۸صبح ورځپاڼې له تېرو اتلسو کالو راهیسې له ځنډ پرته د «پرون روایت، د نن هېنداره او د سبا زېری» تر شعار لاندې خپلو رسنیزو چارو ته دوام ورکړی. دې ورځپاڼې د خبري، څېړنیزو او تحلیلي مطالبو د خپرولو له لارې د ولسواکو بنسټونو ملاتړ او بشري ارزښتونو د پیاوړتیا او د خلکو غږ د انعکاس په برخه کې ځانګړی ځای خپل کړی دی. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، له ګڼو ننګونو سره سره ۸صبح ورځپاڼې له ځنډ پرته په جلاوطنۍ کې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د کره معلوماتو په وړاندې کولو او د خلکو غږ د انعکاس په برخه کې یې هېڅ ډول هڅې ونه سپمولې. دغې ورځپاڼې د چارو له پېله تر دا مهاله څه باندې ۱۲۰ څېړنیز راپورونه او په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، هنري او ورزشي برخو کې زرګونه تحلیلي مطالب خپاره کړي. دمګړۍ ۸صبح ورځپاڼه په دري، پښتو، ازبکي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي او په ټولنیزو شبکو کې څه باندې درې نیم میلیونه خوښوونکي لري.
۸صبح ورځپاڼه د ۱۳۸۶ کال په غبرګولي میاشت کې د ځينو پياوړو ورځپاڼه لیکوونکو او بشري حقونو فعالانو له خوا جوړه شوه. دې ورځپاڼې له پېل راهیسې د ډیموکراسۍ او سیاسي او مدني خوځښتونو د ودې او بشري حقونو پیاوړتیا په موخه له ځنډ پرته د خبري، څېړنیزو او تحلیلي مطالبو خپرولو ته دوام ورکړی دی.
دغې ورځپاڼې د سنجر سهیل (د امتیاز څښتن) او د هېواد له نوموتو روڼ اندو او د ازادۍ مبارز محمدقسیم اخګر په مدیر مسوولۍ، خپل رسنیز فعالیت پېل کړ.
ښاغلي اخګر د ۸صبح ورځپاڼې په لومړنۍ سرلیکنه کې ویلي و: «له سهاره غږېږم او د نن او سبا سندره زمزمه کوو، چې ان کاذب سهار هم د شپې د پای او د سبا وړانګو زېری ورکوي.» د دغه متن په یو بل ځای کې راځي: «پر دې بنسټ، ۸صبح د سهار پر لور تګ ته بلنه ده، د یو بل پېل لپاره بلنه ده. ۸صبح د ویښتیا زنګ دی، ځکه په ویښتیا کولای شو چې د سهار هرکلی وکړو او هغه چې په خوب دي، سهار مانا نه لري. ۸صبح د چارو پېل او د هغو دروازو پرانېسته ده چې په شپه کې تړلي دي.»
۸صبح په افغانستان کې د باوري چاپېدونکې ورځپاڼې په توګه، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې څه باندې ۱۲۰ څېړنیز راپورونه خپاره کړي چې د خپراوي پرمهال یې د مخاطبانو او پخوانیو دولتي چارواکو غبرګونونه له ځان سره لرل. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم دا ورځپاڼه له څېړنیزو فعالیتونو لاس په سر نه شوه او د پخوا پرتله یې په ټينګه څېړنیزو راپورونو ته دوام ورکړی دی. ۸صبح ورځپاڼې په تېرو نږدې درېیو کالو کې ۲۴ څېړنیز راپورونه خپاره کړي چې ډېری یې د طالبانو له خوا پر بشري سرغړاوي ورټول وو. دا راپورونه د بندخونو په ځانګړې توګه د ښځينه بندیانو وضعیت، د ملکیانو او پخوانیو پوځيانو وژنې، صحرايي محکمې، پراخ مالي او اداري فساد، د نشهیي توکو قاچاق او د طالبانو له خوا د اورپکو ډلو ځواکمنېدو په اړه وو، چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه یې راوپارول.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په کلني راپور کې د ۸صبح ورځپاڼې پر یو څېړنیز راپور چې په درېیو ولایتونو کې د ښځينه بندیانو د وضعیت په اړه و، استناد شوی چې له ځان سره یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه لرل.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د ځينو نورو بنسټونو مسوولانو د څېړنیزو راپورونو اړوند له ۸صبح ورځپاڼې سره نږدې خبرې اترې کړې او د راپورونو موندنې له نړیوالو بنسټونو سره شریکې شوې دي. له دې وړاندې د ۸صبح ورځپاڼې ځيني څېړنیز راپورونه د لاهې په نړیواله محکمه کې ارزول شوې دي.
