۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلی، چې د طالبانو سرپرست حکومت پراخبنسټه نه دی او دغه هېواد اوسمهال د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندې په تړاو بېړه نه لري.
نوموړي د شنبې پر ورځ د تلې پر دریمه یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو مشران «مدني چلند» ته وهڅول.
سرګي لاوروف وویل، چې د طالبانو سرپرست حکومت له اعتقادي-قومي او سیاسي اړخه د یوه پراخبنسټه حکومت ښکارندوي نه کوي.
هغه وویل، روسیې تر اوسه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو کوم ګام نه دی اخیستی او طالبانو هم تراوسه افغانستان ته د دغه هېواد د نوي سفیر د ګمارلو غوښتنه نه ده کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې دغه هېواد د طالبانو له لوري د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې برخه کې ملاتړی دی.
لاوروف د خپلو خبرو پر دوام په بېړه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، امریکا د دغه اقدام د راتلوونکي د سنجولو او تحلیل پرته، خپل زیات پوځي تجهیزات هلته پرېښودل.
د نوموړي په خبره، اړینه ده چې ټول هېوادونه ډاډه شي، ترڅو له دغو وسلو څخه ناوړه ګټه نه اخیستل کېږي.
له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم هیله څرګنده کړې وه، چې طالبان به د متمدنه چلند په خپلولو سره د افغانستان اړیکې له نړیوالې ټولنې سره وساتي.
د روسیې، چین او پاکستان استازو د سهشنبې پر ورځ د وږي پر دیرشمه له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې یو پراخبنسټه حکومت جوړ کړي.
که څه هم اوس ډېری هېوادونه وايي، چې طالبانو پراخبنسټه حکومت نه دی جوړ کړی، خو طالبانو ویلي، سره له دې چې د وزارتونو څوکۍ سیاسي دي، په دغه حکومت کې یې د ټولګډونه اصل په پام کې نیولی دی.