۸صبح، کابل: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وضعیت ډېر ناوړه شوی دی.
دغه مطلب چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ خپور شوی دی.
دغې ورځپاڼې د خپل مطلب په دوام کې لیکلي، چې په افغانستان کې لوږې او بېوزلۍ کورنۍ د نه اټکل وړ سناریو له دې جملې د ماشومانو سخت کارونه، د ماشومانو ودول او د اولادونو پلورلو ته اړ کړي دي.
په دغه مطلب کې راغلي، چې د څو مرستندویه سازمانونو د اټکل پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د اتو میاشتو په تېرېدو سره، څه د پاسه ۱۲۰ زره ماشومان مبادله شوي دي.
د دغه مطلب د لیکوال په وینا، په دې موده کې چې امریکا او اروپایي هېوادونو خپله شتمني او انرژي پر اوکراین متمرکزه کړې، تېرو ۸ میاشتو کې د افغانستان وضعیت ډېر بد شوی دی.
د دغه مطلب په دوام کې، د طالبانو له خوا پر خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د سختو قانونونو لګول افغانستان ته مرستو د کمېدو لامل بلل شوی دی.
دغه مطلب په داسې حال کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا خپور شوی، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ له زیاتېدو وروسته، د بدن د غړو او د کورنیو له خوا د ماشومانو د پلورلو به اړه راپورونه خپاره شوي دي.