ننګرهار کې په دې وروستیو کې د تېر په څېر د هدفي وژنو، انسان تښتونې، وسله والو غلاوو، جنايي جرمونو او نورو پېښو ګراف لوړ شوی چې عامو خلکو ته یې ژورې اندېښنې پیدا کړي.
ځايي خلک وايي، د ننګرهار امنیتي فضا تر بل هر وخت خرابه شوې او نه شي کولی چې په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بوځي.
دوی په دې برخه کې طالبان ګرم بولي او زیاتوي چې دغه ډله یوازې پر دولتي څوکیو د خپلو جنګیالیو ځایپرځای کولو بوخته ده او په رسنیو کې یې د امنیت په تړاو خبرې کول یوه کاذبه ډاډ دی.
د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې وروستیو ناامنیو وېرولي او طالبان تورنوي چې د خلکو د سر او مال خوندیتوب په موخه هېڅ ډول تګلاره نه لري او یوازې د خپلو شخصي ګټو په خوندي کولو بوخت دي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکی ګل زمان وايي، نه یوازې دا چې په جلالاباد ښار کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی؛ بلکې په لرې پرتو ولسوالیو کې هم امنیتي اندېښنې تر دې کچې زیاتې شوي چې خلک ان خپلو عادي ورځنیو چارو ته هم په ډاډه زړه نه شي ورتلی.
ګلزمان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ننګرهار کې امنیت دومره خراب شوی چې خلک ان د ورځې هم ډاډه خپلو کارونو ته نه شي ورتلی، دلته هره ورځ یا څوک تښتول کېږي، یا وژل کېږي، یا د چا مال غلا کېږي، څوک له صرافۍ پیسې نه شي اخېستی، د ناامنیو ګراف تر دې حده لوړ شوی، چې خلک به په پخواني جمهوریت شکر وباسي؛ خو دا چې طالبانو رسنۍ محدودې کړي؛ نو خپل ټول مشکلات پټوي او خلکو ته دوکه ورکوي، چې دلته امنیت برابر دی، دلته د هېچا سر خوندي نه دی او نړۍ وال دې باید د طالبانو په خبرو ونه غولېږي.»
د ننګرهار خلک دغه راز طالبان تورنوي چې د خلکو د سر خوندیتوب فکر نه لري او هڅه کوي چې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.
دوی زیاتوي، طالبان د خلکو د ژوند خوندیتابه لپاره هېڅ ډول تګلاره نه لري چې له امله یې ورځ بلې ته وسله والې غلاوې په زیاتېدو دي، چې پر خلکو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی خیاال محمد وايي، طالبان د خلکو د تېر ویستنې پالیسي پر مخ وړي او له دې لارې پر خلکو حکومت کوي؛ ځکه په خبره یې طالبانو د همدې لپاره واک ترلاسه کړی چې څنګه خپلې او د خپلو بادارانو ګټې خوندي کړي.
خیال محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «قسم په خدای چې نور د وسلهوالو غلو او ناامنیو له وېرې دومره تنګ شوي یوچې نور په رواني ناروغۍ اخته شوي یو، طالبان یوازې د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره راغلي، نه د خلکو د امنیت لپاره راغلي، نه ورته ولس اهمیت لري او نه هم د ولس له غمه مړه دي؛ ځکه خو هره ورځ ننګرهار کې یوه نه یوه پېښه کېږي، چې نور یې په خلکو د ژوند حلقه تنګه کړې ده.»
موږ هڅه وکړه چې په ننګرهار کې د وروستي خراب امنیتي وضعیت په تړاو د ځايي طالبانو نظر هم ترلاسه کړو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو چې د هغوی نظر له ځانه سره ولرو.
طالبانو تل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امنیت ټینګښت او د خلکو د هوسا ژوند لپاره دوامدارې هڅې کوي؛ خو ننګرهار مېشتي د طالبانو دغه خبرې د خلکو تېر ویستل بولي.
په ننګرهار کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د دغه ولایت د ځايي خلکو اندېښنې داسې مهال را پورته کېږي، چې په ورووستۍ یوه میاشت کې په ننګرهار کې څه باندې شل د انسان تښتونې، وژنو، وسله والو غلاوو، چاودنو او نورې پېښې شوي، چې ګڼ کسان په کې مړه او ژوبل شوي او له ګڼو یې پیسې او مال هم له لاسه وتلی.
تازه د (یکشنبې په ورځ، مرغومي ۲۴) د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو پر یوه کور وسلهوال برید کړی چې له امله یې یو کس مړ او یوه مېرمن ټپي شوې او په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.