میلیوني، خو ستړي مقاومت ګران

لیکنه: محمدعلي نظري

هغه نجلۍ، چې د طالب قومندانانو له ګواښونو او فرمانونو سره بیا هم په افغانستان کې پتلون اغوندي، د ښځو خلاف د طالبانو د سیاستونو خلاف مقاومت او اعتراض کوي. هغه ښځه، چې لا هم خپل ښایست ته ارزښت ورکوي، ښایسته لباس اغوندي او ځان سینګاروي، د هبت الله او د هغه د امربالمعروف وزارت د امر مخالفت کوي. هغه سړی، چې خپله ږیره تراشي او پتلون اغوندي، د طالبان پر ږیرې خاندي او د ټولنې د طالباني کیدو پر وړاندې مقاومت کوي. د طالبانو له پریکړو او اوامرو سرغړاوی، تر هغې چې چا ته عاجل خطر ونه لري، د دوی پر وړاندې د مقاومت او ناخوښۍ څرګندولو یوه بڼه ده. د طالبانو خلاف د مقاومت بهیر یوازې د پنجشېر، اندراب او تخار تر درو محدود نه دی؛ دا مقاومت د یوه- یوه افغان په کور کې موجود دی. ښایي خپله د یو شمېر طالبانو مېرمنې، میندې او د کورنۍ نور غړي هم که فرصت ولري، د ښځو خلاف د دې ډلې د سیاستونو خلاف د کورونو په څلورو دېوالونو کې یې مقاومت وکړي. د دغو کورنیو ښځې که بل کار ونه کړای شي، د طالبانو د امر خلاف به تور رنګه لباسونه نه اغوندي؛ بلکې روښانه او د خوښۍ رنګونه به ټاکي. که څه هم د طالبانو رژیم د لباس د رنګ په ټاکلو نه بدلیږي او نه اصلاح کیږي، خو همدا ګام هم د دوی او تفکر پر وړاندې یې د مقاومت او اعتراض یو ډول دی.

د مقاومت حوزه او جغرافیه، سراسر ټوله افغان خاوره ده. پرهغو سربېره، چې له هېواده بهر د طالب تفکر او واکمنۍ خلاف مقاومت او مبارزه کوي، په هېواد دننه هم د آرامې خو شیندلې مبارزې بېلابېل ډولونه موجود دي. همدا اوس، د هېواد ډېرې ښځې د طالبانو د امر خلاف له« شرعي محرم» پرته له کورونو وځي، پر سړکونو او بېلابېلو ځایونو کار کوي او د کورنۍ نفقه تامینوي. هغه نارینه، چې لا هم په ښارونو او حتا د هېواد په مختلفو کلیو کې پتلون اغوندي، ږیري تراشي، ویښتان ږومنځوي، یا ښکلي کوي، په واقعیت کې د طالبانو د امربالمعروف دستګاه د امرونو خلاف مقاومت کوي. هغه ښځې، چې په خپلو کورونو کې یې پټ روزنیز مرکزونه جوړ کړي او له زده کړو محرومو نجونو ته د منع شویو زده کړو جبران برابروي، دوی هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي. هغه نجونې، چې د طالبانو د پریکړې خلاف کتاب لولي، یا په پټه او انلاین توګه زده کړې ککوي، دوی هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت کې ونډه لري. دا ټول مقاومتونه، د طالبانو  د واکمنۍ او تفکر پر وړاندې غیر رسمي، خو جدي مقاومتونه دي. د دې ترڅنګ، د طالبانو خلاف د بېلابېلو جریانونو رسمي مقاومتونه هم روان دي. ځينې په ویلو، ځينې په لیکلو ټول د وضعیت د طالباني کیدو پر وړاندې مبارزه او مخالفت کوي، ځينې پر سړکونو او پوښلو خونو کې مظاهرې کوي، شعارونه ورکوي او ځینې له وسلو او محدودو امکاناتو سره د دې ډلې خلاف په دیپلوماتیک مقاومت اخته دي. دې ته په کتو سره، ویلای شوو، چې په ټول افغانستان او له افغانستانه د باندې، د طالبانو خلاف مقاومت په مختلفو بڼو موجود دی.

