پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، یو شمېر اوسېدونکو له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شوي دي. د پخواني حکومت کارکوونکي او پوځيان، ښځې او نجونې او همجنس خوښوونکي (LGBTQ)د مرګ او بندي کېدو له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې ټرانس جنډران(نرښځې) بیا د طالبانو له جنسي تېري سره مخ شوي او په بشپړ ډول له ټولنې څنډې ته کړل شوي دي. په دې راپور کې د یو ټرانس جنډر ژوند ته کتنه شوې چې جنسي تېری پرې شوی دی. دغه ټرانس جنډر په دې راپور کې خپله ترخه کیسه کړې او ادعا یې کړې چې له ټولنې پټ په ناوړه اقتصادي او روحي حالت کې ژوند کوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره هممهاله اعلان وکړ چې مشر یې د ټولبښنې امر کړی او په پخواني حکومت کې د غړیتوب له کبله به له هېڅ چا غچ وانخیستل شي. دغې ډلې بیا په تېرو څه کم درېیو کلونو کې پرلپسې د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونه، کارکوونکي، ښځې او نجونې او نور لږکي ځورولي او ربړولي او ان په ځينو پېښو کې وژلي دي.
په افغانستان کې ټرانس جنډران وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ټولنې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي او له ناوړه اقتصادي حالت سره لاسګریوان دي. د ټرانس جنډرانو په خبره، د کورنیو او ټولنې له سپکوونکي چلند سربېره، حقوقي او قانوني خوندیتوب هم نه لري.
الماس (مستعار نوم) په تخار کې یو ټرانس جنډر دی. هغه وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نه دی توانېدلی چې له ولایته ووځي او په خبره یې، هره شېبه د طالب ځواکونو له خوا د وژلو، تېري او نیولو له ګواښ سره مخ دی. دا ټرانس جنډر زیاتوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څلور میاشتې وروسته، د دغې ډلې جنګیالیو پرې جنسي تېری کړی دی.
الماس زیاتوي: «ماښام و، د سودا[خوراکي توکو] اخیستو لپاره له کوره ووتم. په کوڅه کې څوک نه و. د تورو شیشو یو موټر مې خواته راغی. کله چې نږدې شو، درې کسان ترې راښکته شول او په زور یې موټر ته پورته کړم. په موټر کې یې خوله راته کلکه ونیوله چې څوک مې چیغې وانه وري. موټر شاوخوا ۴۰ دقیقې مزل وکړ.»
دا ټرانس جنډر وايي چې طالب جنګیالیو له ۴۰ دقیقو مزل وروسته، موټر په یو ځای کې ودراوه او وروسته یې جنسي تېری پرې کړی دی. هغه زیاتوي: «په خالي میدان کې یې جنسي تېری راباندی وکړ. هغوی په پښتو غږېدل او یوازې پوهېدم چې ویل یې که پرې مو نه ږدې، وژنو دې.»
الماس د طالب ځواکونو له جنسي تېري وروسته له روحي او رواني ستونزو سره مخ شو. دا ټرانس جنډر ټینګار کوي چې له خپل بدنه یې کرکه پېدا شوې او له هغه مهاله تراوسه یې ځان په یوې کوټه کې بندي کړې او دا خبره یې د کورنۍ له هېڅ غړي سره شریکه کړې نه ده.
دا ټرانس جنډر وايي: «یو دوه وارې مې هڅه وکړه چې مور ته مې دا خبره وکړم چې پر ما اووه ځلي تېری شوی؛ خو رایاد به شول چې مور مې ویل دا چې ایزک یې، خلکو ته پورته نه شم کتلی.»
الماس وايي چې غواړي نجلۍ اوسي. هغه له سینګار توکو او ښکلو جامو سره لېوالتیا لري؛ خو د ټولنې او طالبانو له وېرې نه شي کولای په خپله خوښه ژوند وکړي. الماس زیاتوي: «د وېښتو لپاره څو وارې په څپېړو ووهل شوم او وروسته وډبول شوم. اوس له وېرې له هغو توکو چې خوښېږي مې، کارولی یې نه شم.»
دا ټرانس جندر چې ۲۴ کاله عمر لري په یوې لس کسیزې کورنۍ کې ژوند کوي او وايي چې د جمهوریت پر مهال یې د جامو او سینګارتوکو په یوې هټۍ کې کار کاوه او له هغې لارې یې د کورنۍ ملاتړ کاوه؛ خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته وزګار شوی دی.
الماس زیاتوي: «پلار مې بوډا دی او نه شي کولای کاروبار وکړي؛ خو زه د جنسي ځورونې او وژنې له وېرې درې کاله وشول چې په کور کې بندي یم او نه شم کولای مرسته یې وکړم.»
د یادونې ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته ډېری ټرانس جنډران او همجنس خوښوونکي (LGBTQ) له هېواده ووتل او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه یووړه. یو شمېر په ګاونډیو هېوادونو کې هم له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ دي.
الماس د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کړې چې ژوند یې وژغوري که نه نو په خبره یې، د بېوزلۍ له کبله به ساه ورکړي او که له کوره بهر شي، ښايي طالبان پرې تېری وکړي.
له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې موندلې وه چې په افغانستان کې ټرانس جنډران د ورکېدو او جنسي تېري له ګواښ سره مخ دي. د دغه راپور د موندنو په حواله، طالبان له ټرانس جنډرانو سره د جنسي مریانو به څېر چلن کوي.