۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کوټې چت لوېدو په پېښه کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپيان شوي.
په لغمان کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي چې دا پېښه جمعه د غبرګولي پر ۲۵مه د ماسپښين شاوخوا ۳:۰۰ بجې د دغه ولایت دولتشاه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د روانو اوبو لوری بدل شو او د فقیر په نوم د یو کس کور یې ویجاړ کړ.
هغه زیاته کړې چې ټپيان روغتون ته وړل شوي؛ خو د روغتیايي حالت په یې اړه څه ونه ویل.
له دې وړاندې هم په لغمان کې ورته پېښې شوې دي.
د روانې میاشتې په لړ کې د ورته پېښې لامله د لغمان مرکز اړوند په «سلطان قاضي بابا ښارګوټي» کې د یوې کورنۍ درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شول.