په سیمه ییزو ناستو کې د افغانستان نه ګډون؛ د ټولنې لومړیتوبونه څه دي؟

لیکوال: محمد علي نظري

په سیمه ییزو ناستو په تېره د طالبانو په اړه هغه ناسته کې چې ملګرو ملتونو په دوحه کې جوړه کړې وه ، ټولو هېوادونو د خپلو لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې. د دغې ناستې په ترڅ کې، د سیمې هېوادونو له ترهګرۍ او نیشه یي توکیو سره د مبارزې په اړه بحثونه وکړل او دغه راز لویدیځو هېوادونو د بشر د حقونو له هغې ډلې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې. په نوې ډهلۍ کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د بهرنیو وزیرانو په ناسته کې هم هند له ترهګرۍ سره د مبارزې د اړتیا په اړه او پاکستان له طالبانو سره د تعامل په اړه خبرې وکړې. له دې وروسته به هم وضعیت همداسې روان وي؛ ځکه ټول هڅه کوي چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ خپل لومړیتوبونه تعریف او د بهرني سیاست په چوکاټ کې د هغو څارنه وکړي.

دغه لومړیتوبونه تل د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي، ځکه د افغانستان په اړه د دښمن او دوستو هېوادونو ګټې، له یوبل سره په ټکر کې دي. له همدې امله، دې ته په تمه پاتې کېدل چې ګواکې بهرنیان خپل لومړیتوبونه د افغانستان د خلکو د ګټو پربنسټ تعریف او د هغو څارنه کوي، د وخت ضایع کول او له واقعیت څخه لیرې دی. سره له دې چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو سازمانونو، د سیمې د هېوادونو او نړۍ ترمنځ بحثونه روان دي، خو د افغانستان خلک او سیاسي خوځښتونه د وخت له لاسه ورکولو او ضایع کولو لپاره نور زغم نه لري. اوس د لومړیتوبونو،غوښتنواو پرېکړو وخت رارسېدلی دی.

دا چې په جلا وطنۍ کې د مېشتو سیاسي مشرانو او خلکو ترمنځ واټن ډېر دی او نه شي کولای چې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي، نو پکار ده چې رسنۍ په دې برخه کې خپل رول ولوبوي. هغه ازادې رسنۍ چې محتوا او د خپرونو تګلاره یې د طالبانو له لوري نه ټاکل کیږي، کولای شي د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو په څرګندولو او له نړیوالو سره د هغو د شریکولو په برخه کې مرسته وکړي. دا چاره د لیکنو، انځوریزو او غږیزو راپورونو د خپرولو او دغه راز د وضعیت د څېړنې او له تېر څخه د زده کړې او راتلونکي ته د لیدلوري ټاکلو له لارې شونی دی. سربېره پر دې، رسنۍ کولای شي د دې لپاره چې بهر مېشتي سیاستوال او هېوادوال سره نږدې یا لږتر-لږه د ټولنې د اساسي اړتیاوو او غوښتنو پیغامونه ورته ورسوي، پکار ده چې په انلاین ډول د ګردي میزونو او مرکو زمینې برابرې کړي. د ګردي میزونو او په تلویزیونونو کې د سیاستوالو او هېوادوالو د رابللو ترڅنګ، د دې کار د پرمخ وړلو لپاره غږیږ پلټفارمونه لکه: ټویټر سپیس او کلب هوس یا هم انځوریز زوم پلټفارم هم کولای شي ګتور ثابت شي.

