د راپورونو له مخې د امریکا د کانګرس د استازو خونې مشره نانسي پلوسي د چین له خبرداریو سره سره تایوان ته رسېدلې ده.
بهرنیو رسنیو سهشنبه د اګسټ پر دویمه راپور ورکړی، چې د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي الوتکه د تایوان هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.
له دې وړاندې چین ګواښ کړی و، که نانسي پلوسي تایوان ته لاړه شي، امریکا به یې بیه پرې کړي.
رویټرز خبري اژانس تایوان ته د نانسي پلوسي د سفر په درشل کې راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېبسایټ له بهره سایبري برید شوی دی.
چینايي چارواکو تل له تایوان ټاپو سره د امریکا پر ملاتړ نیوکه کړې ده.