د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ جمعه د مې پر ۲۷ د دغه سازمان له غړو غوښتي، چې په اوکراین کې اوږدمهالې جګړې ته تیاری ونیسي.
نوموړي له «کپیټل» یوناني خبري ویبسایټ سره په مرکه کې ویلي، هېڅوک د روسیې او اوکراین جګړې د پای نېټه نه شي ښوولی.
د ناټو سرمنشي ویلي: «موږ باید اوږدې جګړې ته ځان چمتو کړو.»
سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو ته په اشارې ویلي، چې پر اړتیا وړ وسلو فکر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د ورکړې ارزونه کوي. اوکرایني چارواکو ویلي، چې که دغه توغندي ورکړل شي، د جګړې لوری بدلولی شي.
ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له لوېدیځو هېوادونو او امریکا غوښتي، چې پر روسیې د جدي بندیزونه په زیاتولو دغه «بې مانا جګړه» ختمه کړي.
زلنسکي په یوه پیغام کې ویلي: «که زبرځواکونه له روسیې سره لوبه ونه کړي او پرځای یې په واقعي بڼه د جګړې د ختمولو لپاره فشار راوړي، د خونړیو بریدونو مخنیوی کولای شو.»
د اوکراین ولسمشر پر روسیې د بندیزونو په تړاو د ځينو اروپايي هېوادونو پر دوه ګوني چلن هم نیوکه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي هېوادونو ځينې غړي لکه پولنډ چې د روسیې تېلو ته اړمن دی، اروپايي هېوادونو ته د روسیې د تېلو او ګازو د پرې کولو کړنلارې مخالفت کوي.