له شک پرته، د افغانستان سیاستوال او هغوی چې په سیاست کې شامل نه دي، ټول د دې خاورې اصلي خاوندان دي. که د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د نقشې لاره جوړیږي، دغه راتلونکی باید د هېوادوالو د اړتیاوو، لومړیتوبونو او ګټو پر بنسټ جوړ شي. دا مهال چې وینو ډېری ناستې د افغانانو له نه ګډون پرته جوړیږي او طبیعي ده چې په دې ناستو کې د هېوادوالو د ګټو او لومړیتوبونو په اړه بحث نه کیږي. د سیمې او د نړۍ زبرځواک هېوادونه که د انسان دوستۍ له اړخه هم وي، هېڅکله د افغانستان د خلکو ګټو ته لومړیتوب نه ورکوي. له همدې امله، د دغو ناستو او کنفرانسونو له لارې دې، د افغانستان د خلکو مهمې ګټې او لومړیتوبونه وټاکل شي او د هغو د ترسره کولو لپاره ټولیزې هڅې ترسره شي.

هغه څه چې طالبانو په افغانستان کې د « اسلامي امارت» په نوم رامنځته کړی، نه د خلکو له لوري مشروعیت ترلاسه کولای شي او نه هم افغانستان د نړیوال له شدیدې انزوا څخه ژغورلی شي. دوی تراوسه ونه کړای شول د خپلو ملاتړو هېوادونو رضایت ترلاسه کړي. امنیت چې له څو لسیزو راهیسې په هېواد کې نشته، دا مهال د خلکو له اصلي ستونزو څخه بلل کیږي. خلک نور نه په جومات کې، نه په سړکونو او نه هم په خپلو کورونو کې د امنیت احساس کوي. هېڅوک نه پوهیږي چې کله به د طالبانو جګړه ماران او پوځي قوماندانان له وسلو سره د هغوی کورونو ته ننوځي او پرښځې او ماشوم به برید یا جنسي تېری کوي. هېڅوک نه پوهیږي چې کله به د طالبانو قمچین په لاس محتسبین عام خلک په بې بنسټه او غیر منطقي لاملونو ځوروي او د دې ترڅنګ روحي او ځاني وهل ټکول کیږي. څرګنده نه ده چې څه وخت به طالب جګړه ماران څوک برمته کوي او له وهلو ټکولو وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کوي یا یې وژني. خلک نه پوهیږي چې څه وخت به ترهګرې ډلې، په جوماتونو او سړکونو یا هم په ښوونیزو ځایونو بریدونه کوي، او د وینو ویالې به روانې کړي. دغه وضعیت، خلک په وېره کې اچولي دي او فکر کیږي چې د افغانستان د جغرافیې هېڅ ځای خوندي نه دی.

د هېواد فرهنګي او اقتصادي وضعیت هم ګډوډ دی. د فرهنګ د برخې خپلسري مسوولین او خاوندان، عملآ د فرهنګ پر وړاندې په فعالیتونو بوخت دي. د رسنیو د پرمخ وړونکو له لوري د پل سوخته د رنګولو د بې ځایه نندارې څخه بیا د هوټلونو او د شیریني پلورونکو د پاکوالي د وضعیت تر څېړنې پورې، رسنیز فرهنګ تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دغه راز طالبان، له لوحو او بینرونو څخه د فارسي ژبې د کلیمو په لیرې کولو، عملآد افغانستان د خلکو د یوې لویې برخې پر وړاندې درېدلي دي. ښځې یې حمام ته له تلومنع کړي ، خو خپل پرتوګ بیا له مینځلو وروسته د خپل د کار پر مېز ځړوي ترڅو وچ شي. تر ټولو مهمه دا چې د ښوونې مسیر یې تحریف کړی او ورځ تربلې هڅه کوي چې په دې برخه کې وضعیت لاپسې کړکیچن کړي. له همدې امله، د فرهنګ په حوزه کې هم ډېرې ستونزې رامنځته شوي دي.

