۸صبح، کابل: د هند لومړي وزیر نارندرا مودي چین او پاکستان ته په اشارې ویلي، ځیني هېوادونو له ترهګرۍ څخه سیاسي ابزار جوړ کړي او له هغې د خپلو ګټو د ساتلو او پراختیا په توګه کار اخلي.
نوموړي چې د ملګرو ملتونو په ۷۶ عمومي مجمع کې یې خبرې کولې وویل، د افغانستان خاورې څخه د نه ګټې اخیستنې ډاډ اړین دی.
د مودي په خبره، هند او نړۍ باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان له ځانګړي موقعیت څخه د نورو هېوادنو د ګټو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.
مودي وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې هېڅ هېواد دې د افغانستان ځانګړی موقعیت د خپلو شخصي ګټو لپاره نه کاروي. اوسمهال ښځې، ماشومان، اقلیتونه او ټول افغانان مرستو ته اړتیا لري او موږ باید خپله دنده ترسره کړو.»
د مودي په باور، نړۍ کې د «شاتګ» او «بنسټ پالنې» خطر مخ پر زیاتېدو دی او نړۍ باید په دغه حالت کې منطقي او پرمختللی فکر د خپل کار بنسټ وګرځوي.
نارندرا مودي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په دغه اساسي وخت کې اړین اقدام وکړي؛ ځکه د نوموړي په باور، که دغه وخت کې اړین اقدام ونه شي، بریا یې له منځه ځي.
مودي له دې وړاندې د امریکا له ولسمشر جوبایدن سره په ناسته کې ویلي و، چې طالبان دې خپلو ټولو کړو ژمنو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې ولاړ وي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله چین او پاکستان د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نږدې همکاريو اړیکې جوړې کړې دي.
کارپوهان باوري دي، چې د پاکستان او چین سره د هند سیاسي کړکېچونو حالاتو ته په پام، له چین او پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پراختیا به په راتلونکې کې هند ته یو لوی سرخوږی وي.