دمګړۍ ۸صبح ورځپاڼه په فارسي، پښتو، ازبکي او انګلیسي خپرونو ترڅنګ، د «سخن زن» او «ګفتګوهای شهروندي» په نوم دو پادکستونه هم لري. د مېرمن خبرې په پادکست کې د ښځو اړوند مسایل خپرېږي او د خلکو خبرې اترې په پادکست کې بیا د ۸صبح ورځپاڼې اوونیز ثبت شوي سپېسونه خپرېږي. د دې سربېره، ۸صبح اوونیزه مجله هم لري چې په کاناډا کې خپرېږي.
۸صبح ورځپاڼې څېړنیزه برخه هم جوړه کړې او ډېر ژر به ترې د بېلابېلو برخو مطالب خپاره شي. دغه راز، ۸صبح ورځپاڼې له پروسږکال راهیسې ویډیويي خپرونې هم پېل کړې دي.
په دې موده کې ۸صبح ورځپاڼې او د دغې ورځپاڼې خبریالانو ګڼې کورنۍ او بهرنۍ جایزې ګټلي. په ۲۰۱۲ کال کې بې پولې خبریالانو ۸صبح ورځپاڼې ته د «اطلاع رسونې ازادۍ» نړیواله جایزه ورکړه.
د ختیځ او لویدیځ مرکز نړیواله جایزه په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ۸صبح اجرایوي رییس پرویز کاوه ته ورکړل شوه. د دې ترڅنګ، ۸صبح، آمو ټلویزیون او اطلاعات روز ورځپاڼې په ګډه د ۲۰۲۳ کال د ډیموکراسۍ ملاتړ مرکز جایزه او له نیویارک ټایمز سره په ګډه یې بیا د ۲۰۲۳ کال ایمي جایزه وګټله.
د دغې ورځپاڼې خبریالانو په ځانګړې توګه اکبر رستمي له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۶ کال پورې پرلپسې د کال غوره خبریال جایزې ګټلي. دا جایزې هر کال د افغانستان خبریالانو مرکز له خوا څېړنیزو او اغېزمنو راپورونو ته ورکول کېږي.
پر دې سربېره، د ۸صبح ورځپاڼې خبریالې اسیې حمزه يي د ۲۰۲۰ کال خبریالۍ جایزه، د ۸صبح ورځپاڼې مخکېني مسوول مدیر حسیب بهش د ۲۰۲۲ کال جایزه او د دغې ورځپاڼې د راپورونو برخې مسوول امین کاوه د ۲۰۲۳ کال غوره خبریال جایزه ګټلې ده.
۸صبح ورځپاڼې په دې موده کې د بشری حقونو ارزښتونو بنسټي کېدو، د وینا ازادۍ پیاوړي کېدو او د اطلاعاتو له ازاد بهیر څخه د ملاتړ په موخه له کوم ځنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړی دی. اوسمهال ۸صبح د افغانستان خبرونو د چینل په توګه په نه ستړې کېدونکې توګه کار کوي او د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوسني وضعیت په اړه ورځني راپورونه او تحلیلونه خپروي چې په جلاوطنۍ کې له ژمنو خبریالانو سره د «پرون روایت، د نن هېنداره او د سبا زېری» تر شعار لاندې خپلې رسنیزې چارې پرمخ بیايي.
د ۸صبح ورځپاڼې مخکېنی مسوول مدیر او ورځپاڼه لیکوونکی فردوس کاوش د ۸صبح ورځپاڼې پرونیو او ننیو کارنامو په اړه وايي: «۸صبح هغه ورځپاڼه ده چې د بشري حقونو، ولسواکۍ او قانون واکمنۍ په برخه کې یې کار کړی او تر ننه یې همدا دریځ ساتلی او دا د ۸صبح ورځپاڼې یوه مهمه ځانګړنه ده.»
۸صبح ورځپاڼه د ولسواکۍ دودولو، قانون ټينګېدو او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په برخه کې د حقایقو انعکاس په موخه د خپلو دوامداره او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو لامله تر سخت فشار او ګواښ لاندې راغلې ده.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال په تلې میاشت کې د 8am.af سایټ وتاړه او دغه راز د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې یې د ۸صبح ورځپاڼې د مسوولانو او کارکوونکو د نیولو حکم صادر کړ. ۸صبح ورځپاڼې خپلو لوستوالو ته د خبرونو او نورو معلوماتو د رسولو او په بې پرې توګه د پېښو انعکاس لپاره نوي وېبسایټ (8am.media) جوړ کړ.
د ۸صبح ورځپاڼې لوستوال هم د بشري حقونو ارزښتونو او وینا ازادۍ د پیاوړتیا او ودې په برخه کې د دغې ورځپاڼې له فعالیتونو ستاینه کوي. هغوی وايي چې د ۸صبح مهمه ځانګړنه له ځنډ پرته د حقایقو انعکاس او د ولسواکو بهیرونو ملاتړ دی.
یوه معترضه مېرمن چې په افغانستان کې ژوند کوي او د ۸صبح ورځپاڼې لوستواله ده، داسې وايي: «۸صبح د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو، نجونو او ټولو هغو غږ دی چې له ټولنې څنډې ته شوې دي. ۸صبح د کره معلوماتو او د نجونو او ښځو د هیلو سرچینه ده او موږ له دغې ورځپاڼې د ښځو او نورو ټولو وګړو د دریځونو له خپراوي مننه کوو.»
په کابل کې زدهکړیال احمد فردوس وايي: «دلته په[کابل] کې د اطلاع رسونې حالت ښه نه دی. په ډېره مینه د ۸صبح ورځپاڼې څېړنیزې او تحلیلي لیکنې لولم او هیله لرم چې وکړای شم لیکل وکړم او دا ورځپاڼه یې خپره کړي. دا به راته د ویاړ خبره وي. اوسمهال موږ د ۸صبح له کړنو چې ويښتیا او خبراوي ته یې دوام ورکړی، هرکلی کوو.»
دمګړۍ ۸صبح ورځپاڼه په افغانستان کې یوه له نوموتو رسنیو څخه ده چې په ټولنیزو شبکو کې ۳.۶ میلیونه خوښوونکي لري. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو را وروسته، د دغې ورځپاڼې د چاپ بهیر په ټپه ودرېد او د تېر په څېر په انلاین، اوونیزو مجلو او پادکست له لارې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې، ۸صبح ورځپاڼه هممهاله د افغانستان په لسو ښارونو کې چاپ او وېشل کېده. دا ورځپاڼه د پخواني حکومت پرمهال هممهاله په کابل، هرات، بلخ او کندوز کې چاپېده او وروسته په بدخشان، تخار، بغلان، غزني او بامیان کې وېشل کېده.
۸صبح ورځپاڼې پرلپسې ټينګار کړی، له خپلې هغې ژمنې سره چې د خبریالۍ په خپلواک او مسلکي کار کې یې لري او هغه مسوولیت چې د خلکو د نظریاتو او د افغانستان د واقعیتونو د بې پرې انعکاس لپاره یې تعریف کړی، له دغو هڅو سره به له خپل فعالیته لاس په سر نه شي.