۸صبح، کابل: باخبره سرچینې وايي چې ایراني پولیسو د مقاومت جبهې د پخواني قوماندان خېرمحمد خېرخواه اندرابي دوه زامن نیولي دي.
سرچینو شنبه د وري پر ۱۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې ایراني پولیسو دا کسان له داعش سره د غړیتوب په تور نیولي دي.
د سرچینو په خبره، د دغو کسانو له ډلې یو یې چې ذاکر اندرابي نومېږي، په اندراب کې د مقاومت جبهې د اکمالاتو مسوول دی.
سرچینې زیاتوي چې ذاکر په تاجکستان کې ژوند کاوه او د خپلې مور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.
سرچینې ټينګار کوي چې دا کسان له داعش سره غړیتوب نه لري او ښايي د ناسمو معلوماتو له مخې نیول شوي وي.
تر دې دمه ایراني چارواکو د نیول شویو کسانو د ملیت په اړه څه ویلي نه دي.
مقاومت جبهې هم تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
بل پلوه، نن ایرنا خبري اژانس د ایراني پولیسو په حواله راپور ورکړ چې د داعش ډلې درې جګپوړي غړي چې یو یې ذاکر نومېږي او په رامش مشهور دی، په کرج ښار کې نیول شوي دي.
د راپور په حواله، دغو کسانو د کوچني اختر په ورځو کې د ځانمرګو بریدونو هوډ درلود.
د ایرنا د راپور پر بنسټ، دا کسان دوو جلا عملياتو کې وروسته له هغه ونيول شول چې پوليسو د هغوى په موټر ډزې وکړې .
یاده دې وي چې خېرمحمد خېرخواه د ۱۴۰۱ کال د جدي په مياشت کې د بغلان په اندارب کې له طالبانو سره تر ۳۰ ساعته سختې جګړې وروسته له خپلو ۲۰ ملګرو سره ووژل شو.