د دغو مقاومتونو یو تر ټولو ښکلی یې ښایي د معترضو ښځو هغه نڅا وي، چې دوه ورځې مخکې یې له چادرۍ سره ترسره کړ. د دغې اعتراضي نڅا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره او هرکلي سره مخامخ شوه. د دغو ښځو پرله پسې او همېشنۍ هڅې، د روښانه سبا لرلو ته د هیلو ژوندي ساتل دي. دا اعتراضونه ښایي طالبان د بشري او انساني حقونو منلو ته مجبور کړي، ښایي د دې ډلې ظلمونه کم نه کړای شي ښایي د ښځو پر مخ د زده کړو تړلې دروازې خلاصې نه کړای شي او منع شوې ټولنیزې ازادۍ بیرته ادعاده نه کړي، خو کولای شي د هیلو د مرګ د مخنیوي لپاره ښه هڅه وي. دا هڅې، همغومره چې پاشلې دي، متنوع او پراخې هم دي. دا معترضانې، د طالبانو د  تر کنټرول لاندې افغانستان تصویر وړاندې کوي او څرګندوي، چې خلک په ښکاره د اعتراض کولو امکان نه لري. د دغو اعتراضونو پراخوالی او تنوع سبب شوی، چې طالبان یې په دوو کلونو کې په مهارولو ونه توانیږي.

ټولنه تقریباً په پرله پسې ډول د طالبانو خلاف مبارزه کوي. خلک، لکه چې لیدل کیږي د طالبانو د پریکړو پر وړاندې د مخالفت یو کوچنی فرصت هم نه ضایع کوي او پر ضد یې اقدام کوي. همدا، چې طالب جنګیالي سره په ټولنه کې د چا زړه نه لګي، همدا چې خلک ترې تښتي، څو ورسره مخ او په اړیکه نه شي، دا ټول مقاومت دی. دا متنوع او پاشلي مقاومتونه، مهاریدونکي نه دي. هیڅوک، څوک نه شي اړ ویستی، چې طالب خوښ کړي. اوس په افغانستان کې د طالبانو خلاف د معترضانو او مقاومت ګرانو شمېر میلیونونه دی. دا شمېر خلک سخت ستړي او سره پاشلي دي، خو له دې سره بیا هم د طالب ملتیا نه کوي. که څه هم دوی، د مصلحت او مجبوریت له مخې، په عام محضر کې د طالبانو خلاف سکوت کوي، خو طالبانو سره له مخالفت او د وضعیت د طالباني کیدو سره له مقاومته نه لاس په سر کیږي.  دوی له همدې وجې، کله چې د طالبانو له پوستې تېریږي، موسیقي اوري، د طالبانو له سترګو لیرې تفریح کوي، ږیرې تراشي، سینګار کوي او د دوی د خوښې خلاف جامې او لباس استعمالوي.

بل لورته، طالبان په پرله پسې ډول پر افغان ښځو او نارینه وو بندیزونه لګوي. د دغو بندیزونو لګول، نه شي کولای خلک کوم داسې کار ته، چې نه یې غواړي، اړ باسي. اوس خلک د طالبانو د تاوتریخوالي له امله، په عام محضر کې د دوی د اوامرو خلاف په ښکاره مخالفت نه کوي، خو د طالب د ټوپک له شپېلۍ اخوا، ښځه نڅیږي، نجلۍ نقاشي کوي، کتاب لولي، کورنۍ تفریح ته ځي او موسیقي اوري، سړي ږیرې تراشي او ځوانه نجلۍ او ځوان هلک د طالب له سترګو پناه یو بل سره مینه لري. دا ټول په دې مانا دي، چې طالب د ټولنې په وژلو نه دی بریالی شوی. که څه هم ډېره هڅه یې کړې او له دې وروسته به نوره هڅه هم کوي، خو ټولنه ژوندۍ ده او ژوندۍ به پاتې شي. سره له دې، چې طالبان د خلکو پر برخلیک واکمن دي، خو خلک د دغو جنګیالیو او د دوی د مشرانو د توندو کړنو په لیدو، د هنر له ښایستونو نه دي پردي شوي او د دې پردیتوب خلاف مبارزه کوي. دا مبارزې په آرامه توګه د ټولنې تر پوستکي لاندې ژوندي دي او لیرې نه ده، چې د خلکو د ستړیاوو له رفع کیدو سره به، د طالب خلاف ښکاره مبارزې هم ولیدل شي. هغه وخت به، پر ځانمرګو واسکټونو، امریکایي ټانګونو او وسلو او زېړو بوشکو سمبال طالب پوځ د خلکو د ارادې مخه ونه نیولای شي، هغه ورځ به لمر بیا را وخیژي او خلک به په کرارۍ سره د ژوند خوند وڅکي.

ورته لیکنې

Back to top button