۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي طالب چارواکي او په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله یو کس مړ شوی او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمتالله مرادي پنجشنبه د وري پر ۲مه ویلي چې په دغه ولایت کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
د نوموړي په خبره، د فاریاب المار ولسوالۍ په قرهغویلي کلي کې یو ۵۴ کلن سړی چې د خپلو ځمکو په خړوبولو بوخت و، سېلاب وړی او مړ کړی یې دی.
هغه زیاته کړې چې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۴۵ کورونه، یو ښوونځی او څو پلچکونه ویجاړ شوي او دغه راز، څه باندې ۱۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
بلخوا، په هرات کې هم ځايي سرچینې مني چې په دغه ولایت کې تېزو بارانونو مالي زیانونه اړولي دي.
د ځايي سرچینو په خبره، ورښتونو او سېلابونو د دغه ولایت د مرکز په ګډون په اوبې، پشتون زرغون، چشت شریف، کشکرباط سنګي، ګذرې او انجیل ولسوالیو کې نږدې ۲۰ کورونو په بشپړه یا سطحي توګه ویجاړ کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې څه باندې یو زر او ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم اغېزمنه شوې او لسګونه نیالګي له منځه تللي دي.
د یادونې ده چې نن په بادغیس کې هم د سېلاب راوتلو له کبله یو کس مړ شوی او څه باندې ۱۰۰ استوګنځي ویجاړ شوي دي.
ورته مهال، د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، نسبتاً تیز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو خبرداری ورکړی دی.