۸صبح، کابل: د فارسي ادبیاتو ماسټر او د پوهنتون استاد مقیم مهران د ۸صبح ورځپاڼې سردبیر(سرلیکونکی) او د دغې ورځپاڼې د مسوول مدیر مرستیال ټاکل شوی دی.
۸صبح ورځپاڼې شنبه د وري پر ۱۸مه د دغې رسنۍ په جوړښت کې د تازه بدلونونو خبر ورکړی دی.
مهران له ۸صبح ورځپاڼې سره خپله دنده د خبرونو او راپورونو له ایډېټ څخه پېل کړه چې وروسته بیا د دغې ورځپاڼې د انګلیسي برخې ژباړن او مدیر او دغه راز د ولسي خبرو اترو د مسوول په توګه وټاکل شو.
نوموړی په پوهنتون کې د فارسي ادبیاتو د تدریس تجربه هم لري.