د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له حماس غوښتنه کړې چې د یرغمل شویو د خوشې کولو او اوربند لپاره دې د اسراییل تازه شرطونه ومني.
بلېنکن دوشنبه د اپريل پر ۲۹مه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په نړیوال اقتصادي فورم کې ویلي چې اسراییل د یرغمل شویو د تبادلې لپاره «د پېرزوینې ډک» وړاندیز کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ښايي دا وړاندیز په غزه کې د اوربند لامل شي او حماس یې ژر ومني.
هغه ویلي چې په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو او د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د لارو چارو هواری یوې سترې هوکړې ته د رسیدو د هڅو «ورکه شوې برخه» ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «هیله لرم حماس سمه پرېکړه وکړي.»
بلېنکن زیاته کړې: «تر هغه وخته چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باوري پلان نه وي، د بایډن اداره لا هم پر رفح د اسراييلي پوځ له عملیاتو سره مخالفه ده.»
وړاندې اسراییل ګواښ کړی و چې که حماس دا وړاندیز رد کړي، د غزې پر سوېلي رفح ښار به برید وکړي.
تر دې مخکې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي و چې امریکا یوازېنی هېواد دی چې کولای شي پر رفح د اسراییلو د برید مخه ونیسي.