدو نیولې بیا زموږ لپاره د ښه او امن ځای نشتوالي ډېره اندېښمنه کړې یم. له بلې خوا له روحي ستونزو سره هم لاس ګریوان یم.»
دا خبریاله ټينګار کوي چې په ایران کې یې میاشتې تېرې شوې؛ خو په خبره یې، ځينو اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول فرانسې یې د کډوالۍ دوسیې ته په سمه توګه رسېدنه کړې نه ده.
په ایران کې مېشت بل افغان خبریال امین میرزاده وايي چې ایران کې روان حالت ته په کتو دې په بېړه، هېوادونه او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د دوی دوسیو ته رسېدنه وکړي.
میرزاده زیاتوي: «هره شېبه د ویزې مودې د ختمېدو له کبله د خبریالانو شړل شوني دي. اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول فرانسه دې په بېړه زموږ دوسیو ته رسېدګي وکړي، څو له ستونزو خلاص شو.»
د نارسمي شمېرو له مخې، دمګړۍ په ایران کې ۸۰ خبریالان له خپلو کورنیو سره مېشت دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته، ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده ووتل. هغوی چې پاتې دي اړ شوي چوپ پاتې شي یا ځانسانسورۍ ته تسلیم شي.
یو شمېر خبریالان بیا د تخلیې عملیاتو په لړ کې لویدیځو هېوادونو ته وویستل شول؛ خو زیات شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکو بیا ایران او پاکستان ته پناه وړې ده.