۸صبح، کابل: د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په دوام کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي، چې د غرور او تکبر پر ځای باید د ولس مشروع غوښتنو ته درناوی وشي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست دغه څرګندونې چهارشنبه د سلواغي پر ۲۶ کابل کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو په ۳۴ لمانځغونډه کې کړې دي.
د ملا یعقوب مجاهد دا څرګندونې د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراجالدین حقاني له نیوکو څو ورځې وروسته شوې، چې د واک پر انحصار او پر خلکو یې د افکارو په تپلو نیوکې کړې وې.
د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر شهابالدین دلاور هم په دې مراسمو کې وویل، چې ازادي ولس ګټلې، خو مشران یې بیا له لاسه ورکوي.
دلاور ټینګار وکړ چې مشران د خلکو د ارادې او ازادۍ د ساتنې مسوولیت لري.
د ملا یعقوب مجاهد او شهابالدین دلاور څرګندونو ته په پام داسې برېښي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو لړۍ په پراخېدو ده.