د هېواد اقتصادي وضعیت هم خراب دی. خلک د خوړلو لپاره څه نه لري، خو طالبان چې په ساده ژوند کولو مشهور وو، دا مهال یې په مادي سرچینو منګولې خښې کړي او حتی پاسپورټونه او تذکرې په ډېره لوړه بیه پلوري. د کارخونو څرخ له کاره لویدلی. له تریاکو پرته په کورني تولیداتو کې هم کموالی راغلی دی.هغه مرستې چې بهرني او نړیوال بنسټونه یې د افغانستان د خلکو لپاره په نظر کې نیسي، د طالبانو له لوري مدیریت کیږي. ددغو مرستو یوه برخه ددغې ډلې له لوري د باج په توګه اخیستل کیږي، نورې یې د اړمنو خلکو په نوم پرخپلو جګړه مارانو وېشي او په ټوله کې ډېرې لږې مرستې اړمنو خلکو ته رسیږي. په بامیانو، دایکندي او غزني ولایتونو کې د WFP خوسا شوي او چنجیو وهلي اوړه چې په عامو خلکو ووېشل شول یا هم د هغه څه په اړه چې له غور ولایت نه یې په اړه راپور ورکړل شو، مرستې د وسلو په زور د خلکو له کورونو اخیستل کیږي ترڅو یوه بله ننداره په لاره واچوي.

دا وضعیت به د تل لپاره دوام ونه کړي. امکان نه لري چې هېواد له مدیریت پرته او توکل په خدای ویلو د تل لپاره همداسې پرمخ لاړ شي. کېدای شي امریکا یوه ورځ د ډالري کڅورو له استولو ستړې شي، روښانه ده چې هغه مهال به افغانۍ هم سقوط وکړي. دا چې د طالبانو په قاموس کې «بدلون» او د ولس ارادې ته درناوی نشته او واک ته رسېدل ځان ته د خدای ورکړه او احسان بولي، د افغانستان سیاستوال او خلک اړ دي څو د هېواد په اړه د نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو په ترڅ کې، د افغانستان د ټولنې او د جغرافیایي واقعیتونو پر بنسټ، خپل اوسني او راتلونکي لومړیتوبونه څرګند او د هېواد په مسایلو کې د ښکېلو هېوادونو له سیاستوالو سره د مخامخ خبرو اترو، ټولنیزو شبکو او رسنیو له لارې یې، وڅاري.

طالبان د افغانستان خلک په رسمیت نه پېژني، له همدې امله تل له بهرنیانو سره په مذاکرو او خبرواترو بوخت دي. له همدې امله، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو او غوښتنو مطرح کول او توحیدول تر هرڅه اړین او مهم دي. سره له دې چې دا کار دومره ساده او اسانه نه دی، خو همدا یې وخت دی. کېدای شي دا وخت بیا ترلاسه نه شي او هغه مهال به هېوادوال یو وار بیا د متخاصمو هېوادونو د ګټو پربنسټ له ترسره شوي عمل سره مخ شي. دا ستونزمن کار باید همدا اوس ترسره شي. په سیمه ییزو ناستو کې د افغانستان د خلکو نه ګډون او د افغانانو د ګټو په نظر کې نه نیول به وضعیت لاپسې پیچلی کړي او هېواد به یوځل بیا له بد امنیو او ناخوالو سره مخ شي.

له همدې امله، د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو او د راتلونکي لپاره یې باید سیاسي او اقتصادي تګلاره جوړه شي. دغه لومړیتوبونه او د افغانستان د خلکو ګټې باید د سیمه ییزو او نړیوالو ناستو له ګډونوالو او کوربه هېوادونو سره د رسنیو له لارې شریکې او په دې ناستو کې د افغانستان د خلکو د نه ګډون په اړه ګواښ ورکړل شي او له بېلابېلو لارو پرې فشارونه راوړل شي ترڅو هېواد د ثبات په لوري ګامونه واخلي. دغه دردونه او کړاوونه باید یوه ورځ پای ته ورسیږي خو د افغانستان د خلکو د ګټو، لومړیتوبونو او همداراز د سیاسي او اقتصادي له تګلارې پرته، د دغو ستونزو پای ته رسېدل امکان نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button