۸صبح، کابل: د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده اوس اوس د يوه فرمان له لارې د یو شمېر ولایتونو والیان او د دې ډلې د نظامي قول اردو ګانو قوماندانان بدل او تبدیل کړي دي.
د طالبانو مشر ته په منسوب فرمان کې چې د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۱۴ مه خپور شوی، راغلي، چې د دغو بدلونونو موخه د ادارو په کارونو کې ښه والی او پرمختګ دی.
د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، د کونړ پخوانی والي مولوي طه د قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال په توګه، د پنجشېر پخوانی والي مولوي محسن هاشمي د تفتیش د عالي ادارې دسرپرست په توګه ، د ۲۰۳ منصوري قول اردو پخوانی قوماندان ملا رحمت الله محمد د ۲۰۹ اتل قول اردو د نوي قومندان په توګه او د ۲۰۹ الفتح قول اردو پخوانی قوماندان مولوي نصرالله مطیع د ۲۰۷ الفارق قول اردو د نوي قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د جوزجان پخوانی والي قاري اسماعیل راسخ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه، د ملي دفاع وزارت پخوانی ستراتیژیک او استخباراتي مرستیال مولوي محمد علي حنفي د کندهار ولايت لپاره د دې ډلې د سرپرست په توګه، د ۲۰۷ الفارق قول اردو پخوانی قوماندان قاري ایوب خالد د کونړ د نوي والي په توګه او د میدان وردګو د والي پخوانی مرستیال والي مولوي بشیر حقاني د نورستان د نوي والي په توګه ټاکل شوي دي.
د ملا هبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلي، چې د میدان وردګو د والي پخوانی مرستیال مولوي ګل حيدر شفیق د جوزجان د نوي والي په توګه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی مرستیال مولوي عبدالرحمن حقاني د بغلان د نوي والي په توګه، د بغلان پخوانی والي مولوي سمیع الله حزب الله د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه او د کندهار پخوانی امنیه قومندان مولوي رحیم محمود د غزني د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو مشر وخت پر وخت په ولایتونو، وزارتونو او قول اردوګانو کې د دې ډلې چارواکي بدلوي.