۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په کندهار کې د اختر لمونځ د دغې ډلې د غایب مشر هبت الله اخندزاده په امامت ادا شوی دی.
مجاهد دا خبره دوشنبه د غبرګولي پر ۲۸مه، د هبت الله د تصویر له خپرولو پرته پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره کړې ده.
هغه لیکلي: « نن د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د لوی اختر لمونځ د [هبتالله اخوندزاده] په امامت ادا شو.
هغه ادعا کړې ده، چې په عیدګاه کې د کندهار زرګونه اوسیدونکو حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو غایب مشر د دغې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، تل د وینا پرمهال خلکو ته شا اړولې ده.
هغه په تېرو نږدې درېیو کلونو په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی.