د دولتي ادارو جوړښت او بیوروکراسي د حکومت بنسټ جوړوي، چې په عصري نړۍ کې پرته له دې پیچلتیاوې نشي تشریح کیدی او سازمانونه نشي تنظیم کیدی. په حقیقت کې بیوروکراسي او هغه بې ساري نظم چې په هغه کې بنسټونه او سازمانونه کار کوي ټول د عصري نړۍ محصول، د عصريیت او پرمختګ پایلې دي. د همدې نقطې پر بنسټ، لیکوال او د لویدیځ پرمختګ څیړونکی سامویل هانټنګټون په دې باور دی چې کومه ټولنه چې د پیچلتیا په لور روانه ده، هغه ټولنه د پرمختګ په لور روانه ده، او دا د عصري نړۍ د پوهیدو لپاره یو لوی توپیر شمیرل کېږي چې په هیواد کې د پرمختګ وده بللی شي. په بل عبارت، پیچلتیا د وروسته پاتې والي او دودیزې نړۍ د پراختیا او ساده کولو سمبول دی.
د جمهوريت په دوو لسیزو حاکمیت کې، چې ډېره انرژي او سترې مالي سرچینې یې مصرف کړې وې، د چارو د تنظیم لپاره یو عصري بیوروکراسي سیستم او پیچلي جوړښتونه را منځ ته شول، چې د افغانستان په تاریخ کې له تیوري پلوه بې مثاله وو. که څه هم فساد او خپلوی پللو او نورو نیمګړتیاوو دغه اداري نظام ته زیان رسولی او بې شمېره ننګونې یې راپارولي دي، خو د هغو بنسټونو، قوانینو او فرصتونو له مخې چې رامنځته شوي وو، د نننۍ نړۍ رنګ او بوی یې له ځانه سره درلود او د نظام بڼه یې بدله کړې وه. دا په دې مانا نه ده چې د جمهوريت دورې بیروکراسي نظام له نیمګړتیاوو پاک و، بلکې د جوړښت او بیروکراسۍ د بنسټونو له مخې چې په هغه کې متخصصو، پوهانو او با استعداده بشري ځواک ته په نسبي ډول درناوی کېده، یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېده.
د جمهوريت له ړنګیدو وروسته بیا هم طالبانو دغه بیروکراتیک جوړښت، چې ډیره انرژي او ډیرې پیسې یې پرې لګېدلی وې له منځه یوړل او بنسټونه یې په ساده کولو، غیر مسلکي ګمارنو، خپلسریو، بې ساري فساد، بې قانونۍ او ظلمونو ډېر بنسټونه له منځه یوړل. دوی دولتي دفترونو ته د جګړې د غنیمت په سترګه ګوري، چې باید د کلیوالو جنګیالیو او ملایانو تر منځ وویشل شي چې د تاوتریخوالي او جګړې پرته بل مهارت نه لري. په دې لید کې طالبانو د خپلو جنګیالیو په منځ کې ټول بنسټونه، ادارې او دولتي دفترونه ویشلي او د کارپوهانو، تکړه او په کار پوهه کسانو لویه برخه یې له دندو ګوښه کړي ده. نن سبا په ایران او پاکستان کې په زرګونو کسان د دوکتورا او ماسټرۍ په درلودلو سره کارګري کوي، خو د دوی پر ځای په دولتي بستونو کې داسې سیاسي ملایان ټاکل شوي چې له ټوپک پرته نور هیڅ وړتیا نه لري. له همدې امله، دوی هر ځای خپل ټوپک له ځانه سره وړي؛ آن عبادت ځایونو او پوهنتونونو ته له ځان سره ټوپک وړي.
په دې وروستیو کې دې ډلې یو کلیوال ملا چې شاید د فارسي او پښتو د لیک لوستلو سواد هم نلري، د سردار داوود خان په روغتون کې، چې په افغانستان کې د طبي خدمتونو تر ټولو لوی عسکري طبي مرکزدی – د یوه لوړپوړي ډاکټر په توګه ټاکلی دی.
په ټولنيزو رسنيو کې په خپاره شوي انځور کې ليدل کېږي چې يو جنرال او يو ريښتينی ډاکټر چې ښايي د خپل ژوند نيمايي برخه يې د طب او نظامي چارو په زده کړو کې تېره کړې وي، د دغه ملا دواړو خواوو ته ناست دي. د دې انځور څخه ښکاري چې د طالبانو په لاس کې افغانستان د تیارو او بربادۍ په لور روان دی. داسې مفکوره چې له مخې یې یو ملا د افغانستان د یوې مهمې روغتیايي ادارې د مشر په توګه یوازې په دې خاطر ټاکل کیږي چې هغه جنګیالی دی او له طالبانو سره په ځانمرګو بریدونو کې روزل شوی دی او یو کارپوه او تجربه کار کس له دندې لیرې کېږي.
داسې ښکاري چې د طالبانو په رژیم کې غیر مسلکي او د انډیوالی پر اساس ګمارنو د دغې ډلې ځینې لوړپوړي مشران په غوسه کړي دي. څه موده وړاندې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې په تېرو شلو کلونو کې یې د یو شمېر پېچلو او وژونکو بریدونو رهبري او مدیریت کړی و، د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د خبرو پر مهال وویل چې په دولتي ادارو کې د غیر مسلکي او بې کفایته ګمارنې د تاسف وړ دي او له محصلینو یې وغوښتل چې هڅه وکړي دولتي دفترونه لار پیدا کړی. ښايي حقاني په دې موضوع ځکه خپله ګوته ایښې چې د ملکي حکومت د څانګو ډېره برخه د طالبانو په تشکيلاتي جوړښت کې د کندهاري څانګې له خوا اداره کېږي او له همدې امله حتی د طالبانو د مشرانو تر منځ هم دا موضوع د کړکېچ لامل کېږي، چې ولې لږ تر لږه په ملکي جوړښتونو کې متخصص، تکړه او با سواده کسان په دندو نه دي ګمارل شوي او ولې د طالبانو رژیم د هېواد په دننه کې د ځوان او په کارپوه ځواک پروا نه کوي.
بله ډېره مهمه خبره دا ده چې طالبان ټولو پخوانيو دولتي کارکوونکو ته د دښمن او غدار په سترګه ګوري چې باید بل چانس ورنه کړل شي، په داسې حال کې چې دا تصور ناسم دی. هغه چا چې له افغانستان سره خیانت وکړ اوس د نړۍ په سوکاله هیوادونو کې په خپلو ښایسته ماڼیو کې شپې سبا کوي. په زړه پورې خبره دا ده چې هغوی هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري او د هغوی جایدادونه او کورونه د طالب قومندانانو له خوا ساتل کیږي. سیاسي فعال داوود ناجي لیکلي دي چې په کابل کې د حنیف اتمر شتمنۍ او کور د طالب جنګیالیو له خوا ساتل کیږي او همدا ډول په پارلمان کې د خلکو د پخواني استازي اقبال صافي شتمنۍ او شرکتونه هم د طالب جنګیالیو له خوا ساتل کیږي او په مقابل کې پیسې ترې اخلي.
طالبانو دولتي دفترونه چې د یوه قانوني او سیستماتیک جوړښت سمبول بلل کیږي ویجاړ کړي او د بې کفایته، خپلوی او انډیوالی پا اساس د اشخاصو په ګمارلو او تر ټولو مهم یې ملایزم د هیواد بیروکراتیک نظم په ټپه ودرولي او آن د “کوزی او چلمچۍ” زمانی ته یې ګرځولی. نن سبا په ټولو ریاستونو، وزارتونو، دفترونو، محلي دفترونو او هرځای کې داسې کسان ګمارل شوي چې یوازینی هنر یې طالب کیدل او تجربه یې جګړه، مرګ او تاوتریخوالی دی. همدا لامل دی چې طالبان حتی په کابل او ولایتونو کې د ښوونځیو له ښوونکو څخه د عقیدي ازموینه اخلي، ترڅو ټول په خپل ډول کړي او د خپلې خوښې په اساس ټول نظم او ترتیب بدل کړي. دا یو ډول جوړیدنه په ټولو سکتورونو او ټولو برخو کې په قوت سره روان ده.
که څه هم د جمهوریت له نسکوریدو او د طالبانو د رژیم له پیلیدو وروسته هر څه له مینځه ولاړل، خو ځینې خلک په دې باور وو چې لږ تر لږه دا ځل بیوروکراتیک جوړښت او دولتي دفترونه له مینځه ندې تللي او په دغه جوړښت کې لږ تر لږه نظم ساتل شوی دی. په هرصورت، د وخت په تېرېدو دا انګیرنه باطله شوه، او نن هرڅوک پوهیږي چې نور خدماتي دفترونه – حتی هغه چې بنسټیز خدمتونه یې وړاندې کول – سقوط شوي او ویجاړ شوي دي. طالبان په کلکه دې لارې او لجاجت ته دوام ورکوي. دا په ډاګه کوي چې که فرض کړو چې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته ادارې ساتل شوې وې، اوس به د طالبانو په لاس له منځه ولاړې شي. طالبانو دولتي دفترونه ویجاړ کړي او له منځه وړي دي.